مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: نن (د اکټوبر ۲۴مه) د پولیو یا ګوزڼ نړیواله ورځ ده. د عامې روغتیا وزارت وايي، روان زېږدیز کال په افغانستان د دې ناروغۍ دوه مثبتې پېښې ثبت شوي. د دې وزارت ویاند شرافت زمان زیاتوي، دا پېښې په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې دي.
✒: د افغانستان بانک چار سمبالي رییس افغانستان کې د هند د فني ماموریت له مشر بهارات کومار سره په لیدنه کې ویلي، چې یاد بانک د نړۍ له ټولو هېوادونو سره غوره بانکي اړیکو ته ژمن دی او بانکي سکتور کې به په ملي او نړیواله کچه اسانتیاوې رامنځته کړي.
لیدنه کې ښاغلي کومار ډاډ ورکړی، چې هند به له افغانستان سره د بانکي سکتور په برخه کې ګډو همکاریو او تخنیکي مرستو ته دوام ورکړي.
✒: معزالدین احمدی، رییس اطلاعات و فرهنگ بدخشان میگويد که در یک هفته گذشته ۳۷ مخالف مسلح موسوم به جبهه مقاومت در تنشها در منطقهی شیوه ولسوالی ارغنجخواه، کشته شدهاند.
آقای احمدی افزود که ۷۸ تن دیگر بازداشت شده اند.
به گفته او، در این تنشها سه نیروی امارت اسلامی نیز کشته شدند و پنج تن دیگر زخم برداشته اند.
✒: د ماین پاکۍ او همغږۍ، انسجام ریاست وايي چې په تېر یوه کال کې ۵۵۶ تنه چې ډېری یې ماشومان دي په افغانستان کې وژل شوي یا ټپيان شوي دي.
د ماین پاکونې او د همغږۍ د انسجام رییس وايي، له یوه کال راهیسې په دغه ډول چاودنو کې څه باندې ۵۵۰ کسانو ته چې ډېری یې ماشومان دي، مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی زیاتوي، چې په تېرو دوو ماشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ۱۱ پېښو کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ماین پاکونې او همغږۍ د انسجام رییس نورالدین رستم خېل وویل:«په دوو وروستیو میاشتو کې په سپټمبر او اکټوبر کې، موږ پېښې لرلې او په سپتمبر میاشت کې مې درې پېښې لرلې او په اکټوبر میاشت کې مو ۱۱ پېښې لرلې او په دغو دوو میاشتو کې ۲۳ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.»
✒: له غزني ښاره بيا د دغه ولایت تر مقر ولسوالۍ د ۱۱۰ کیلومتره برخې چې په تېرو جګړو کې ویجاړې شوې دي د ترميم او پرخوالو چارې پیل شوې. د غزني د ټولګټو چارو سرپرست محب الله عباس وايي، د دغې لارې ۱۱۰ کیلومتره برخې د جوړولو چارې نن عملاً پيل شوې چې د واورې تر ورېدو به دوام ولري.
✒: د کابل سېلو رییس نصرالله منصور وايي، تېر کال د یادې سېلو عواید ۳۳ میلیونه افغانۍ وو، خو د ا.ا له راتګ وروسته د روان کال تر تلې میاشتې يې ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
✒: ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د کابل- کندهار د لویې لارې د بیارغونې چارې په دامان ولسوالۍ کې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل- کندهار نږدې ۵ سوه کیلو متره لار، د ګڼو لاملونو له امله ویجاړه شوې چې د دغې لارې مسافر او موټر چلوونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.
✒: کابل ښاروالۍ وايي د وزیرمحمد اکبرخان له پنځلسم د شيرپور تر لومړي سړک، د ۳۹۱ متره په اوږدوالي او ۲۲.۵ متره په پراخوالي نښلوونکی سړک د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت په ۷۲ کاري ورځو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
✒: د صنعت او سوداکرۍ وزارت وايي، چې په هیواد کې د پانګونې لپاره اوس مهال بشپړه زمینه برابره شوې ده او ټول پانګوال کولی شي، چې پرته له کومې ستونزې پانګونه وکړي.
✒: په کابل کې د بګرامیو _ نساجي د نږدې درې کیلو متره سړک رغولو چارې بشپړې شوې. یاد سړک د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه د ۲۸ میلیونو افغانیو په لګښت رغول شوی دی.
✒: د افغانستان بانک پخوانی مشر خان افضل هډه وال:
۲۰۱۶ کې مو د نویو بانکنوټونو امنیت خورا پیاوړی او د جعل کارۍ مخنیوی مو وکړ.
وایي، اړتیا ده چې اوس د نویو راروانو نوټونو د چاپ د پروسې اړوند د بررسۍ ټول راپور حتما نشر شي.
✒: به اصطلاح یک حزب سیاسی جدید زیر نام «حزب عدالت و آزادی افغانستان» به رهبری محمد سرور دانش، معاون پیشین رئیسجمهوری افغانستان اعلام حضور کرد.
این حزب روز دوشنبه، ۲ عقرب، با نشر اعلامیهای گفت که گویا «به راه و آرمان مقاومت در برابر هر نوع تجاوز، استبداد و خیانت» باورمند است.
✒: مجلس سنای فرانسه روز دوشنبه از نشستی درباره آینده روابط پاریس با کابل با توجه به تسلط امارت اسلامی در افغانستان میزبانی کرد.
در این برنامه داوید مارتینون، سفیر فرانسه برای افغانستان، همایون عزیز، سفیر افغانستان در فرانسه و انارکلی هنریار، عضو پیشین مجلس سنای افغانستان سخنرانی کردند.
✒: وزیر خارجه قطر میگوید که کشورش به حمایت بشردوستانه از مردم افغانستان متعهد است.
محمد بن عبدالرحمن گفته که برای ساختن آینده روشن برای نسل فعلی و بعدی افغانستان، بدون تبعیض و طرد، گام برداشته شود.
او تاکید کرد که از همزیستی مسالمتآمیز بین همه شهروندان افغانستان حمایت میکند.
✒: نخستوزیر پاکستان که برای شرکت در "نشست ابتکار سرمایهگذاری آینده" عازم عربستان شده است میگوید که بلایای ناشی از تغییرات آب وهوا و همهگیری کرونا، چالش بزرگی در برابر کشورهای در حال توسعه است.
شهباز شریف گفت که غلبه بر وضعیت کنونی اقتصادی جهان به تفکر جدید نیاز دارد.
✒: اوکراین: په غله جاتو بار ۶ بېړۍ مو روانې شوې چې اموال به یې افغانستان، ترکیې، هسپانیا او یمن ته ورسېږي.
وایي، ۱۲۵ زره ټنه غله په کې بار ده.
✒: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وایي، چې افغانان دې د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي.
✒: د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازی حسين کاظمي قمي ويلي چې دا مهال ۵۲۰ زره افغان ماشومان د ايران په ښوونځيو کې پر زده کړو بوخت دي.
✒: د پاکستان سترې محکمې د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان د وکيل هغه غوښتنه رد کړې چې د ټاکنو کمېسيون له لوري يې په پارلمان کې د عمران خان د غړيتوب د سلب پر پرېکړې د غور په تړاو کړې وه.
✒: د امریکا مخکنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، پلان لري چې د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي. ټرمپ په خپله نوې وینا کې ویلي، چې غواړي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړي.
✒: د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو د فرانسې، ترکیې او بریتانیې له دفاع وزیرانو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
راپورونه وایي، په دې ټلیفوني خبرو کې د روسیې دفاع وزیر د یوکراین له خوا د یو ناوړه بم په کارولو سره د احتمالي پارونې په اړه اندیښنه ښودلې ده.
✒: نن د اکټوبر ۲۴مه د ملګرو ملتونو سازمان له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
دا سازمان په ۱۹۴۵ میلادي کال کې جوړ شوی او د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې په سیاسي، بشري حقونو، مرستو او خوراکي توکو وېش په برخو کې فعالیت کوي.
✒: با رای اعضای حزب محافظهکار بریتانیا، ریشی سونک رهبر حزب حاکم شد. او پس از تنفیذ از سوی چارلز سوم، رسماً نخستوزیر بریتانیا میشود.
آقای سونک که فرزند یک زوج مهاجر هندیتبار است، اولین نخستوزیر غیرسفیدپوست در بریتانیا خواهد شد.
لیز تراس هفته پیش از نخستوزیری کنارهگیری کرد.
