مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د باختر اطلاعاتي اژانس د راپور له مخې؛ د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د هاوان یوې مرمۍ د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په بادغیس ولایت کې د پخوانیو پاتې شویو ناچاودو توکو د چاودنې له کبله درې ماشومې نجونې وژل شوې وې.
✒: د سوالګرو راټولولو کمېټه وايي، د کار له پيله د تلې تر ۲۸مې نېټې یې له کابل ښاره ۱۳۳۵۰ سوالګر راټول کړي دي.
دغه کمېټه وايي، د راټولو کړای شویو سوالګرو په ډله کې ۸۶۷۰ یې مېرمنې او ۳۴۶۱ یې ماشومان دي.
✒: د اسلامي امارت ځواکونو بېګا ناوخته د کابل ښار اتمې حوزې اړوند سیمه کې د داعشیانو پر یوه پټنځي عملیات کړي او شپږ داعشیان یې وژلي دي.
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په دې عملیاتو کې د اسلامي امارت یوه سرتېري هم ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی دی.
نوموړي زیاته کړې په دې عملیاتو کې وژل شويو داعشیانو د کابل وزیر اکبرخان جومات، کاج ښوونیز مرکز او پر ځینو نورو ملکي سیمو په بریدونو کې لاس درلود.
مجاهد ویلي، په دې پټنځي علمیات یې د داعش د دوو غړو تر نیول کېدو وروسته کړي دي.
✒: د یوناما مشره روزا اوتنبایوا ولایتونو ته د خپل لومړي سفر په لړ کې کندز ولایت ته تللې او هلته یې له سیمه ایزو چارواکو، د مدني ټولنې غړو او د ښځو، رسنیو او سوداګرو له يوشمير استازو سره لیدلي دي.
یوناما وایي چې نوموړې د نجونو له یوه ښوونځي هم لیدنه کړې ده.
✒: د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند: حميد په نوم يو وطنوال د برمته کوونکو له منګلو وژغورل شو.
د کابل امنيه قومندانۍ د اتمې حوزې پوليسو يو تن چې څه موده مخکې اختطافګرو له ۱۵مې حوزې څخه تښتولی و او له کورنۍ يې ورته پيسې غوښتې، د ځانګړو عملياتو په پايله کې روغ رمټ خپلې کورنۍ سره يوځای شو.
✒: د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور په کابل کې د لوړو زدهکړو نوي سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د پېژند غونډې په مراسمو کې وویل، پخوا به ټاکنې د بهرنیو په فرمایش کېدلې او زیاتوي چې د اسلامي امارت ټاکنې "شفافې، مطمئنې او معیاري" دي.
✒: د لوړو زدهکړو پخواني سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني په کابل کې یوې غونډې ته وویل، پخوا په ښوونیزو بنسټونو کې د ځوان نسل دیني اړتیاوې بشپړې نهوې او د نورو اغېزې پرې ډېرې وې. د هغه په وینا، له همدې امله داسې فکرونه به مخ ته راتلل چې هم به د دیني او هم به د ملي ارزښتونو خلاف وو.
✒: شماری از بانوان کارمند پیشین نهادهای دولتی میگویند که به دلیل مشکلات اقتصادی شان به تجارت روآورده اند.
این بانوان میافزایند که برای پیدا کردن نان به خانوادههای شان مجبور اند کار کنند.
✒: افغان لوبډلې د ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۹.۴ اورونو کې ۱۱۲ منډې جوړې کړې اوسیالې لوبډلې ته یې د ۱۱۳ منډو هدف ورکړ.
✒: د خوست د اقتصاد ریاست ویلي چې د آغا خان بنسټ په مالي ملاتړ په پکتیکا او خوست کې د نږدې ۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پروژې پلي کېږي. په دغو پروژو کې ښوونځي، روغتیایي مرکزونه، چیک ډیمونه، ویالې، کانالونه، لمریزه برېښنا، د استوګنې کورونه، د څښاک اوبه او ۱۶ کیلو مټره سړک شامل دي.
✒: په کندهار کي د انګورو د حاصلاتو له ټولولو سره جوخت يې صادرات هم پای ته رسېدلي او سږ کال د څه باندې ۸ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ۱۵زره ټنه انگور بهر ته صادر شوي دي.
✒: ندامحمد ندیم نن د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر په توګه د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو. نوموړي نن په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې له تحصيلي ډګره به د پردیو لاس لنډ کړي.
✒: په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۰۰ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې یو لکو درې زره ۱۳۷ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
✒: د افغانستان بانک وايي، سبا یکشنه ۱۱ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې پلوري. یاد بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو اړوند پر شرایطو له برابرو شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
✒: د افغانستان بانک پخوانی سرپرست واحد نوشېر:
ډېر ژر افغانستان ته نوي چاپ بانکي نوټونه راځي، خو معلومه نه ده چې بڼه به یې هم نوې وي او که زړه؟
هغه راته وویل، له تېر جمهوري نظام نه د سل میلیارده افغانیو قرارداد پاتې و چې نوټونه یې چاپېدل خو کرونا یې بحران وځنډول.
✒: بي بي سي پښتو ته یوې سرچېنې ویلي، د افغانستان مخکيني ولسمشر حامد کرزي ته یو ځل بیا د طالبانو حکومت اجازه نه ده ورکړې چې له دغه هېواده بهر یوه کنفرانس کې برخه واخلي.
ښاغلی کرزی په جرمني کې یوه څېړنیز بنسټ غونډې ته د وینا لپاره بللی و خو د سرچینې په وینا طالب چارواکو اجازه نه ده ورکړې چې له هېواده بهر لاړ شي.
د (کوربور) په نامه دغه بنسټ د نړۍ پر بېلا بېلو ټولنیزو او سیاسي مسایلو بحثونو او شننې کوي. د دې بنسټ پر ویب پاڼه اوس لیکل شوي چې ښاغلی کرزی به د روانې اوکټوبر میاشتې پر ۲۴ پر انلاین بڼه د یاد بنسټ په بحث کې برخه واخلي.
د روان کال په مې میاشت کې هم پخواني ولسمشر حامد کرزي ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې متحده عرب اماراتو ته ولاړ شي.
✒: د چین د کمونیست ګوند د کنګرې له اختتامیه مراسمو د دې هېواد پخوانی ولسمشر هوجین تاو، د اوسني ولسمشر له څنګه پاڅول شوی او له مراسمو وشړل شو.
✒: بايډن له اېن بي سي ټلويزيون سره په مرکه کې، ویلي چې لا يې رسمي پرېکړه نه ده کړې خو نيت لري چې يو ځل بيا د امريکا د ولسمشرۍ لپاره سيالي وکړي.
✒: په م.م کې د چین د استازي مرستیال گِنگ شوانگ ویلي، چې په افغانستان کې د سولې او بیارغونې په بهیر کې ښځې یو مهم ځواک دی. نوموړی وايي، چین هیله مند دی چې، افغان ښځې خپل اساسي حقوق تر لاسه کړي او همداراز په اقتصادي او ټولنیزو برخو کي ونډه ولري.
✒: د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې د نیو زیلینډ ملي لوبډلې د اسټرلیا ملي لوبډلې ته د ۹۰ منډو په توپیر ماته ورکړه. د لوبې پچه نیوزیلینډ وګټله او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۲۰۰ منډو هدف ورکړ چې مقابلې لوبډلې یاد هدف پوره نشو کړای.
✒: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې، ژمنه کړې چې له بهرنيو مرسته کوونکو سره به خبرې وکړي تر څو په افغانستان کې د بېوزلۍ له منځه وړلو لپاره هر راز مرستې ترسره شي.
✒: د تورو پیسو سپیناوي او له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ادارې د پاکستان نوم له "خړ" نوملړه لرې کړ.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پرېکړه په پاریس کې د دې ادارې د ځانګړې ډلې له دوه ورځنۍ ناستې وروسته شوې ده.
✒: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په یوه مجازي ناسته کې ویلي چې راتلونکې میاشت به په سویس کې د ” افغان وجهي صندوق“ څلور غړي خپلمنځي ناسته ولري.
نوموړي ویلي، د یاد صندوق څلور غړي به د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د یوې برخې ( 3.5) میلیارده ډالرو په اړه مهمې پرېکړې وکړي.
وېسټ زیاته کړې چې ددې بورډ سربېره به د مجربو افغان متخصصینو او کارشناسانو څخه یو بل بورډ هم تشکیل کړي.
✒: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په یوه مجازي ناسته کې ویلي، امریکا په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغانستان دوو بانکي معاملو ته اجازه ورکړې چې یوه یې د نویو چاپ شویو بانکنوټونو لګښتونه وو چې د افغانستان مرکزي بانک لخوا تادیه شول.
ویسټ وویل چې ډیر ژر به کابل ته د افغانیو نوي بانکنوټونه را ورسیږي.
په ورته مهال د افغانستان بانک پخواني سرپرست واحد نوشېر هم ویلي چې ډېر ژر به نوي چاپ شوي د افغانۍ بانکنوټونه بازار ته راووځي.
✒: جارجیا ميلوني د ایټالیا د صدراعظمې په توګه لوړه وکړه او په خپله ۲۴ کسیزه کابینه کې یې ۶ ښځې هم وزیرانې ګمارلې دي.
۴۵ کلنه جارجیا میلوني د ایټالیا په تاریخ کې ددې هېواد لومړنۍ ښځینه صداعظمه ګڼل کیږي.
✒: د فوټبال نړیوال جام سياليو لپاره چمتووالی
د فوټبال نړيوال جام به ۲۹ ورځې وروسته د قطر په کوربهتوب پيل شي.
قطري چارواکي د دغه سياليو د کوربهتوب لپاره د لازم چمتووالي خبر ورکوي.
