No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، له روسیې هېواد څخه د رېل ګاډو پر مټ د قرارداد شویو توکو د انتقال لپاره پوره چمتووالی لري.

‏د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د ځینو دولتي شرکتونو او خصوصي سکټور استازو سره یې په لیدنه کې له روسیې څخه هېواد ته د قرارداد شویو توکو په اړه خبرې کړې او دغه راز یې یوه کمېټه تشکیل کړې څو د وارداتو چارې په ښه ډول تعقیب کړي او پرې نه ږدي چې سږ کال ژمي کې د سون توکو او غنمو بیې لوړې شي.

: ‏د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمدندیم د دولتي پوهنتونونو رئیسانو او مسوولانو سره تعارفي ناسته کړې او هغوی یې خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي دي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، د مرکز رئیسانو په حضوري او د ولایتونو رئیسانو په انلاین بڼه په دې ناسته کې ګډون کړی و.

: ‏نن سهار د امربالمعروف وزارت کارکوونکو د بدخشان پوهنتون ښځینه محصلینو ته ځکه پوهنتون ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې چې د دې محصلینو په خبره دوی چادرۍ پر سر نه وې.

‏دوی په دغه تصویرونو کې چې کابل نیوز ته هم رارسېدلي؛ وايي نن سهار د امربالمعروف وزارت کارکوونکو د چادریو  د نه لرلو له کبله پوهنتون ته له ننوتو منع کړي دي.

: ‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي د شفافې ازموینې په ترڅ کې به ۸۰ کسان دغه وزارت ته جذب کړي خو د ازموینې ګډونوال نیوکه لري چې په دې پروسه کې د هر ډول درغلۍ امکان شته پدې دلیل چې د پخوا برخلاف ازموینه په انلاین بڼه نه اخیستل کېږي او همدا شېبه یې پایله نه معلومېږي.

: ‏د تخار امنیې قومندانۍ ویاند وايي، پرون (شنبه) د ‌دې ولایت چاه‌اب ولسوالۍ د انجیر کلي د «نورابه» کان پنځه کارګران مړه شوي. مبین ساپی زیاتوي، دې کان‌کېدونکو غوښتل د واګن په مرسته د کان ژور ځای ته ښکته شي، خو په همدې مهال کې د واګن کېبل پرې شوی او هلته مړه شوي دي.

: ‏د اوبو او انرژي وزارت مرستیال مجیب‌الرحمن عمر اخندزاده د ترکیې ۷۷ شرکت له استازي سره په کتنه کې د اوبو پروژو د پلي کولو او د لویو بندونو په ځانګړې توګه د کابل سروبې ۲ برېښنا بند او د کندهار په ارغستان کې د لورې بند د تخنیکي څېړنو په اړه خبرې کړې دي.

: د کابل درېیم مکروریانو مارکېټ کې د تېرې شپې اور لګېدنه

د سیمې اوسېدونکي وايي، دا اورلګېدنه ځاني تلفات نه‌لري، خو د دې مارکېټ هټیوالو ته سخت مالي زیانونه اوښتي دي.

: ‏اتحادیه صرافان سرای شهزاده کابل از قاچاق دالر به بیرون از افغانستان ابراز نگرانی می‌کند.

عبدالرحمان زیرک، سخنگوی این اتحادیه، می‌گوید قاچاق دالر اثرهای منفی بر اقتصاد کشور وارد می‌کند و نهادهای مسوول از قاچاق دالر جلوگیری کنند.

: ‏د ا.ا ویاند ترکیې ته د خپل سفر په لړ کې د دغه هېواد په یوې صنعتي کوجالي سیمه کې له سوداګرو او له افغانستان سره د خواخوږو یوې غونډه ګډون کې کړی.

ښاغلي مجاهد وايي د دغې مهمې سیمې ډېری خلک افغانستان کې د برېښنا، یتیمانو، معیوبینو او مصیبت ځپلو سره مرستې کوي او ګڼې پروژې لري.

: ‏په ننګرهار کې سږکال د جلغوزيو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی. د دغه ولایت سوداګر وايي چې د ۱۴۰ میليونه افغانیو په لګښت یې د جلال اباد ښار فارم هډې سیمه کې د جلغوزیو کاروبار پیل کړی چې نږدې ۵۰۰ کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شوې ده.

: ‏اسرائیلی‌ها روز سه‌شنبه برای شرکت در انتخابات پای صندوق‌های رای خواهند رفت. این پنجمین انتخاباتی است که در جریان چهار سال گذشته در این کشور برگزار می‌شود. از سال ۲۰۱۹ رقابت بین بنیامین نتانیاهو و احزاب مخالف او باعث شده اسرائیل در چرخه‌ای از انتخابات‌های جنجال‌برانگیز گیر بیفتد.

: ‏میشل عون که در زمان بحران مالی فاجعه‌بار این کشور و انفجار بیروت، مسئولیت ریاست جمهوری این کشور را به عهده داشت، قرار است کاخ ریاست جمهوری لبنان را ترک کند.

پاٰرلمان لبنان با برگزاری چهار جلسه تا کنون نتوانسته است درباره انتخاب نامزدی برای جانشینی او به توافق برسد.

: ‏در پی نشر ادعایی درباره شنود تلفن لیز تراس، نخست وزیر پیشین بریتانیا توسط هکرهای روسیه، مقامات دولت سایه بریتانیا خواهان تحقیقات فوری درباره این ادعا شدند.

دیلی میل روز شنبه گزارش داد که تلفن شخصی لیز تراس، هنگامی که وزیر خارجه بریتانیا بود، توسط هکرهای روسیه شنود شده است.

: ‏انجلینا جولی، هنرپیشه برجسته امریکایی با انتشار متن فارسی و ترجمه انگلیسی شعری از حمید مصدق، از خیزش سراسری مردم ایران حمایت کرد.

خانم جولی روز یکشنبه در انستاگرام نوشت: "امروز به جوانان ایرانی فکر می‌کنم که شجاعانه در برابر دهه‌ها سوء استفاده و سرکوب وحشیانه زنان ایستاده‌اند."

: ‏پاکستان و امریکا اعلام کردند یک شهروند پاکستانی پس از ۱۸ سال از زندان گوانتانامو آزاد شده و روز شنبه به خانه‌اش برگشته است.

سیف‌الله پاراچا، بازرگان ۷۵ ساله پاکستانی به اتهام ارتباط با القاعده در سال ۲۰۰۳ از تایلند بازداشت شد.

امریکا گفته آزادی او  تهدیدی به امنیت امریکا نیست.

: ‏په جنوبي کوریا کې د بېړنیو چارو مسوولین وایي په پلازمېنه سیول کې د هالووین جشن د نمانځلو پر مهال په ټیل ماټیل کې چې ډیری پکې ځوانان راټول شوي و، ۱۴۶ تنه وژل شوي او د ۱۵۰ څخه ډیر ټپي شوي دي.

: ‏روسيې له اوکراينه د غنمو د صادراتو تړون ځنډولی دی. روسي چارواکو دا پرېکړه تر هغې وروسته کړې چې د اوکراين له لوري يې پر خپلې يوې بېړۍ د ډرون د پراخو بريدونو ادعا وکړه.

: ‏د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مسووله دومینیک هاید د افغانانو د بشري اړتیاوو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په هدف کابل ته راغلې. هغې ویلي چې اوسمهال په کابل کې ده او په دې سفر کې به له مسوولینو او یو شمېر افغان مېرمنو سره وګوري.

: ‏کمیشنری عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندگان در صفحۀ تویتراش نگاشته است که این سازمان امسال به چهار اعشاریه شش میلیون تن در افغانستان کمک‌های نقدی و لوازم خانه را فراهم کرده است.

: ‏په سوماليا کې د دوو موټربم چاودنو په پایله کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپيان دي.

 رويټرز خبري اژانس وايي، پرون د سوماليا په پلازمينه موګاديشو کې لومړی د هغه هېواد د پوهنې وزارت ديوال ته څېرمه موټربم بريد ‏او ورپسې د غرمې مهال د يوه رستورانت مخې ته چاودنه وشوه چې له کبله يې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپيان شول.

د بريد د قربانيانو لويه برخه ملکي وګړي دي. د چاودنو پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

: ‏جوزپ بورل، مسئول سیاست خارجی اتحادیه اروپا روز یکشنبه، ۸ عقرب از روسیه خواست تصمیم خود برای خروج از توافق انتقال غلات اوکراین از دریای سیا به میانجیگری سازمان ملل را لغو کند.

آقای بورل در صفحه توییتر خود نوشت که این اقدام مسکو تلاش‌ها برای کاهش بحران جهانی غذا را تضعیف می‌کند.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک