No-IMG

حکمتيار: بانكي سيستم بايد پر نوي اسلامي بنسټ ولاړ او له سود عاري وي

زموږ بانكي سيستم بايد د اسلامي اصولو په رڼا كي تنظيم شي او پر سود ولاړ بانكي سيستم بايد له ځنډ پرته تعويض شي.

بايد همغسي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د مكې له فتحي وروسته؛ او په خپلي لومړۍ مهمي خطبې كي وويل: د جاهليت سود مى تر پښو لاندي دئ؛ تر نورو وړاندي زما د تره عباس سود؛ يعني له نن وروسته هيڅوك حق نه لري د جاهليت دور د سودي معاملي گټه او سود تر لاسه كړي؛ يوازي خپل اصلي پور؛ له گټي پرته تر لاسه كولى شي. په كار ده إمارت اسلامي همداسي فرمان صادر كړي او د رسول الله صلى الله عليه و سلم په سنت عمل وكړي.

نه يوازي بانكي سيستم بايد پر نوي اسلامي بنسټ ولاړ او له سود عاري وي؛ بلكي د ماليې، گمركي تعرفو، محصول، كميشن او مالي جريمو؛ مخكنى نظام بايد تعويض او ځاى ئې اسلامي اصولو او لارښوونو ته وركړى شي.

د ميراث شرعي وېش؛ يوه لويه او ستونزمنه لانجه ده چي افغانان ورسره مخامخ دي؛ ښځي؛ كه مور وي، مېرمن وي او كه خور؛ له ميراث محرومي دي؛ ميراث يا خو اصلاً نه وېشل كېږي او هر څوك د خپل زور او ځواك په تناسب برخه تر لاسه كوي او كه احياناً وېشل كېږي نو اكثراً مېرمني ترې محرومي وي؛ په كار دا ده چي د ميراث اړوند لانجو د حل و فصل لپاره مستقلي ځواكمني ادارې رامنځته شي؛ او په اختصاصي توگه دا كار وروسپارل شي، د تېرو نږدې پنځو لسيزو جنگونو د نورو لانجو په څنگ كي د ميراث په اړه هم زياتي او سختي ستونزي راولاړي كړې؛ هره كورنۍ له دې ستونزي سره مخامخ ده؛ دا ډېر مهم كار دئ؛ د يوه فرض عملي كول دي؛ جدي او فوري اهتمام ايجابوي.

د ودونو غلط او ناجائز دودونه؛ د لوڼو پلورل، كونډي په ميراث كي شمېرل، د نكاح په اړه د كونډو، لوڼو او ځامنو واضح او څرگند حق سلبول، له ايجاب او قبول يوه شكلي او د واقع خلاف معامله جوړول، لوڼي او مېرمني د ميراث له حق محرومول؛ او په كورنيو چارو پوري تړلي نور قضايا؛ عادي نه بلكي ستر ستر انساني مسائل دي؛ جدي او فوري توجه ايجابوي. په دې اړه ټول ترك شوي او هېر شوي فرائض او وجائب بايد احياء شي؛ او واكمن بايد خپل ديني مسئوليتونه اداء كړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک