مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: ذبیح الله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی در یک مصاحبه با روزنامۀ دیجیتالی اسلامآباد تلگراف،گفته که ایالات متحده چندی پیش حملۀ هوایی را بر یک منزل مسکونی در کابل انجام داد و ادعا کرد که ایمنالظواهری، رهبر القاعده را کشته است، اما تاکنون این مساله ثابت نشده است.
او گفت که در این مورد امارت اسلامی اعتراض خودرا با امریکا شریک ساخته است.
آقای مجاهد گفت که امارت اسلامی از امریکا میخواهد که برای ایجاد روابط خوب با افغانستان، از گشتوگذار هواپیماهای بیسرنشین امریکایی در فضای این کشور خودداری کند.
✒: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې سبا د جمعې په ورځ له استرالیا سره لوبه کوي. دغه لوبه به د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲نیمو بجو د استرالیا د ادیلاید ښار د کرکټ په لوبغالي کې پیل شي. دا به په دې جام کې د افغانستان وروستۍ لوبه وي.
✒: کابل ښاریان د درملو له لوړې بیې سر ټکوي. دوی وایي، چې د درملو د بیو لوړېدو له کبله نه شي کولای، چې د خپلې اړتیا وړ درمل وپېري. بلخوا بیا درمل پلرونکي وایي، چې له هند څخه د درملو په وارداتو کې ځنډ او کمښت ددې سبب شوی، چې د درملو بیې لوړې شي.
✒: حنیف اتمر د سیاسیونو له انتقاد وروسته:
ما نه دي ویلي چې فدرالي نظام کټ مټ ملوک الطویفي ده، بلکې مطلب مې دا دی چې اوس وخت کې فدرالي نظام په ملوک الطوایفۍ د بدلېدو خطر لري.
✒: په تاجکستان کې د امریکا سفارت:
سر له ننه له تاجکستانه افغانانو، ایرانیانو او د روس خلکو ته د ویزې ورکولو خدمات پیلوو.
✒: د هند اکانومیک ټایمز:
هندي پلاوی له افغانستان بانک سره د مالي او تخنیکي همکاریو په اړه هوکړې ته رسېدلی.
وایي، د هند تخنیکي پلاوي د بهارت کوما په مشرۍ د افغانستان بانک له مشر قادر ادریس سره کتلي.
✒: د قطر حکومت د فوټبال نړیوال جام لپاره ور وړل شوې ۱۴۴ جعلي طلایي رنګ جامونه (کپونه) نیولي دي.
د قطر په کوربه توب فوټبال نړیوال جام د نوامبر په ۲۰ مه پیلیږي.
✒: د قطر فوټبال نړیوال جام سیالیو ته به د سمندر په غاړو د نړۍ درې لویې بېړۍ هم د میلمنو د زړه سپکولو لپاره لنګر واچوي.
کروز شیپ یې تر ټولو لویه بېړۍ ده چې ۴۰ زره میلمانه به عذر کړي.
✒: پر عمران خان له برید وروسته د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق غبرګون:
پاکستان کې په هیڅ صورت ټوپک ته د لاس کولو او مرمۍ ورولو د سیاست طرفدار نه یوو.
✒: د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې د حکومت پر ضد یې د ستر لاریون په نامه احتجاج پیل کړی وايي، څوک دې فکر نه کوي چې پلازمېنې اسلام اباد ته به د دوی له رسېدو وروسته ''تحریک '' پای ته ورسېږي. نوموړي وايي: ''دا تحریک به تر هغو پورې روان وي، چې تر څو ټولټاکنې نه وي شوې.
✒: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له افغانستان سره پر دوامداره او عملي تعامل ټینګار کړی. زرداري د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان له خلکو سره د بشري او اقتصادي بحران پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مرستې لپاره بايد له دغه هېواد سره تعامل وشي.
✒: د ایتوپیا په کورنۍ جګړه کې ښکېل لوري په ناڅاپي توګه یوه جوړ جاړي ته رسېدلي چې له مخې به یې د دوه کلنې جګړې پای ته رسولو لپاره اوربند وشي.
✒: د روسیې دفاع وزارت وایي، روسیه له اوکراین څخه د غلو دانو د صادراتو موافقې ته بېرته ورستنیږي. ياد وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې مسکو دغه موافقې ته وروسته تر هغې بېرته ورګرځي چې له پوځي تحرکاتو د سمندري کوریدور د خوندي ساتلو په اړه یې له کیف څخه کافي تضمینونه ترلاسه کړل.
✒: د کاناډا د کډوالو اداره وايي چې تېره شپه يې په يوه ځانګړې الوتکه کې له اسلام اباده ۳۳۵ نور افغان کډوال هم انتقال کړی دي.
✒: د امريکا متحدو ايالتونو د ملګرو ملتونو د مېرمنو په کمېسيون کې د ايران د غړيتوب ځنډول کېدل غوښتي دي. د امريکا د ولسمشر مرستيالې کمالا هرېس ويلي، دا يې د هېواد پرېکړه ده او له ملګرو ملتونو غواړي چې د مېرمنو په کمېسيون کې د ايران غړيتوب وځنډوي.
✒: د عربي ټولنې ۳۱مه سرمشريزه چې د سې شنبې په ورځ په الجزاير کې پيل شوې وه، پرون د ګواښونو پر وړاندې پر ګډې مبارزې په ټينګار سره پای ته ورسېده.
✒: د امريکا ولسمشر جوبايډن ويلي چې په هېواد کې يې د ډيموکراسۍ راتلونکې له ګواښ سره مخ ده. بايډن تېره شپه په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل چې جمهوري غوښتونکي په ټاکنو کې ګډون کوي خو پايلې يې نه مني، چې له کبله يې په امريکا کې ډيموکراسي له ګواښ سره مخ شوې ده.
✒: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف وايي چې د بريټانيې په مالي ملاتړ يې د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې له ۱۳۱ زره اړمنو مېرمنو سره نغدي مرسته کړې ده.
✒: د هند په پلازمينه نوي ډيلي کې هوا د ګواښ تر کچې ککړه شوې او کارپوهانو د ښوونځيو د رخصتېدو غوښتنه کړې ده. رويټرز په نوي ډيلي کې د چارواکو له قوله ويلي چې له ټولو نظارتي سټېشنونو را ټوله شوې ډيټا ښيي چې د هوا د ککړتيا کچه له ۴۵۰ اوښتې ده.
✒: کمیته بینالمللی صلیب سرخ در تویتی از وضعیت بشری در افغانستان ابراز نگرانی کرده و گفته است که از سال گذشته تاکنون بیش از ۷۰۰ هزار نفر شغل شان را از دست دادهاند و ۹۰ درصد افراد شاغل کمتر از یک ۱.۹ دالر روزانه درآمد دارند.
به گفته این کمیته، وضعیت مردم این کشور در زمستان پیشرو دشوارتر خواهد بود.
✒: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په نبراسکا پوهنتون کې د افغانستان په اړه د امریکا پر پالیسۍ خبرې کړې دي.
نوموړی په افغانستان کې د افغانانو خپلمنځي ډیالوګ مهم بولي او په دې برخه کې د خپلو هڅو خبر ورکوي.
توماس وېسټ له ځینو پخوانیو افغان سیاسیونو او چارواکو سره په دې اړه د خپلو خبرو یادونه هم کړې ده.
✒: د چک جمهوریت د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه هېواد په پام کې لري د ۲۰۲۳ کال په اوایلو کې په افغانستان کې خپل سفارت وتړي او د افغانانو لپاره خپل کونسلي فعالیتونه په اسلام اباد کې د ددې هېواد د سفارت له لارې تنظیم کړي.
دا پداسې حال کې چې ناروې هېواد لا له وړاندې له کابله خپل سفارت اسلام اباد ته لېږدولی دی.
✒: د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان د لاریون پر مهال د یوه وسله واله کس په ډزو کې ټپي شوی دی.
د تحریک انصاف ګوند یو شمېر غړو تایید کړې چې عمران خان پر پښه لګېدلی او د یاد ګوند څلور نور لوړپوړي غړي هم ټپيان شوي دي. راپورونه وايي، وسله وال کس نیول شوی دی.
✒: شمالي کوریا له یوې لویې وچې بلې لویې وچې ته بالستیک توغندی ازمایلی دی.
دا په روان کال کې د شمالي کوریا اووم ازمایل شوی توغندی دی خو سوېلي کوریا ویلي چې دا ازموینه بریالۍ نه وه.
ویل کیږي چې ښايي شمالي کوریا نیږدې راتلونکي کې یو اټومي سروکی وازمایي.
