No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د کورنیو چارو وزارت  سرپرست د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا سره لیدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، سراج الدین حقاني په کابل کې د جاپان سفارت له فعالېدو هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن ګام یاد کړ.

‏نوموړي د جاپان سفیر ته د سفارت د استازو او فعالیتونو اړوند د پوره امنیتي خوندېتوب ډاډ ورکړ.

په پای کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا هم ژمنه وکړه، چې جاپان به د افغانانو ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکوي.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیا ولایت له یو شمېر مشرانو سره لیدلي دي. د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر وايي، په دې لیدنه کې ویناوالو د هیواد د پرمختگ لپاره د تعلیم پر اړتیا خبرې وکړې او د نجونو د ښوونځیو د ژر تر ژره پرانیستو غوښتنه یې وکړه.

‏پخواني ولسمشر تعلیم د ټولنې د هوساینې او پرمختګ لامل وګانه او د نجونو د متوسطه او لیسه ښوونځیو پر سملاسي پرانیستلو او په هیواد کې د دایمي سولې او ثبات لپاره د ملي مذاکراتو پر پیل یې ټینګار وکړ.

: ‏شیخ هبة الله اخوندزاده د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو معینیت او د مرکزي او نورو قول اردوګانو له مسوولانو سره په غونډه کې هغوی ته سپارښتنه کړې چې ناحقه څوک بندي نه کړي او غیرمجرم د مجرم په توګه ونه نیسي.

‏نوموړي ویلي، امنیتي مسوولان دې تر کره معلوماتو وروسته د یو چا د نیولو اقدام وکړي او بیا یې محکمې ته وسپاري.

هغه له بندیانو سره پر شرعي چلند ټینګار کړی دی.

: ‏د کندهار ولایت د سرې میاشتې رئیس مفتي فیض الله فیضي او د زون په کچه د سرې میاشتې مسوول ملا اخترمحمد خادم له دندو ګوښه او په یوه میاشت زندان محکوم شول.

‏د کندهار ولایت مقام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغو مسوولانو د شیخ هبة الله اخوندزاده فرمان پنځه میاشتي ځنډولی و او د همدې غفلت په پایله کې له دندو ګوښه او په زندان محکوم شول.

: ‏د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د هغې افغان ماشومې په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د امریکا سمندري ځواکونو یو سرتېري له خپلو خپلوانو جلا کړې او له ځان سره یې ساتلې ده.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د سمندري ځواک‌ د یو سرتیري «جوشووا ماست» لخوا د هغه افغان ماشومې یرغمل کیدل چې خپله کورنۍ یې د امریکا په هوایي برید کې له لاسه ورکړې وه له انساني کرامته لیرې او بشر ضد کړنه بللې ده.

‏بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې اسلامي امارت به دا موضوع له امریکایي چارواکو سره په جدي توگه تعقیب کړي تر څو یاده ماشومه بیرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.

: ‏افغانستان ته د افغانیو د نویو بانکنوټونو د استولو په اړه د توماس وېسټ تر څرګندونو وروسته د افغانستان بانک وایي، هېواد ته د دغو بانکنوټونو د رارسېدو پړاوونه به له پالیسۍ سره سم پیل شي.

‏افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا بانکنوټونه به د هېواد د معقولو پولي سیاستونو پر بنسټ د اقتصادي ودې او په بازار کې پیسو ته له اړتیا سره سم خپریږي.

: ‏د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نوموړی د "پي‌بي‌اېس" چینل له لوري د یوه رسمي سفر لپاره امریکا ته بلل شوی و، خو کله چې د تکزاس ایالت ډالاس هوايي ډګر ته رسېږي، د امریکا امنیتي ځواکونو له لوري نیول کېږي او څو ورځې په بند کې تېروي.

‏ښاغلي ځلاند ویلي، هغه د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ او د ملګرو ملتونو یو شمېر نورو استازیو په مرسته راخوشې او افغانستان ته راستون شوی دی.

: ‏د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې په یوه "ټونېس" ډوله موټر کې د ګاز بالون چاودېدو پېښه کې لږ تر لږه درې ټپیان شوي. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر ټویټر لیکلي، دا پېښه په‌دې موټر کې د ګاز بالون چاودنې له کبله پر دارالامان سرک رامنځ‌ته شوې ده.

: ‏قوماندانی امنیه ولایت تخار در خبرنامه‌یی گفته‌است که سیف الله، باشنده ولسوالی دشت قلعه این ولایت، از سوی افراد وابسته به داعش به قتل رسیده‌است.

خبرنامه افزوده‌است که این افراد شناسایی و در عملیاتی از سوی نیروهای امنیتی کشته شده‌اند.

: ‏د اوبو او انرژي وزارت مرستیال مجیب‌الرحمن عمر اخندزاده په کابل کې د ایران سفارت له مستشار حسن شېرازي سره لېدلي. د اوبو او انرژي وزارت پر ټویټر پاڼه لیکلي چې په‌دې لېدنه کې د شاه و عروس بند د ستونزو حل او نیمګړو کارونو د چټکتیا په اړه خبرې شوې دي.

: ‏د کانونو او پېټروليم وزارت وايي چې تېره اونۍ يې څه باندې ۳۰۱ ميليونه افغانۍ او څه باندې دوه ميليونه ډالره عوايد را ټول کړي دي.

: ‏د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، له نږدې يوې مياشتې راهيسې له کندهاره بهر د انارو صادرات پيل شوي او تر دې مهاله د څه باندې ۲۵ میلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت له ۴۷ زره ټنه ډېر انار پاکستان او هند ته صادر شوي دي.

: ‏له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د ویاند په وینا هڅه کوي چې یو افغان هم د وېرې او ترهې د احساس له امله له افغانستانه بهر پاتې نه شي. نوموړي ویلي چې مسلکي او تکړه راستنو شویو کسانو ته په نظام کې کار ورکوي.

: ‏بوریس جانسن، له واکه تر ۶ اوونيو ګوښه کېدو وروسته، بیا لندن ته ځان رسولی چې د صدراعظمۍ د څوکۍ لپاره رقابت کې ځان وازمایي.

: ‏د جاپان خارجه وزیر یوشي ماسا هایاشي:

افغانستان کې مو ډېر محدود سفارتي فعالیتونه پیل دي، دا چې وروسته څه وکړو؟ حالاتو ته به ګورو.

: ‏د امریکا د ولسمشر مرستیالې کمالا دیوي هیرس د خپل مورني هېواد هند خلکو ته په خپل کور کې د دیوالي اختر مراسم نمانځلي.

کمالا چې مورنۍ ریښه یې له تامل ناډو ایالته ده، دغو مراسمو ته یې د هند ۱۰۰ مهم شخصیتونه له کورنیو سره وربللي وو.

: ‏د پاکستان خارجه وزیر:

موږ ته هیڅ شی تر جمهوریت او پاکستان ارزښتناک نه دي.

: ‏هندي رسنيو ويلي چې افغان لارۍ چلوونکو نن کاربنديز کړی او په دې توګه له افغانستانه هند ته د وچې مېوې او دارويي بوټو صادرات په ټپه دريدلي دي.

: ‏لسګونو زرو اروپا مېشتو ايرانيانو پرون په برلین کې د ايران د اخوندي رژيم پر خلاف لاريون وکړ. لاريونوالو د ايراني رژيم پر خلاف شعارونه ورکول او له ايران مېشتو سره يې د پيوستون اعلان وکړ.

: ‏د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وړانديز کړی چې په دولتي ادارو کې دې د مېرمنو د حجاب په تړاو ټولپوښتنه وشي. ترکيه کې تر ۲۰۱۳ کال پورې په دولتي ادارو کې د مېرمنو پر حجاب بنديزونه لګېدلي وو خو اردوغان په ۲۰۱۳ کال کې دا بنديزونه لرې کړل.

: ‏د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش د مېرمنې، سولې او امنيت په نوم د امنيت شورا تر غونډې دوه ورځې وروسته په يوه ټويټ کې ويلي چې د مېرمنو په برابرې ونډې او رهبرۍ سره په ټولنو کې سوله ټينګېدای شي.

: ‏د اسټرالیا په کوربه ‌توب د روان شل اویز کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې همدا اوس د هند او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو لوبه روانه ده. د اسټرالیا مېلبورن کرکټ لوبغالي ته شاوخوا ۱۰۰زره نندارچیان د لوبې کتلو لپاره ورغلي دي.

: ‏د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام په روانو سیالیو کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په څلورو وېکټو ماته ورکړه.

: ‏د روسیې او امریکا دفاع وزیرانو د تیلفوني تماس له لارې خبرې کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت وایي چې سرگي شویگو له خپل امریکایي سیال لوید اسټین سره پر تیلفوني د نړیوال امنیت او د یوکراین په اړه خبرې سره کړي دي.

: ‏شي جینپینگ د دریم ځل لپاره د چین ولسمشر وټاکل شو.

په چین کې د کمونیست گوند کنگره کې شي جینپینگ د دریم ځل او د ۵ نورو کلونو لپاره د چین ولسمشر وټاکل شو.

: ‏د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې له هرو ١٠ کسانو ٩ یې کافي خواړه نه لري.

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، افغان میندې او پلرونه نه دي توانېدلي خپلو اولادونو ته پوره خواړه برابر کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک