No-IMG

چينګداړی چې په انګلیسي کې يې هالوين (Halloween) بولي

فريد بزگر

 

څو ځله مې هڅه وکړه چې د کونړ د چينګداړي او د اروپايی او امريکايی ټولنې د هالوين تر منځ په اړيکه ځان پوه کړم خو تر اوسه چا سم ځواب را نه کړای شو.

کله چې کوچنيان وو، د مني په همدې ورځو کې به د کونړ او ممکن د افغانستان په نورو ختيځو ولايتونو کې د چينګداړي په نامه د ساعتتيرۍ او ټوکو يو دود وو، چې د وچ شوي نري غاړي کدو به يې ډارونکي څهره (ماسک) جوړاوه، چې په کې به يې سترګې او پزه کوله او په خوله کې به يې ورله د غاښونو پر ځای ډکي ورکول. د کلي زلميان او کوچنيان به ماښام سره راټول او يو هلک به دغه څهره مخ ته نيولې وه او کور په کور به ډله ډله ګرځېدل او خلک به يې خندول، دا شعر به يې هم وايه:

له کومه راغلې

له کاشکوټه

په څه شي راغلې

په توره جوټه

د کور خاوند به ورته غنم، جوار، وربشي، ګوړه او یا بل څه ورکول. د کلي زلميانو به بیا دغه راټول شوي شيان په دکاندار پلورول او خواږه څه به يې پرې اخيستل او زلميانو او ماشومانو به بیا سره په ګډه خوړل.

دغې ته نسبتاً ورته دود په اروپا، امريکا او کاناډا کې هم شته، دوی د مني په دې موسم کې د کورونو مخې ته ډارونکې څهرې او نور څیزونه ږدي، کدوان يې هم سوري کړي وي چې خولې، سترګې او پزه لري، او په يوه مشخصه ورځ ماشومان ډارونکي او عجيب او غريب کالي اغوندي، په کورونو ګرځي او د کور والا ورله چاکليټ او نور خواږه ورکوي.

په دواړو دودونو کې ما ته اړيکه ښکاري خو را ته تر اوسه واضح شوې نه ده، ممکن د انګريزانو له وخته په کونړ او يا نورو ولاياتو کې دود شوي وي؟ که داسې وي نو انګريزان خو په هند کې له افغانستان څخه ډیر پاتې شوي دي، نو بیا به دا دود هلته هم وای؟ که کومه مذهبي ريښه لري هم باید په هند او پاکستان کې هم وای.

د څېړونکو لپاره ښه موضوع کېدای شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک