No-IMG

ورور حکمتيار له ديني، جهادي، قومي مشرانو او شخصيتونو سره وليدل

پنج‌شنبه د عقرب/لړم ۵مه، ۱۴۰۱ھ‌ش:

د حزب اسلامي افغانستان  محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن له غرمې مخکې په څو جلا-جلا کتنو کې د کاپيسا ولايت له ديني عالم مولوي دادمحمد، د پکتيا ولايت له قومي مخور ښاغلي کفتان اخلاص، د کندهار ولايت له جهادي او قومي مشر ښاغلي نقیب الله اخون‌زاده، د پروان ولايت له جهادي قومندان ښاغلي عبدالغفور، د کندهار ولايت له قومي مشر حاجي عابد، د هلمند له ولايتي أمير او مشهور جهادي شخصیت حاجي صاحب حفیظ الله خان، د ښاغلي انجينير ذبیح الله په مشرۍ د غزني ولايت له يو شمېر علمي شخصيتونو او سياسي فعالانو او همداراز د «اخلاصمندان» پر نوم د يو خيريه بنسټ له مسئولينو او رضاکارانو سره وکتل.

په دغو کتنو پر ګڼ‌شمېر مهمو سياسي، اقتصادي او اجتماعي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

ښاغلي حکمتيار په يادو ملاقاتونو کې ځينو پوښتنو او ټولنیزو اندېښنو ته په پام سره وويل:

که څه هم په ظاهره وضعيت يو څه ګونګ او مبهم برېښي، أمّا په مجموع کې تر پخواني وضعيت ښه دی، ښه خبره داده چې افغانانو ته د وضعيت ښه‌والي فرصت په لاس ورغلی او حتیّ الوسع بايد له دې فرصته ګټه واخلي او په ګډه يو داسې نظام جوړ کړي چې د جهاد او مبارزې ستر اهداف په‌کې خوندي شي.

نوموړي زياته کړه:

فعلاً مهم او اساسي کار دادی چې ټول اسلام‌پال لوري په مشترک ډول د يو مُقتدر او واقعي اسلامي نظام د جوړېدو له‌پاره مټې ونغاړي او داسې يو منلی اسلامي نظام تأسیس کړي چې ټول خلک يې د آقا او بادار پر ځای خپل خادم وگڼي، هېڅ‌څوک په‌کې د وېرې او ډار احساس ونه‌کړي، او هېڅ‌څوک يې د خدمت او شفقت له سيوري محروم نه‌شي.

هغه همداراز په اوسني نظام کې د حزب اسلامي رول ته په إشارې سره وويل:

له فعلي نظام غيرمشروط حمايت کوو، په اقتدار کې ونډه نه‌غواړو، حمايت يې يوازې د الله تعالىٰ د رضا او د خپلې سپېڅلې داعيې له مخې کوو. د خير په کار کې يې مرسته کوو او د غلطۍ په صورت کې يې په أحسن شکل تصحيح پر ځان لازمه گڼو، همدا مو د إيمان، عقيدې او سپېڅلې مبارزې غوښتنه او تقاضیٰ ده او پر ځای کولو ته يې په تمامه معنیٰ ژمن يو.

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک