No-IMG

نه مو نړی د ماتم په قصې کې ده او نه هم د مظاهرو، تر څو چی مونږ د چرګانو په څير ژوند کوو

رفيع الله کليمی

 

ماته د افغان ولس مثال داسې دی لکه د بازار د قفس چرګان، کله چې د پلورلو وخت یې راشي نو دکاندار قفس ته لاس دننه کړي، هغه ته سپين چرګ، برګ چرګ، بيچاره مظلوم چرګ وغيره توپير نلري، او پدې مهال هر چرګ د ځان خلاصولو دپاره دیخوا او اخوا ټوپونه پیل کړي او قفس کې شورماشور جوړ شي!

دکاندار يو چرګ راونیسي او د نورو ترمخه یې حلال کړي خو لحظې وروسته بیا په همغه قفس کې نور چرګان په دانه خوړلو بوخت وي، دنیا ګل او ګلزاره وي تر څو چې بل مشتري پیدا کیږی.

نه مو نړی د ماتم په قصې کې ده او نه هم د مظاهرو، تر څو چی مونږ د چرګانو په څير ژوند کوو نو د چرګانو په څير به د مونږ همدا حال روان وي، یو یو به پخپل وار د قصاب چړې ته برابریږو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک