حکمتيار: په ټولني كي د فقر او لوږې عامل د انسانانو ظالمانه تصرفات دي
الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلامٌ علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ وَلَكِنْ كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ 96 الأعراف: 96 صدق الله العظيم
الله تعالىٰ فرمايلي:
كه كليوالو ايمان راوړى وى او تقوا ئې درلودى نو موږ به حتماً د آسمانونو او د زمكي د بركتونو (دروازې د دوى پر مخ) پرانيستې وې، خو دوى دروغ وگڼلو، نو په هغه څه مو ونيول چي دوى كول.
په دې مبارك آيت كي د رزق او روزي د وفرت او قلت، زياتوالي او كموالي په اړه د الله تعالىٰ يو ثابت او نه بدلېدونكى سنت زموږ مخي ته ايښودل شوى؛ چي وايي:
كه خلك ايمان راوړي او د تقوىٰ لار غوره كړي نو الله تعالىٰ به د آسمانونو او زمكي د بركاتو دروازې د دوى پر مخ پرانيزي، دواړه به په سخاوت او پراخ لاس سره خپل بركات د دوى مخي ته ږدي، آسمان به له بركته ډك ورښتونه پرې وروي او زمكه به له بركت ډكي مېوې او دانې ورته راټوكوي.
خو كه دوى د الٰهي دين د تكذيب لار اختيار كړي، د ايمان پر ځاى د كفر او د تقوىٰ پر ځاى د ظلم، فسق او فساد لار؛ نو د خپلو كړنو په وجه دي الٰهي عذاب ته منتظر وي.
راشئ پر دې غور وكړو چي ايمان او تقوىٰ څه دي او څنگه د دې باعث كېږي چي د زمكي او آسمان د بركتونو دروازې د مؤمن او متقي بندگانو په وړاندي پرانستل شي؟ آيا د تقوىٰ معنىٰ ورځني عبادات او ذكر او اوراد دي؟ او كه داسي څه چي د رزق او روزي لاس ته راوړلو له لارو چارو سره ئې خاص تعلق دئ؟ نه يوازي په دې آيت كي بلكي په نورو آيتونو كي هم گورو چي الله تعالىٰ تقوىٰ په اړه فرمايلي:
.... وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا2 وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ ... الطلاق: 2- 3
او څوك چي له الله تقوىٰ او ځان ساتنه وكړي؛ نو (له محاصرو او بنديزونو) د وتلو لار به ورته برابره او له داسي لوري به روزي وركړي چي گمان ئې نشي كولى.
د تقوىٰ لغوي معنىٰ ځان ساتنه ده؛ له الله تعالىٰ تقوىٰ يعني له هغه څه ځان ساتل چي د الٰهي لارښوونو خلاف وي؛ له هغه څه اجتناب كول چي الله تعالىٰ حرام كړي؛ د رزق او روزي تر لاسه كولو لپاره هغه حلالي لاري چاري غوره كول چي دين راښودلې، په خپل حلال رزق اكتفاء كول، له بل چا طمع نه درلودل او د سوال لاس نه اوږدول؛ له غلا، رشوت، غصب، سود، ظلم او خيانت ډډه كول.
په ټولني كي د فقر، مسكنت او لوږي عوامل دا نه دي چي گواكي الله تعالىٰ په زمكي كي د رزق او روزي كافي توكي نه دي پيدا كړي؛ بلكي عامل ئې د انسانانو ظالمانه تصرفات دي؛ انسان په خپل لاس د رزق او روزي دروازې پر خپل مخ تړي؛ كه هغه ظلم او فساد ونه كړي؛ نو نه به د آسمان د بركتونو دروازې ورته وتړل شي او نه د زمكي؛ دا نن كه په افغانستان كي فقر او لوږه ده؛ عوامل ئې څرگند دي؛ هغه اوږد جنگ ئې يو اساسي عامل دئ چي د استعماري ځواكونو له لوري او زموږ د شتمنيو د غارت په موخه پر افغانانو تپل شوى؛ ظالم او مفسد حكومتونه ئې بل عامل دئ چي د افغانانو په لوټلو بوخت ول؛ د واكمنو مجلل قصرونه، ستر ستر ښار گوټي، سمسور باغونه، په بهرنيو بانكونو كي د دوى پرېمانه شتمني؛ دا نه د دوى د زيار له كبله دي او نه ئې د هنر او كمال له كبله؛ بلكي د عام ولس د شتمنيو د غارت او تالان له كبله دي؛ كه د افغانستان غارت شوې شتمني بېرته افغانانو ته په لاس ورشي، د ظالمانه تصرفاتو مخنيوى وشي او افغانان پرېښودل شي چي د خپلي خوښي اسلامي نظام ولري او له خپلو پراخو او پرېمانه زېرمو سمه او عادلانه استفاده وكړي؛ نو يقيناً چي زموږ ټولي اقتصادي ستونزي حل كېږي او نورو ته له احتياج ژغورل كېږو.
