No-IMG

حکمتيار: د ملل متحد د مرستو اصلي هدف د افغانانو تذليل او تحقير ده

وروڼو خوېندو!

ولي بايد بهرنيو او هغه هم غير اسلامي او غرضي هېوادو ته اجازه وركړى شي چي له افغانستان خپل مخكني مزدوران او په استخباراتى، امنيتي او جنگي برخو كي خپل افغان همكاران؛ د لسگونو زرو په شمېر كي انتقال كړي؟! چي بيا ئې د افغانانو په خلاف هم په تبليغاتي برخو كي استخدام او استعمال كړي او هم ئې په نظامي ډگر كي وجنگوي؟! ولي حكومت دوى ته دا تسهيلات برابروي؟

همدا اوس د ملل متحد تر پوښښ لاندي؛ هره اونۍ تر څلوېښت مليونه زيات ډالر راځي خو د دې پر ځاى چي د حكومت له لاري په هغو مواردو كي مصرف شي چي حكومت ئې غواړي؛ برعكس په مستقله توگه او د بهرنيانو د منصوبو مطابق او د دوى د خوښي په مواردو كي لگول كېږي!! او ځيني موارد ئې دې ته ورته چي په چادري كي پوښلې مېرمني راغونډوي؛ په قطارونو كي ئې ودروي، وچه ډوډۍ پرې وېشي او داسي ويډيو گاني ئې جوړوي او خپروي چي په ليدو ئې د هر غيرتي او شريف افغان اوښكي تويېږي؛ د داسي مرستو اصلي هدف او موخه د افغانانو تذليل او تحقير ده؛ نه بل څه

   د افغانانو يوه بله ستونزه دا ده چي اوږدو جنگونو او ورانيو نږدې لس مليونه افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ كړي؛ كورنۍ وېشل شوې؛ څوك په يوه او څوك په بل هېواد او څوك د مجبوريت او نه توانېدو له كبله د هېواد د ننه پاته شوي؛ د غم او ښاديو په مراسمو كي غواړي سره يو ځاى شي؛ د پاسپورت، وېزې او د سفر مصرف تر څنگ؛ له مېرمنو سره د محرم ضرورت رامنځته كېږي؛ حكومت مكلف دئ دا ستونزه د شريعت په رڼا كي حل كړي؛ په دې اړه بايد څو خبري په پام كي ولرو:

دا د معروفو، صادقو او منلو علماءو دنده ده چي هم شرعي اصولو او لارښوونو ته په پام سره او هم اوسنيو ظروفو او شرائطو ته په پام سره؛ لازمه او مناسبه فتوى وركړي؛ په خپلي فتوى كي بايد دا په پام كي ولري چي نن د مخكني دور او هغه مهال چي سفر يا په پښو وو او يا په اوښانو او نورو سورليو؛ د هغه مهال درې ورځنى سفر؛ اوس په موټر د يوه ساعت سفر دئ؛ او يوه مياشتنى سفر ئې د طيارې د څو دقيقو سفر؛ بايد دا مطلب حتماً په پام كي ولري چي كه يوه كورنۍ دې ته اړه شي چي كومه مېرمن له يوه هېواد بل هېواد ته له محرم پرته ولېږي؛ سفر ئې هم د څو ساعتونو؛ د سفر له موقعيت هم تر هوايي ډگر او رخصتولو پوري؛ خپلوان ورسره وي او د سفر پاى هوايي ډگر كي هم خپلوان ورته منتظر؛ آيا داسي سفر ناجائز او حرام دئ؟ د اوسني عصر ډېرو مشهورو علماءو؛ د مصر، سعودي، تركيې، پاكستان، هند، مليزيا، اندونيزيا، تونس او نورو هېوادو علماءو داسي سفر جائز گڼلى.

 د قدوري مصنف رحمه الله؛ د رد المحتار په حواله ليكي: "كه ښځه له محرم يا خاوند پرته حج ته ولاړه شي او حج اداء كړي؛ كه څه هم داسي كول مكروه دي خو حج ئې قبلېږي او له فرضيت ئې غاړه خلاصه شوې؛ كه د ښځي د كور او مكې تر منځ د سفر لار له دريو ورځو او شپو كمه وي؛ نو دې ښځي ته د محرم يا خاوند ملگرتيا شرط نده". يعني ښځه په هغه سفر كي د محرم په درلودو مكلفه ده چي سفر ئې تر دريو ورځو زيات وي؛ او كه احياناً له محرم پرته سفر وكړي نو د قدوري له نظره ئې دا كار نه د كوم فرض او واجب ترك كول دي او نه حرام؛ بلكي فقط د مكروه په حد كي دئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک