حکمتيار: حلال، حرام، مکروه او مباح شرعي احكام څو درجې لري
حلال: هغه ده چي الله تعالىٰ ئې په اړه ويلي وي چي حلال دئ او دا هغه څه دي چي گټه ئې تر تاوان زياته وي.
حرام: هغه څه دي چي الله تعالىٰ ئې د حرمت په اړه په صريح توگه لارښوونه كړې او هغه چي تاوان ئې تر گټي زيات دئ.
مكروه: هغه چي انسان ترې كركه كوي؛ شريعت تحريم كړى نه دئ خو د كركجن جائز په سترگه ورته گوري؛ لكه طلاق چي د مجبوريت له كبله جائز كړى شوى خو د شريعت په تله كي مكروه او كركجن كار دئ.
مباح: هغه روا او جائز شى دئ چي گټه او تاوان ئې سره برابر دي.
او شرعي احكام څو درجې لري:
فرض: هغه چي الله تعالىٰ ئې په صريح نص سره د كولو امر كړى او نه كول ئې د سزا وړ عمل گڼلى.
واجب: هغه دئ چي تر فرض ئې درجه ټيټه ده؛ ځيني مذاهب دواړه يو شانته گڼي.
سنت: هغه چي پيغمبر عليه السلام پرې عمل كړى، يا ئې سپارښتنه كړې او يا ئې مخالفت او ممانعت نه دئ كړى.
مستحب: هغه چي د مخكنيو دريو په فهرست كي نه راځي خو ښه او غوره كار دئ.
كله چي د يوه څه د حل او حرمت په اړه څه وايو او څوك كومه فتوى وركوي؛ نو دا اصول بايد په پام كي ولرو؛ داسي نه چي د خپلي سليقې له مخي مكروه حرام وگڼو او فرض مباح.
الله تعالىٰ دي افغانانو ته توفيق وركړي چي په خپل گران هېواد دا د شهيدانو، مجاهدينو او غازيانو په هېواد كي د واقعي اسلامي نظام د پلي كولو سعادت ئې په برخه شي: آمين