قرآن په مخكني آيت پسي متصل فرمايي:
أَفَأَمِنَ أَهْلُ الْقُرَى أَنْ يَأْتِيَهُمْ بَأْسُنَا بَيَاتًا وَهُمْ نَائِمُونَ 97 أَوَأَمِنَ أَهْلُ الْقُرَى أَنْ يَأْتِيَهُمْ بَأْسُنَا ضُحًى وَهُمْ يَلْعَبُونَ 98 أَفَأَمِنُوا مَكْرَ اللَّهِ فَلا يَأْمَنُ مَكْرَ اللَّهِ إِلا الْقَوْمُ الْخَاسِرُونَ 100
آيا كليوال له دې ځان خوندي گڼي چي د شپې له لوري زموږ عذاب پرې راشي؛ په داسي حال كي چي ويده وي؟ او آيا كليوال له دې ځان خوندي گڼي چي په غرمه كي زموږ عذاب پرې راشي؛ په داسي حال كي چي په لوبو بوخت وي. نو آيا د الله له پټ تدبير ځان مصون گڼي؟ له زيانمن قوم پرته هيڅوك د الله له پټ تدبير ځان مصون نه بولي.
له دې مباركو آيتونو په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي د هري انساني ټولني بد اقتصادي او اجتماعي وضعيت؛ فقر او ناامني؛ د دوى له ظلمونو او گناهونو سره تړاو لري؛ عوامل ئې دوى په خپله رامنځته كړي؛ يوه ډله ئې په فساد او عصيان كي جري او جسور شوې او بله ډله ئې ظلم ته غاړه ايښې او ظالمانو ته تسليم شوې؛ دواړه دوكه شوې او د مستقبل له بدو پايلو غافل شوې؛ نو ځكه په دې آيتونو كه په ډېره اغېزناكه توگه د دې مزعوم مصونيت په اړه د دوى انگېرنه رد شوې؛ هغو ته چي بې باكه دي او له الٰهي عذاب ځان خوندي گڼي ويل شوي:
آيا له دې ځان خوندي گڼئ چي د شپې له لوري كوم الٰهي عذاب درباندي راشي، په داسي حال كي چي په خواږه خوب ويده او له هر څه غافل يئ؟
آيا له دې ځان خوندي گڼئ چي په غرمه كي كوم الٰهي عذاب درباندي راشي په داسي حال كي چي په لوبو بوخت يئ؟
آيا داسي تدابير مو نيولي چي د الله له پټ تدبير مو خوندي وساتي؟
هر څوك چي په خپلو تدبيرونو دومره مغرور شوى چي د الله له پټ تدبير ئې ځان مصون گڼلى؛ هغه ځان ته زيان رسولى؛ هر څوك چي پر خپل بد اجتماعي وضعيت راضى شوى او ظلم او بې عدالتي ته ئې غاړه ايښې؛ هغه په تدريجي مرگ محكوم شوى؛ يو له ډېر غرور په لوبو مصروف شوى او بل تخدير شوى او د غفلت په خوب ويده شوى؛ دواړه له گډ برخليك؛ او عام الٰهي عذاب سره مخامخ شوي.
د آيت په آخري برخي كي ويل شوي: فأخذناهم بما كانو يكسبون: نو د هغه څه له كبله مو مؤاخذه كړل چي دوى كول؛ يعني د رزق او روزي اړوند مصيبتونه او عذابونه چي پر دوى نازل شوي؛ عامل ئې د دوى كړني وې؛ د دوى خپل ظلم او فساد، د دوى د نظام او واكمنو ظلمونه او فسادونه، چا ظلم كړى، چا د ظالم او مفسد ملگرتيا كړي، چا د ظالم او ظلم په وړاندي سر ټيټ كړى او له مخالفت او مقابلې ئې ډډه كړي؛ له دې كبله په الٰهي عذاب اخته شوي او له فقر، لوږي او مسكنت سره مخامخ شوي.
