ننگرهار: يو يتيم کورنۍ ته زرنج واخيستل شو
خوگياڼی، ننگرهار
یو بل ابتکار د اهل خیر ورونو او خویندو لخوا نن د هغه غريبي خور کور ته راغلم، چې د غربت په اعلَی درجه کې د ژوند په سختو حالتو کې بې يار او بی مددګاره ده. ډير زیات د افسوس ځای دی. الحمدلله د دوه کونډو کورنۍ د خپل کاروبار څښتن شو ستاسو لږ مرسته د يوې بيوزلې کورنۍ د ژوند حالت بدلولی شي قـدرمنو مسلمانانو! نن يو ځل بيا د اهل خیرو خویندو اورونو په مرسته مو داسی یوی کورنی ته د کار زمینه برابره کړه چې ډیر زیاد فقر او غربت سره مواجه وه ، چی دژوند له اسانتياوو څخه محروم د غربت او ستونزو سره لاس او ګرېوان وه تاسو بهتره معلومه ده چې دنظام بدلیدو سره زمونږ او ستاسی پر ژوند ډیر زیاد منفي اغیزي وغورځولی . ځموږ د اهل خیرو خویندو او ورونو په مرسته مو اکثرا کورنی ته خوراکی مواد ، نقدی روپی ویش ، دیتیم کفالت ، دایتامو د مکاتب فیس، د کار زمینه برابر کړی . اما الحمدالله دا ځل مو د منار د خویندو په مرسته د یو شهید دوه کونډو ته د کار زمینه برابره کره او هغوی ته مو یو زرنج واخیست ترڅو وکولای شی چی په همدا لاره خپل یتیم ماشومانو ته خپل نفقه پیدا کړی او د ژوند دمحرومیت او مجبوریت نه خلاص اوسی، الله پاک د ټولو هغه خویندو او ورونو ته د دی ستر کار بدله نصیب کی چی په دا سخت شرایط کی دیوی داسی کورنی لاس نیوای وکه چی د فقر او غربت په انتها کی وه . ، دخپلو بېوزلو او غريبو سره مرسته وکړۍ.
په احترام
د خدماتو دفتر
