مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: په افغانستان کې د شاوخوا ۲ میلیونه نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو ۴۰۰ ورځې پوره شوې.
د نجونو ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو د ۴۰۰ ورځو پوره کېدو سره هممال زده کوونکې وايي، چې دوی ۴۰۰ ورځې په دې تمه تېرې کړې چې ګوندې ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړل شي.
په همدې حال کې یو شمېر کورنۍ وايي، ددې وضعیت په دوام ښايي د خپلو اولادونو د تعلیم لپاره نورو هېوادونو ته کډوال شي.
✒: د دفاع وزارت د خبرپاڼې په اساس، مولوي محمد شفیق د سردار محمد داود خان روغتون د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
✒: د غزني ولایت په قره باغ، اببند، خوګیاني، واغظ، اندړ، دهیک، خواجه عمري، مقر او ګیلان ولسوالیو کې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د اته میلیونه افغانیو په لګښت د لسو ښوونځيو ودانۍ بیا رغول کیږي.
✒: افغان ډاکتر غفار غیور ، چې په دې وروستیو کې له ترکیې څخه افغانستان ته راستون شوی، په هلمند ولایت کې له ۲۰۰ څخه د ډېرو هغو ماشومانو، چې د شونډو د بېلوالي پر ناروغۍ اخته دي، درملنه کوي. غیور وايي، د هغو ماشومانو درملنه کوي، چې کورنۍ یې بېوسې وي.
✒: د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي وايي چې د افغانستان لوبډله په نړیوال جام کې د پرمختګ چانس لري. محمد نبي له نیوزلنډ سره د سبانۍ لوبې په اړه وايي که لومړۍ یې توپ وهنه وکړه، تر ۱۵۰ پورې به هدف وټاکي او که یې بالېنګ کاوه، مقابل لوری به تر ۱۵۰ په کمو منډو وسوځوي.
✒: کندهار کې د نشه يي توکو پر ځای د پنبې کښت ته لوالتیا زیاته شوې ده. د کندهار د کرنې ریاست د کرنیزو محصولاتو امر وايي چې سږ کال په کندهار کې د ۴۸۰۰ میټریک ټنه د پنبې د حاصلاتو اټکل شوی دی.
✒: د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست فقیرمحمد زیار وايي چې له دې وروسته به نوې چاپېدونکې برېښنايي پېژندپاڼې د کورنیو چارو وزارت د نوم پرځای د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په نوم چاپ شي.
✒: په برېښنايي ډول د عوایدو راټولولو تړون لاسلیک شو، د مالیې وزارت، احصایې او معلوماتو ملي ادارې او افغانستان بانک تر منځ په برېښنايي ډول د عواید راټولولو تړون لاسلیک شو. د ماليې وزارت چارواکي وايي، د دغه تړون له مخې به د عواید په راټولولو کې رونټیا او اسانتیا رامنځته شي.
✒: د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې له تېرو څو کلونو راهیسي یې په لومړی ځل له پاکستان سره د وراداتو په پرتله صادارت څو چنده زیات شوي دي. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وايي، په تېر یو کال کې یې پاکستان ته د یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات ترسره کړي دي.
✒: ځیني کسان د پاسپورټ د وېش په بیا پیل کې له ځنډه سر ټکوي او د ژر پیلېدو غوښتنه یې کوي، خو د پاسپورټ ریاست وایي، د پيلېدو کره نېټه یې نه ده معلومه او هڅه کوي چې ژر پیل شي.
✒: فرانک والتر اشتاینمایر، رئیسجمهور آلمان روز سهشنبه در یک سفر غیرمنتظره وارد اوکراین شد.
این اولین دیدار رئیسجمهور آلمان از اوکراین پس از تهاجم نظامی روسیه به این کشور است.
قرار است در این سفر آقای اشتاینمایر با همتای اوکراینی خود، ولودیمیر زلنسکی دیدار کند.
✒: وزیر امور خارجه ایران گفته است اگر ثابت شود که روسیه از طیاره های درون ایرانی در جنگ اوکراین استفاده میکند، تهران بیتفاوت نخواهد ماند.
حسین امیرعبداللهیان این موضوع را روز دوشنبه در بحبوحه ادعاهای مطرح کرد مبنی بر اینکه تهران درون های را به مسکو برای حمله به اوکراین ارسال کرده است.
✒: نماینده ویژه اتحادیه اروپا برای افغانستان روز سهشنبه در نشستی در پارلمان اروپا گفت که بسیاری به تغییر رژیم در افغانستان امیدوار شدهاند.
توماس نیکلاسون گفت که امیدواری مردم به تغییر، بر انتخاب بازیگران منطقهای بر سر اینکه تا چه میزان با طالبان وارد تعامل شوند، تاثیرگذار است.
✒: توماس نیکلاسون: بسیاری هنوز طالبان را به عنوان مهمترین بخش جامعه افغانستان مینگرند، البته به عنوان مهمترین بازیگر برسر قدرت، اما بسیاری شروع به صحبت درباره چشمانداز یک، دو و سه سال کردهاند که تغییری خواهد آمد، البته نه لزوما از راه نظامی.
✒: پاکستاني ځواکونو هندي ځواکونو ته د دیوالي اختر په خوشالۍ کې د جمو، سانبه، کټوعه، اکهنور او نورو سیمو په سرحدونو میټایان ورکړي.
هغوی هم ورته بدل کې خواږه ورکړي.
✒: د پاکستان مالیې وزیر اسحاق ډار:
۴۹ زره میلیارده کلدارې مو هېواد پوروړی دی.
وایي، ۲۰۰ میلیارده کلدارې پورونه لا نور هم پرې د پاسه دي.
✒: د برازیل حکومت د ایفونو پر جوړوونکې ایپل کمپنۍ ۲۰ میلیونه ډالر جریمه ولګوله.
وایي، دا تاسو څنګه کار شروع کړی چې خلکو باندې موبایلونه خرڅوئ او چارجر ورسره نه ورکوئ؟
همدا راز یې امر کړی، تر څو چارجرې ورسره ډبیو کې کېنږدئ، برازیل کې به د ایفون خرڅلاو بند وي.
✒: کرکټ: د ویسټ انډیز کوچ فېل سیمونز په شل اوریز نړیوال جام کې د د لوبډلې د نه ځلولو له امله استعفا ورکړه.
هغه د افغانستان د لوبډلې روزونکی هم پاتې شوی.
✒: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر:
افغانستان لپاره مو تر اوسه ۳۳ سلنه بودیجه تامین شوې او ۷۷ سلنه د بودیجې له کسر سره مخ یوو.
وایي، څلورمیلیارده او سل میلیونه ډالرو ته اړتیا لرو.
✒: کابل کې د ایران سفارت مرستیال حسن مرتضوي:
دا وخت د افغانستان له خاورې ایران ته هیڅ امنیتي ګواښ نه شته.
✒: د نایجریا حکومت یو پایپلاین کشف کړی چې ۴ کیلو متره په وچه او ۷ کیلو متره سمندر کې تېر شوی او له څو کالو راهیسې یې په کې د دولت تېل غلا کول.
نایجریا یوازې تېر کال تېلو کې ۳،۳ میلیارده ډالر بایللي، ځکه چې هلته د دولت له ذخیرو تېل په غلا وځي.
✒: مایک پمپیو:
امریکا باید ټول پام دیکتاتور چین ته واړوي، ځکه د شیجن پنګ اقدامات غافلګیره کوونکي دي.
✒: د بایډن له هغه پروني اعلان یوازې یوه ورځ وروسته،چې ویلي یې وو چې راتلونکو ټاکنو کې به بیا ځان نوماندوي،نیویارک ټایمز په یوه تبصره کې ویلي چې بایډن ته به ډیره سخته وي چې راتلونکې ټاکنې وګټي ،ځکه چې په امریکا کې په بې سارې توګه د نوموړي محبوبیت د ښکته کیدو په حال کې دی.
✒: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي چې له پاکستاني چارواکو سره یې په افغانستان کې د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو خبرې کړې دي. ټام ویسټ دا څرګندونې پخپلې یوې تازه مرکه کې کړې دي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې دوه اونۍ مخکې اسلام اباد ته د سفر پر مهال یې له ځایي ملکي او پوځي چارواکو سره ګټورې خبرې کړې دي. د ویسټ په وینا، په دې لیدنو کې یې له پاکستاني لوري سره د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په اړه غږېدلی دی. نوموړي زیاته کړې، پاکستان د امریکا مهم همکار دی او دواړه هېوادونه به په ګډه په بېلا بېلو برخو کې کار کوي.
✒: د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت شارژدافیره مېرمن کرن ډيكر وايي، چې په ترکيه کې له یو شمېر افغانانو سره د ليدنو په موخه دغه هېواد ته تللې ده.
✒: اوچا ويلي چې ۷۹ سلنه افغان کورنۍ په راتلونکي ژمي کې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره امکانات نه لري، ۷۹ سلنه نور بيا اړ دي چې د ژمي تر راتلو مخکې خپل کورونه بيا ورغوي او دغه راز ۵۶ سلنه نور بيا د خپلو ماشومانو لپاره ګرمې ژمنۍ جامې نه لري.
✒: رینا امیری، نماینده ویژه ایالات متحده امریکا در امور زنان افغانستان و حقوق بشر در صفحۀ تویترش درباره بسته ماندن مکتبهای دختران بالاتر از صنف ششم ابراز نگرانی کرده و گفته است که آموزش کلیدِ است برای رهایی افغانستان از فقر و ناامیدی.
✒: پولیس پاکستان منظور پشتین، رهبر جنبش حفاظت از پشتونها، را به دلیل انتقادش از سران و جنرالان ارتش آن کشور، متهم به خیانت و هراس افگنی کرده است.
این تصمیم پولیس پاکستان پس از شکایت یک شهروند این کشور اتخاذ شده است.
پشتین در واکنش به این شکایت در صفحۀ تویتراش نگاشته است که صداهایی را که در برابر ظلم و جبر بلند میشود، با شکایت، زندان یا پروپاگند نمیشود خاموش کرد و فقط عدالت میتواند راهگشا باشد.
رسانههای پاکستانی گزارش داده اند که منظور پشتین در تازه ترین سخنرانیاش، فرماندهان ارتش پاکستان را مقصر کشتار در مناطق پشتوننشین دانسته است.
✒: دستکم ۳ تن به شمول فرد مظنون در تیراندازی در مکتبی واقع در شهر سنت لوئیس در ایالت میزوری، کشته شدهاند و ۷ تن دیگر زخم برداشتهاند.
بیبیسی گزارش دادهاست که عامل این تیراندازی یک جوان نزده ساله و دانشآموز بودهاست.
✒: د اسلامي همکاریو سازمان پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره ددې سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
✒: د بریتانیا نوي صدراعظم رېشي سوناک ددې هېواد له پاچا سره تر لیدنې وروسته رسما خپله دنده پیل کړه.
✒: د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ناروې استازولۍ د افغانستان په اړه د یوې مهمې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.
په امنیت شورا کې د ناروې دایمې استازولۍ په دې اړه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان کې باید داسې جوړښت رامنځ ته شي چې د ټولو افغانانو غږ پکې واورېدل شي په خبرپاڼه کې راغلي چې غونډې ته د امنیت شورا پنځه دایمې غړي هېوادونه بلل شوي دي.
✒: د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال «الکساندر وینیدیکتوف» د افغانستان په اړه د ډیالوگ لپاره د ترویکا فارمټ پر ځای د نوي فارمټ د رامنځته کیدو وړاندیز کړی دی.
وینیدیکتوف ویلي ترویکا او ترویکا پلس فارمټونو کې چې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، امریکا او پاکستان ځانگړو استازو پکې گډون درلود، بریالي نه وو، نو پر ځای به یې د روسیې، چین، پاکستان، ایران او هند په گډون په ۵ اړخیزه میکانیزم کار پیل شي.
د چارو شنونکو په وینا روسیه، چین، پاکستان، ایران او هند په افغانستان کې د اوسني وضعیت له دوام او د بې ثباتۍ له ډیریدو اندیښنه لري. په همدې حال کې د سیمې هیوادونه افغانستان کې ثبات ځان ته حیاتي بولي خو شک لري چې ښایي امریکا دلته ثبات نه غواړي.
