مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه:
نن چهارشنبه د عقرب/لړم ۱۱مه، ۱۴۰۱ھش د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدین حکمتيار حفظه الله د خپل کار په دفتر کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندهګۍ «يوناما» د سياسي چارو له رئيس ښاغلي سکاټ سميټ «Scott Smith» او ورسره مل پلاوي سره وکتل.
په دغه کتنه کې د دواړو لوريو تر منځ د سيمې او هېواد په اړه پر يو لړ مهمو سياسي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
✒: بانک مرکزی افغانستان، در رشتهتویتی نگاشته است که به ادامهی کمکهای بشردوستانه به افغانستان، یک بستهی نقدی ۴۰ میلیون دالر امریکایی، امروز (چهارشنبه) به کابل رسیده و به یکی از بانکهای تجارتی تحویل داده شدهاست بانک مرکزی افزوده است که این دومین بستهی ۴۰ میلیون دالری است که در هفته جاری وارد کشور میشود.
✒: خالد زدران، سخنگوی فرماندهی امنیه شهر کابل میگوید که در انفجاری در موتر حامل کارمندان وزارت احیا و انکشاف دهات در مربوطات حوزۀ پنجم امنیتی شهر کابل، ۸ تن زخم برداشته اند. به گفته او انفحار برخاسته از ماین کنار جاده بوده است و زخمیان این رویداد به شفاخانه انتقال یافته اند.
✒: عبدالله عبدالله رییس شورای عالی مصالحه ملی در حکومت پیشین با جهاد ارگینآی سفیر ترکیه در کابل، دیدار کرد.
آقای عبدالله در صفحه تویترش نوشته است که آنان دربارهی پیشرفتهای کنونی در افغانستان و ادامه کمکهای بشری ترکیه به مردم افغانستان، گفتوگو کردهاند.
✒: سعيد بن مبارک الخيارين، سفیر قطر برای افغانستان، در دیدار با امیرخان متقی سرپرست وزارت خارجه از تصمیم قطر برای گشایش نهاد خیریه آن کشور در افغانستان، خبرداد.
عبدالقهار بلخی، سخنگوی وزارت خارجه، در رشته تویتی به نقل از سفیر قطر میگوید که کمکهای لازم پس از گشایش این نهاد برای نیازمندان در کشور فراهم خواهد شد.
در این دیدار، آقای متقی از همکاری کامل امارت اسلامی اطمینان داده است.
✒: د مزارشريف ابو علي سينا بلخي حـوزوي روغتون ډاکټرانو د لومړي ځل لپاره د زنګون د مـفصل پيونـدولـو جـراحـي عملیات ترسره کړل. دغه عملیات چې د اورتوپیدي برخې تر ټولو پيچلي او ګران بیه عملیات بلل کېږي، چې د بلخ حوزوي روغتون کې د اورتوپیدي ډاکټرانو له خوا په وړیا توګه ترسره شول.
✒: د اوسپنې پټلۍ اداره وایي، چې هرات ولایت کې د اورګاډي پټلۍ د درېیمې قطعې جوړولو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. د یادې ادارې مشر بخت الرحمان شرافت ویلي، چې له ایران سره د انتقالاتو په اړه خبري روانې دي او ژر به له دغه هېواد څخه د اورګاډي له لارې هرات ولایت ته انتقالات پیل شي.
✒: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد په صادراتو کې ۵۰ میلیارده افغانۍ زیاتوالی راغلې دې.
✒: ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر فایق:
طالبانو افغانستان نه د ښځو لپاره د ځمکې د مخ بدترین ځای جوړ کړی.
وایي، نړیوال هلته د بشري وضعیت د څار لپاره هیڅ میکانېزم نه لري.
✒: د بلوڅانو غورځنګ، بولان کې د نښتې پر مهال د ۸ پاکستاني کمانډویانو د وژلو خبر ورکړی.
✒: د امریکا د خارجه وزارت ویاند:
افغان پخواني کمانډویان دې د اوکراین جګړې ته نه ځي هلته وژل کېږي.
وایي، د پناه غوښتنې د برنامې له مخې دې امریکا ته راشي.
✒: د قطر سفیر وایي چې له اړمنو افغانانو سره د مرستو په موخه هېواد یې غواړي په افغانستان کې ددغه هېواد دولتي خیریه موسسه پرانیزي.
✒: د يوناما مشرې روزا اوتونبايوا له متشبثو افغان مېرمنو سره د کار وبار د فرصتونو په تړاو خبرې کړې دي. يوناما په يوه ټويټ کې ويلي چې اوتونبايوا د مېرمنو د کاروبارونو ملاتړ د افغانستان پر راتلونکې د پانګونې په مانا بللی دی.
✒: د افغانستان پر بيارغونې د امريکا د ځانګړي پلټونکي ادارې يا سيګار ويلي چې د بايډن اداره د هغو ۱.۱ ميلياردو امريکايي ډالرو په تړاو څېړنو کې ورسره همکاري نه کوي چې تېر يوه کال کې په نغد ډول افغانستان ته را استول شوې دي.
✒: امريکايي رسنيو د باخبره سرچينو په حواله ويلي چې ايران روسيې ته د پوځي تجهيزاتو، په ځانګړي ډول ډرون الوتکو پر چمتو کولو کار کوي. سي اېن اېن ټلويزيون ويلي چې په نورو پوځي تجهيزاتو کې د ايران جوړ بالسټيکي توغندي هم شامل دي چې روسيه به يې د اوکراين په جګړه کې وکاروي.
✒: کاناډا د کډوالو د منلو لپاره نوې طرحه اعلان کړې ده. د کاناډا د کډوالو وزير شان فريزر وايي چې هېواد به يې له ۲۰۲۳ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې نږدې ۱.۵ ميلیونه کډوال چې د کار کولو جوګه وي، ومني.
✒: هند د افغانستان، بنګله ديش او پاکستان غير مسلمانو لږه کيو ته تابعيت ورکوي. د هند د کډوالۍ ادارې ويلي چې له افغانستان، بنګله ديش او پاکستانه ورغلو هندو مذهبو، سيکهانو، بودايانو، عيسويانو او پارسيانو ته تابعيت ورکوي.
✒: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د سوله ييزې راتلونکې لپاره د افغانانو تر منځ خبرې ښه فرصت دی خو ټينګار کوي چې د خبرو څرنګوالی بايد د افغانانو له لوري وټاکل شي.
✒: رياض واشنګټن ته داسې اسناد سپارلي چې ښيي ايران پر سعودي عربستان بريدونو ته چمتووالی نيسي. امريکايي رسنيو ويلي چې د سعودي له لوري امريکا ته سپارل شوي اسناد معتبر بريښي، له همدې کبله سيمه کې مېشتو امريکايي پوځيانو د چمتووالي کچه لوړه کړې ده.
✒: انتونیو گوترش، دبیر کل سازمان ملل متحد در صفحۀ تویترش نگاشته است که بیش از ۷۰ خبرنگار در سال روان کشته شدهاند. به گفته او، به بیشتر این جنایات رسیدگی صورت نگرفته است و باید فرهنگ رایج معافیت از مجازات پایان داده شود تا خبرنگاران رسالت اصلی شان را انجام دهند.
✒: هیات معاونت سازمان ملل در افغانستان «یوناما» در صفحۀ فیسبوکاش گفته است که این سازمان بیش از ۲۰۰ پرونده نقض حقوق بشری در برابر خبرنگاران را از ماه آگست سال ۲۰۲۱ میلادی تاکنون ثبت کرده است. به گفته یوناما، این پروندهها شامل بازداشتهای خودسرانه، بدرفتاری، تهدید و ارعاب میباشد.
✒: د پاکستان صدراعظم شهباز شریف چین ته سفر کړی او هلته یې د دې هیواد له ولسمشر شي جینپینگ سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو، پاکستان کې د چینایي وگړو د امنیت پر ټینگښت، دې هیواد کې د چین د پروژو پر چارو او یو شمیر نورو مسائلو خبرې کړي دي.
د ځینو راپورونو له مخې شهباز شریف او شي جینپینگ د افغانستان د وضعیت او دې هیواد ته د (CPEC) د غځولو په اړه هم خبرې کړي دي.
