No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد استانبول کې د افغانستان اړوند اسلامي موسساتو نړیوال کنفرانس کې وویل، چې غرب موږ سره په رسنیزه جګړه بوخت دی؛ په غربي رسنیو باور مه کوئ.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورټر ریچارډ بېنټ مو په هغو ټولو ادارو وګرځاوه، ‏چې ده اندېښنه لرله، خو بېنټ ملګرو ملتونو شورا ته دروغجن او مغرض راپور وړاندې کړ، چې موږ یې حیران کړو.

: ‏اسلامي امارت د ایران د شیراز ښار په "شاه چراغ زیارت" کې پر زیارت کوونکو او لمونځ کوونکو وروستی برید په کلکو ټکو غندلی او په دې اړه یې د قربانیانو له کورنیو او ایراني ولس سره  خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، "  متأسفانه چې تکفیري فتنه ګرو په افغانستان کې هم څو ځله بې ګناه خلک په نښه کړي، هغوی د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي."

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د ټلیفون له لارې د افغانستان په روانو حالاتو خبرې کړې دي.

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وايي، په دې ټلیفوني خبرو کې د نجونو د متوسطه او لیسه ښوونځیو پر ژر تر ژره پرانیستلو ټینگار شوی دی.

‏په ورته مهال دواړو خواوو د تل پاتې سولې او ثبات د ټینگښت لپاره د بین الافغاني مذاکراتو پر اړتیا هم نظرونه تبادله کړي دي.

: ‏د ترکيې د بشر دوستانه مرستو سازمان نن په کندهار ولایت کې له هغو معلولینو سره د ۵۰۰ وېلچېرونه مرسته وکړه چې د جګړو او چاودنو له امله يې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي دي.

: ‏د حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د حاجیانو د پاتې پیسو د ورکړې لړۍ په ختمېدو ده او تر دې مهاله ۱۱زره او ۶۲۸ حاجیانو خپلې پاتې پیسې تر لاسه کړې دي. دغه وزارت له هغو حاجیانو، چې لا یې خپلې پاتې پیسې نه دي ترلاسه کړې، غوښتي چې دې وزارت ته مراجعه وکړي.

: ‏د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د ګازو دویم کان کشف شوی دی. د بادغیس ځايي چارواکي وايي، چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په دغه ولایت کې د ګازو د دوو کانونو له کشف کېدو وروسته، کانونو او پټرولیم وزارت د څېړنې په موخه بادغیس ته تخنیکي ټیم لېږلی دی.

: ‏کابل لپاره د پاکستان نوي سفیر خپل خارجه وزیر ته ژمنه سپارلې چې د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال هڅې به چټکې کړي.

: ‏د کاناډا د کډوالو وزیر شان فریزر:

۲۳ نیم زره افغانان مو تر اوسه کاناډا ته رارسولي او د ۲۰۲۳ کال تر اخره به ۴۰ زره پوره کړو.

: ‏د پاکستان صدراعظم:

کاش هر چاته په لاس غځولو مجبور نه وای.

وایي، هر چاسره چې مخامخ شو ترې غواړو یې.

: ‏پوتین: د براکس هیوادونو ګروپ کې د سعودي عرب د شمولیت ملاتړ کوم او روس به له دغه هېواد سره اړیکې پراخه کړي.

: ‏د زمبابوې ولسمشر له بیګاني میچ ګټلو وروسته د پاکستاني مسټربین مینه وال انځور سره لیکلي:

پاکستان باید موږ سره بل میچ ته اصلي مسټر بین (مسخره) راولېږي.

د پاکستان صدراعظم ورته لیکلي، موږ اصلي مسټربین نه لرو، خو روحیه لرو.

: ‏پاکستاني چارواکي وايي له افغانستان سره یې سوداګري سږ کال دوه چنده شوې ده. دوی وايي چې په تېرو دریو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان سوداګري ۱۶۱ میلیونو ډالرو ته رسېدلې. د پاکستاني چارواکو په خبره تېر کال د اوړي په دریو میاشتو کې دا سوداګري شاوخوا ۹۱ میلیونه ډالره وه.

: ‏د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، په افغانستان کې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی. اوتونبایووا د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د ایجادولو فوري اړتیا ته په اشاره ویلي، افغانان باید داسې احساس ونه‌کړي چې یوازې پرېښودل شوي دي.

: ‏د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشرانو په لاهور کې تر ستر لاریون پيلولو مخکې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د دغه هېواد بری او ماتې په همدغه لاریون پورې تړلی دی او له خلکو یې غوښتي چې که د نظام بدلول غواړي نو بهر دې راووځي او له دوی سره دې لاریون کې ګډون وکړي.

: ‏روزنامه "آستانه تایمز" در گزارشی می‌گوید که در نشست منطقه‌ای آسیای مرکزی و اتحادیه اروپا که با اشتراک مقام‌های بلندپایه پنج کشور آسیای مرکزی و رییس شورای اروپا برگزار شده بود، از "اوضاع افغانستان" نگرانی شده‌است.

‏اشتراک کنندگان، احترام به حقوق بشر و آزادی‌های بنیادی همه شهروندان به خصوص زنان و اقلیت‌ها را در افغانستان، یک نیاز دانسته‌اند.

: ‏صندوق حمایت از کودکان سازمان ملل متحد یا یونیسف در تویترش گفته‌است که پنج میلیون دالر دنمارک و پنج میلیون دالر دیگر کوریای جنوبی برای آموزش پسران و دختران آسیب‌پذیر در افغانستان، کمک کرده‌اند.

‏یونیسف افغانستان در رشته تویتی با تاکید بر اینکه حمایت از آموزگاران سبب رشد داشن‌آموزان می‌شود، گفته‌است که این پول بیشتر در بخش ایجاد و حمایت از صنف‌های محلی در برنامه "سی‌بی‌اس" به مصرف می‌رسند.

: ‏فېلېپین کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي.

: ‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د جګپوړو استخباراتي او امنیتي چارواکو غونډې ته ویلي، داعش او نورې ترهګرې ډلې منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ورتلو هڅه کوي.

‏پوتین زیاته کړې " ترهګر د ګډو ګټو خپلواکو هیوادونو ته د نفوذ کولو او هلته د پټو شبکو جوړولو هڅه کوي. د دې افراطي ډلو تمرکز په افغانستان کې په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې دی چې د منځنۍ آسیا هیوادونو سره په ګډه پوله پرتې دي چې د سیمې په هیوادونو د احتمالي حملې خطر ترې پیدا کیږي."

: ‏د «ټیسلا» او «سپیس ایکس» کمپنیو مشر ایلون ماسک د ۴۴ میلیاردو ډالرو په بدل کې ټوېټر وپېره او رسماً د دې شبکې نوی اجرائیوي رئیس شو.

نوموړي د ټویټر کمپنۍ مرکزي دفتر ته تللی او د دې کمپنۍ اجرایوي او مالي رئیسان یې له دندو لیرې او له کمپنۍ څخه وایستل.

: ‏د منځنۍ اسیا او اروپايي ټولنې د سیمه ایزې ناستې ګډونوالو د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

‏د رسنیو د راپورونو په حواله؛ په دې ناسته کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو سربېره د اروپايي شورا مشر هم ګډون کړی او په افغانستان کې یې بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی یوه مهمه اړتیا بللې ده.

: ‏د ترکیې د علماوو مشر ښاغلی عبدالوهاب اکنجي د استانبول نړیوال کنفرانس کې وویل، چې افغانانو سره موږ ولاړ نه؛ بلکې د خپل وجود برخه یې ګڼو.

ښاغلي اکنجي زیاته کړه، چې افغانانو شهکاره ازادي ترلاسه کړې، افغانان نړۍ کې د قربانۍ او ازادۍ برجسته مثال دی.

ښاغلي اکنجي خپلو خبرو کې ‏دا هم وویل، چې اوس د دوښمنانو د توطیو دفعې، اسلامي نظام استحکام او افغان ملت ته د پاداش ورکولو وخت دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک