No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د زابل عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د کابل-کندهار لویې لارې د کلات اړوند سیمو کې د یوې ټرافیکې پېښې پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

دا پېښه هغه مهال رامنځ‌ته شوې چې یو ټېلر له مازدا ډوله موټر سره چې د واده مراسمو لپاره په‌کې خلک سپاره و، ټکر وکړ.

: ‏په تېر حکومت کې د ملي پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په ټلېفوني خبرو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانستل کېدو او د "بین‌الافغاني" خبرو اترو پر اړتیا خبرې کړې دي.

‏د ښاغلي عبدالله پر فېسبوک‌پاڼه زیاته شوې، د دې خبرو پر مهال پر مهال له افغانانو سره د امریکا بشردوستانه مرستو په اړه هم بحث شوی دي.

: ‏د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې لړم میاشتې په وروستيو دوو ورځو کې له ایران څخه ۴زره ۸۲۲ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

: ‏هند له افغانستان بانک سره د تخنيکي مرستې په تړاو د ا.ا د چارواکو غوښتنه منلې ده. د افغانستان بانک رييس څه موده مخکې د هند د تخنيکي ډلې له مشر سره په کتنه کې د افغانستان له بانکي سيستم سره د هند د تخنيکي مرستې غوښتنه کړې وه چې اوس نوي ډيلي دا غوښتنه منلې او د مرستې ژمنه يې کړې ده.

: ‏د بادغیس د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د آبکمري ولسوالۍ په محمد خان سیمه کې د قیمتي ډبرو نوی کان کشف شوی دی. د بادغیس د کانونو او پټرولیم رییس سید شمس الدین نظامي وايي چې په دې کان کې قیمتي ډبرې لکه سره زر، سپین زر، مس، سورب او نور بېلابېل فلزات شتون لري.

: ‏افغان ډاکټر په هېواد کې د هغو څلور سوو ماشومانو وړیا درملنه کړې چې له کوچنیوالي یې د شونډو او تالو چاود درلوده. عبدالغفار غیور چې له ترکيې افغانستان ته راغلی، وايي، دا کار يې په څه کم دوو مياشتو کې کړی او موخه يې له بې‌وزلو سره مرسته ده.

: ‏کورنیو چارو وزارت وايي، د یونیفورم د وېش پر دوام یې تېره ورځ په میدان وردګو ولایت کې یو ۱۷۵۰ پولیسو ته یونیفورم وېشلی دی. له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت پولیسو ته ویل شوي، څو په هر ډول امنیتي شرایطو کې یونیفورم پر تن کړي.

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي د یوه تړون له مخې هند سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو هڅې کوي. د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي په دې وروستیو کې له هند سره یو تړون لاسلیک شوی چې له مخې یې دوی کولی شي د هوايي دهلیز له لارې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.

: روپا ته د خصوصي برخې له خوا د صادراتو له پيل سره هم مهاله، ۱۲ ټنه جلغوزې او ۸ ټنه کشمش او د پیستې مغز له هرات المان ته صادر شول. د وچې مېوې دغه جوپه د ځمکې له لارې د اسلام کلا له بندره ایران ته لېږدول کېږي او وروسته له ترکیې اروپا ته به ورسېږي.

: ‏انالینا بیرباک، وزیر امور خارجه آلمان روز یکشنبه در مصاحبه با تلویزیون ای‌آر‌دی گفت که آلمان و اتحادیه اروپا موضوع گنجاندن سپاه پاسداران انقلاب ایران، مهمترین نهاد نظامی این کشور، در فهرست سازمان‌های تروریستی را بررسی خواهند کرد.

: ‏رویترز به نقل از منابع آگاه گزارش داد که در بحبوحه تنش‌ها با بیجینگ، واشنگتن قصد دارد بمب‌افکن‌های بی ۵۲ را در شمال استرلیا مستقر کند.

به گفته منابع رویترز تاسیسات این بمب‌افکن‌ها در پایگاه تیندال نیروی هوایی استرالیا، در جنوب داروین، پایتخت قلمرو شمالی این کشور ایجاد خواهد شد.

: ‏خبرگزاری رویترز می‌گوید عقب‌نشینی روسیه از توافق صادرات غلات اوکراین از دریای سیاه بحران جهانی غذایی را عمیق‌تر می‌کند و باعث افزایش قیمت‌ها می‌شود.

روسیه روز شنبه در پی حمله اوکراین به ناوگانش در دریای سیاه، توافق انتقال غلات اوکراین را برای یک "مدت نامحدود" به تعلیق در آورد.

: آنتون گراشچنکو، مشاور وزیر کشور اوکراین در حساب کاربری خود در توییتر از حمله نیروهای روسی با موشک‌های کروز به اوکراین خبر داد و گفت: «صبح امروز روسیه 40 فروند موشک کروز به اوکراین شلیک کرد

ویتالی کلیچکو، شهردار کی‌یف، پایتخت اوکراین نیز در حساب تلگرامی خود نوشت: «در نتیجه حمله به تاسیسات زیرساختی، برق برخی نقاط پایتخت قطع شده است. در برخی مناطق آب وجود ندارد. تمامی واحدها به فعالیت خود ادامه می‌دهند

گفته می‌شود که در نتیجه حملات به شهرهای دیگر اوکراین نیز زیرساخت‌های حیاتی از جمله انرژی آسیب دیده است.

بر اساس گزارش رسانه‌های محلی اوکراین، صبح امروز صدای انفجار در شهرهای کی‌یف٬ زاپوریژیا، کرووگراد، خارکیف و اودسا شنیده شد.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه طی سخنانی در هشتمین کنگره پزشکی جهان تُرک که توسط سازمان کشورهای تُرک برگزار می‌شود، گفت: هدف ما این است که در چارچوب چشم‌انداز «قرن ترکیه» کشور را در زمینه خدمات بهداشتی بین‌المللی با برند «Health Türkiye» به بالاترین سطح برسانیم.

وی با اشاره به اینکه از هر 100 داروی مصرفی شهروندان 89 دارو در داخل کشور تولید می‌شود، تصریح کرد: در «قرن ترکیه» یکی از موفق‌ترین حوزه‌ها، بخش بهداشت و سلامت خواهد بود.

اردوغان همچنین گفت: 9.3 میلیون تن از کل غلات اوکراین در اختیار سایر کشورها قرار گرفته و اطمینان حاصل کردیم بحران غذا نسبتا کاهش یابد. اگرچه مسکو به‌دلیل عدم ارائه همان امکانات برای روسیه مردد است، اما ما به تلاش‌های خود برای خدمت به بشریت به‌طور مستمر ادامه خواهیم داد.

: ‏واکنش ایران به اعمال تحریم‌های جدید از سوی اروپا و آمریکا.

سخنگوی وزارت امور خارجه ایران در واکنش به اعمال تحریم‌های جدید از سوی اروپا و آمریکا گفت که اروپا نسبت به موضوعات داخلی ایران احساسی عمل نکند و شرط بندی غلط نداشته باشد.

: ‏د یونان صدراعظم د میکالیس پروتوپسالیتس په نوم هغه سړي نه ځانګړې مننه کړې چې څو اوونۍ وړاندې یې ۸۰ ډوب شوي افغانان له مرګه وژغورل.

دغه کس ته به د سمندري ځواکونو لخوا د ستاینې مراسم جوړ شي.

: ‏د جنوبي کوریا او امریکایي ځواکونو پراخ نظامي مانورونه پیل شول.

دې تمریناتو کې د دواړو خواو ۲۴۰ پرمختللو جنګي الوتکو برخه اخیستې.

: ‏د هند مالیې وزیره سیتارامڼ:

یوازې د ټکنالوژۍ په مرسته د انسان په ناپوهۍ ، جهالت او حرص غلبه ترلاسه کېدای شي.

وایي، د هند حکومت د ټکنالوژۍ ودې ته ژمن دی.

: ‏‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالی کمېشنرۍ دفتر وايي چې ۲.۸ ميليونه افغانان بهرنيو هېوادونو ته کډوال شوي او وضعيت ته په کتو د دې شمېرو د لوړيدو احتمال ډير دی.

: ‏د ټیسلا او سپېس ایکس کمپنیو مشر ایلون ماسک چې د ۴۴ میلیاردو ډالرو په بدل کې يې ټوېټر وپېره د یوه نوي پلان له مخې غواړي چې د ویریفای شويو حسابونو کاروونکي د ابي نښان یا ویري فای ساتلو لپاره هره میاشت نږدې ۲۰ ډالره تادیه کړي، که‌نه بلو ټېک یا ویري فای به بېرته ترې واخیستل شي.

: ‏ملګرو ملتونو د روسيې له لوري له اوکراينه د غلو د صادراتو تړون پر ځنډېدو خواشيني ښودلې ده. ملګرو ملتونو ويلي چې له اوکراينه د غلو صادراتو په نړۍ کې ۱۰۰ ميليونه خلک له سختې لوږې ژغورلي وو.

: ‏د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پر ټویټرپاڼه لیکلي چې ۲٫۸ مېلیونه افغانان له هېواده بهر په کډوالۍ کې ژوند کوي. د دې سازمان په خبره، په‌دې هېواد کې د کورنیو بې‌ځایه شویو شمېر ۳٫۴ مېلیونو تنو ته رسېږي.

: ‏د ماشومانو د خوندیتوب سازمان په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د روان مېلادي کال له جنوري میاشتې تر دې مهاله په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۴۷ سلنه ډېر شوی دی.

: ‏د هند په ګجرات کې د یوه کېبلي پله د نړېدو په پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ١٣٢ ته رسېدلی دی.

چارواکي وایي، د پېښې ډېری قربانیان ماشومان، ښځې او زاړه کسان دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک