No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏دفاع وزارت وایي، نن سهار ناپېژانده وسله والو په هرات ښار کې د ۲۰۷ الفارق قول اردو د صحي پرسونل په یوه کاسټر ډوله موټر برید وکړ، چې له امله یې ۵ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا کاپیسا ولایت ته تللې او له سیمه ییزو چارواکو، علماوو او قومي مخورو سربېره یې له ښځینه ښوونکو او د نجونو له یوه ښوونځي هم لیدنه کړې ده.

نوموړې ویلي، نجونې باید له شپږم پورته ټولګیو کې د زده کړو د دوام اجازه ولري.

‏هغې زیاته کړې افغانان باید داسې احساس ونکړي چې یوازې  پریښودل شوي.

: ‏په افغانستان کې د ترکیې سفیر د پوهنې وزارت سرپرست سره لیدلي دي.

د پوهنې وزارت وایي، ددې لیدنې پر مهال د ترکیې سفیر ویلي چې د ترکیې د معارف بنسټ چمتو دی هغه هوکړه لیک تعدیل کړي، چې په ۲۰۱۸م کال د ترکیې د معارف بنسټ او د پخواني حکومت تر منځ لاسلیک شوی و.

: ‏امارت اسلامی در خبرنامه‌یی، اظهارات ریچارد بنت، گزارشگر ویژه شورای حقوق بشر سازمان ملل برای افغانستان را در هفتادوهفتمین مجمع عمومی سازمان ملل به دور از حقیقت می‌داند.

: ‏سخنگوی امارت اسلامی در خبرنامه‌ی گفته است که مولوی هبة الله اخندزاده، رهبر امارت اسلامی با عالمان دین و بزرگان قومی اندرابِ ولایت بغلان و تخار دیدار کرده است و در این دیدار، اشتراک کنندگان دربارۀ وضعیت مناطق‌شان با رهبر امارت اسلامی گفت‌وگو کردند.

: ‏ریاست دفتر ریاست الوزراء در صفحه تویتراش نگاشته است که مولوی عبدالکبیر، معاون سیاسی ریاست الوزراء بعد از ظهر امروز با جهاد ارگین‌آی، سفیر ترکیه برای افغانستان دیدار کرده‌است ‏در این دیدار، معاون سیاسی رییس الوزراء از تلاش‌های ترکیه در روند قلب آسیا، کار ترمیم خانقاه پدر مولانا در بلخ، کمک‌های بشردوستانه و عملی سازی برنامه‌های توسعه‌یی ترکیه در افغانستان سپاس‌گزاری کرد و بر گسترش روابط میان دو کشور تاکید ورزید.

: ‏یک داکتر در بلخ از سوی افراد مسلح ناشناس کشته شد.

سخنگوی قوماندانی پولیس بلخ با تایید این رویداد، می‌گوید که داکتر اسدالله شارق، پروفیسور جراحی عمومی شفاخانه ابو علی سینای بلخی هنگامی مورد حمله قرار گرفت که بسوی خانه‌اش در حرکت بود و در این حمله راننده او نیز زخم برداشته‌است.

: ‏د هرات په صنعتي پارکونو کې د ۵۰ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت څلور فابريکې جوړې او فعالې شوې دي. دا فابريکې هرات ته د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزير نورالدين عزيزي د سفر پر مهال پرانيستل شوې دي.

: ‏د بنګله دیش چارواکي وايي په دغه هېواد کې د یوه سمندري توپان له امله د مړو شمېر له ۲۴ اوښتی دی او شاوخوا اته میلیونه خلکو ته د برېښنا لیږد پرې شوی دی.لس زره کورونو ته زیان اوښتی، له ۶۰۰۰ هکتاره زیاتې کرهنیزې ځمکې او فصلونه ویجاړ شوي او په زرګونو د کبانو فارمونه له منځه تللي دي.

: ‏سیګار په خپل یوه تازه راپور کې د افغانستان د نجونو د ښوونځیو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. په دغه راپور کې راغلي چې، د نجونو پر زده کړو محدودیتونو تر اوسه بدې پایلې لرلې دي او له امله یې د نجونو زده کوونکو شمېر ورسره خورا راکم شوی دی.

: ‏امريکا د بهرنيو چارو او خزانې وزارتونو د ايران پر ۱۴ چارواکو او دريو ادارو نوي بنديزونه لګولي دي. په چارواکو کې درې د سپاه پاسداران قوماندانان او اووه تنه د زندانونو د تنظيم مسوولين شامل دي.

: ‏د خوړو نړیوال سازمان وایي، چې راتلونکې میاشت به افغانستان ته د دېرش زره ټنه اوړو لومړۍ برخه ولېږدول شي. د خوړو نړیوال سازمان اتیا زره ټنه غنم له اوکراین څخه اخیستې دي چې له اوړه کېدو وروسته شپېته زره ټنه کېږي. د دې مرستو پوره نیمایي افغانستان ته بېله شوې ده.

: ‏روسیې د اوکراین په مختلفو سیمو کې خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې ده. د اوکراین د پوځ په وینا پرون روسیي ځواکونو په لږ تر لږه څلوېښت سیمو برید کړی دی. دغه راز اوکرایني ځواکونه د خیرسون پر ستراتیژیک ښار د برید لپاره چمتوالی نیسي.

: ‏روسي پوځيانو نن د اوکراين پر پلازمېنې کيېف ښار تازه بريدونه کړي دي. د کيېف والي اوليکسي کوليبا پر ټليګرام خپاره کړي بيان کې ويلي چې په بريدونو کې مختلفې سيمې په نښه شوې دي.

: ‏د کاناډا د وګړو او تابعيت ادارې ويلي چې پرون يې له پاکستان او تاجکستان څخه ۶۶۸ نور افغانان هم انتقال کړي دي. يادې ادارې نن د يوه بيان په خپرولو سره ويلي چې پرون يې په دوو ځانګړو پروازونو کې ۳۱۸ افغان کډوال له اسلام اباده او ۳۵۰ نور بيا له دوشنبې کاناډا ته انتقال کړي دي.

: ‏رویترز گزارش داده است که داعش مسوولیت حمله بر زیارتگاه در شهر شیراز ایران را به عهده گرفته است. در این حمله ۱۵ تن جان باختند و بیش از ۲۰ تن دیگر زخم برداشته اند.

: ‏روسیې پر یوکراین تر حملې وروسته د لومړي ځل لپاره اټومي تمرینات کړي او ولسمشر ولادیمیر پوتین د ویډیو له لارې له دغو تمریناتو لیدنه کړې ده.

هاخوا ناټو هم په پام کې لري په شمال لویدیځه اروپا کې خپل اټومي تمرینات وکړي.

: ‏د ایران په فارس کې د شعیه گانو پر یوه زیارت د برید په پای کې لسگونه تنه وژل شوي دي.

‏ایراني چارواکي وایي چې پرون یو شمیر وسله وال بهرنیو ترهگرو د دې هیواد فارس ولایت کې پر شاه چراغ زیارت برید کړی ۱۵ تنه یې وژلي او ۴۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د رویټرز د راپور پر اساس داعش ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

: ‏افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت ویلي په افغانستان کې چې د نجونو او ښځو حقونو په برخه کې کوم شاتگ شوی په تاریخ کې ساری نلري.

‏ریچارد بنت ویلي چې په ملي او ولایتي سطحه د طالبانو ترمنځ توپیرونه موجود دي، ده ویلي چې په کابل کې یې له یو شمیر وزیرانو سره کتلي خو په وینا یې امکان لري دغه چارواکي د کندهار استازیتوب ونکړي او یا نظرونه یې متفاوت وي.

‏بلخوا بیا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسلامي امارت د څیړنو او واقعیت موندلو لپاره د ملگرو ملتونو بشري حقونو ادارو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي خو یادې ادارې د اوازو او مجازي سرچینو پر بنسټ راپورنونه جوړوي چې له امله یې پر ځان باور له منځه وړي.

: ‏د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال «اولیگ سیرومولتوف» ویلي چې امریکا او متحدین یې اوس په محتاطانه توگه هڅه کوي څو افغانستان او سیمه کې ناامني راولي.

‏«اولیگ سیرومولتوف» ویلي چې د داعش خراسان ډلې له یو نیم کال راهیسې د نړیوال خلافت لپاره خپل پروپاگند ډیر کړی چې پکې تمرکز د افغان ملت اقلیتونو په نښه کولو، د افغانستان په گاونډیو بریدونو او او د روسیې خلاف د احساساتو پر راپارولو دی.

‏نوموړي ویلي چې داعش خراسان ډله اوس ۶ زره جنگیالي لري، د نړۍ په سطح غښتلې اړیکې لري او ترې تر ټولو لوی گواښ متوجه دی.

: ‏په افغانستان کې د اسټرالیایي ځانگړو ځواکونو د جنگي جنایاتو تر افشا کیدو شاوخوا ۶ کاله وروسته نن د جنایتکارانو پر ځای د اسټرالیا په «کنبیرا» کې د دغو جنایتونو افشاکوونکی دیویډ مکبراید محاکمه کیږي.

‏مکبراید په ۲۰۱۷ کال کې له اسټرالیالي «اې بي سي» رسنۍ سره په افغانستان کې د اسټرالیا ځانگړو ځواکونو جنگي جنایاتو شواهد شریک کړل چې له امله یې زنداني شو او اوس په محکمه کې د ۵۰ کلونو بند سزا سره مخ دی.

‏په ورته مهال «اې بي سي» اسټرالیایي رسنۍ هم په افغانستان کې د اسټرالیایي سرتیرو د جنایاتو د نشرولو له امله د دې هیواد د حکومت او پوځ تر فشار لاندې ده او پر وړاندې یې په محاکمو کې قضیې ثبت شوي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک