No-IMG

ایا تاسو د خپل مور او پلار ونډه بېلوئ؟

حکيم مولوي قدوسي

 

ستاسو څخه د هغو کسانو لپاره چې مور او پلار یې وفات شوي، ایا دوی بیا هم د خپل عاید یوه برخه د مور او پلار لپاره بېلوي؟

یوه ورځ له خپل ملګري سره ناست وم، ما ولیدل چې هغه خپل میاشتنی عاید په دې ډول تقسیموي:

ګټه: 25000

کرایه: 50000

درمل: 2000

مور: 3000

پلار: 3000

زه پوهیدم چې مور او پلار یې ژوندي نه دي، ما په حیرانتیا وپوښتل چې تاسو لاهم د دوی لپاره برخه اخلئ، پداسې حال کې چې دوی ژوندي ندي.

هغه په خندا ځواب ورکړ: هو، زما مور او پلار له دې دنیا څخه تللي دي، خو د دې مانا دا نه ده، چې دوی هم زما زړه پرېښی دی. دوی ما ته ډېر نږدې دي، تل زما په زړه کې دي، دوی اوس هم ما ته اړتیا لري، دوی اوس زما دعا او خیرات ته اړتیا لري، نو زه د خپل مور او پلار د رضا لپاره په منظم ډول د الله تعالی په لاره کې مصرف کوم.

ایا زه باید دا کار ونه کړم؟

په یاد ولرئ چې پر تاسو د مور او پلار حق له دې دنیا څخه د وتلو وروسته هم نه ختمیږي.

په یاد ولرئ وروستی ځل چې تاسو مور او پلار ته صدقه ورکړې وه؟

او له نن څخه عزم وکړئ، چې دا کار به په منظمه توګه د خپلو والدینو لپاره د صدقې په توګه کوئ هغوی له مړېني وروسته ستاسې دعا او صدقې ته سخته اړتیا لري او په دې کار سره تاسې د هغوی په حقپالنه کي خپل کمښت بشپړوئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک