No-IMG

مهم ترین های امروز جمعه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: د ننګرهار پوهنتون استاد لیث عبدالرحیمزی چې د لاهور یو پوهنتون کې یې زده کړې کولې، دغلته له یوې اوونۍ راهیسې نادرکه دی چې په اړه یې پاکستاني ادارې هم هلته مېشتو افغانانو نه څه نه وایي.

: از متن خطبه نماز جمعه امروزی عالیقدر انجینیر گلبدین حکمتیار امیر ح.ا.ا: تهديد ها و مخاطرات زيادى؛ از هر سمت و سو متوجه كشور ماست؛ اين وضعيت ايجاب مى كند كه همه دست بهم بدهيم و كشور را از بحران هاى خطرناك ديگر نجات دهيم؛ نگذاريم كشور جنگ زده ما شاهد جنگ هاى نيابتى ديگر باشد؛ راه حل كاملاً و صد در صد افغانى براى بحران جستجو كنيم؛ با اظهارات، اقدامات و تلاش هاى ناشيانه باعث تكرار تجارب خونين و ناكام گذشته نشويم. بگذاريد كشور هايى كه جنگ هاى پنج دهه قبلى را بر افغانستان تحميل كردند؛ اكنون مشكل جنگ هاى داخلى شان را دور از كشور ما و در جاهاى ديگر حل كنند و خون افغان هاى مظلوم در جنگ هاى آنان نريزد.

: از متن خطبه نماز جمعه امروزی عالیقدر انجینیر گلبدین حکمتیار امیر ح.ا.ا: پاى روسيه به جنگ خونين در اوكراين كشانده شده و اين جنگ به جنگ ناتو به زعامت امريكا و روسيه تبديل شده؛ رئيس جمهور روسيه ولاديمير پوتين مى گويد: روسيه مى تواند نظم جهانى را كه امريكا در پى تحميل آن بر جهان است؛ مختل و جلوگيرى كند!!

او امريكا و بريتانيا را متهم نموده كه گروه هاى تروريستى را در افغانستان مستقر و تقويه مى كنند و مى خواهند عليه منافع روسيه از آنان استفاده كند. اين اظهارات بدون شك زنگ خطر براى افغانستان است؛ اظهارات مسئولين و زعماء كشور هاى آسياى مركزى نيز پيام هاى خوبى براى افغان ها ندارند.

در نشست اخير (سیکا)؛ كه زعماء كشور هاى مهم منطقه و فرامنطقه در آن شركت كرده بودند؛ ولادمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه گفت: افغانستان فعلاً اساسی ترین مشکل منطقه است؛ لهجه مسئولين تاجكستان در رابطه به افغانستان؛ شدت و خشونت بيشتر را انعكاس مى داد؛ رئیس جمهور تاجکستان؛ هشدار داد كه تقویه  گروه‌های تروریستی در افغانستان تمامى منطقه را تهديد مى كند؛ او گفت: تاجكستان در خط مقدم مبارزه با تهدیدات افراطگرایی و تروریستی؛ نه تنها در سطح منطقه؛ بلکه فراتر از آن قرار دارد.

: از متن خطبه نماز جمعه امروزی عالیقدر انجینیر گلبدین حکمتیار امیر ح.ا.ا: به دوستان تاجكستانى مشوره مى دهيم كه شعار هاى جنگى و حمايت از گروه هاى جنگجو به نفع شما نيست؛ اگر جنگى از طريق تاجكستان در كشور همسايه اش افغانستان آغاز شود؛ نتيجه اش انتقال نا امنى و جنگ به خود تاجكستان خواهد بود.

: د ح.ا.ا د امیر ښاغلي انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: لا تر اوسه موږ نه اساسي قانون لرو او نه شورى او پارلمان!!

او دا په داسي حال كي چي د اسلامي نظام لومړني او اساسي مقتضيات او غوښتني دا دي چي امور به ئې له ملت سره په مشوره وي؛ همغسي چي قرآن فرمايي: و أمرهم شورىٰ بينهم؛ بايد په ټولو مهمو او ملي مسائلو كي هره پرېكړه د ملت په خوښه او موافقه وي؛ ملت بايد په تصاميمو كي فعاله ونډه ولري؛ د ملت توافق بايد په هر هغه تصميم كي اساسي شرط وگڼل شي چي د ملي مسائلو په ارتباط وي؛ له گواښونو سره د مقابلې څرنگوالى به د ملت په مشوره او موافقه ټاكل كېږي؛ د نظام هر څه بايد له يوې خوا د اسلام مطابق وي او له بلي خوا د ملت په خوښه او رضايت.

: د ح.ا.ا د امیر ښاغلي انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: د حكومت د عوائدو ټول مدارك بايد د شريعت له مخي تثبيت او تحديد شي او د هغو مواردو مخنيوى وشي چي حكومتونه له نورو لارو څه تر لاسه كوي؛ په ځانگړې توگه له هغو لارو چي زيان ئې عام ولس ته رسېږي؛ او په حقيقت كي له فقير او مسكين اخستل كېږي؛ ماليه، محصول، كميشن، گمركي تعرفې، مالي جريمې، سود، قمار، احتكار، انحصار، او هر هغه څه چي په اقتصادي برخي كي اسلام تحريم كړي؛ د ټولو ځاى بايد اسلامي مقرراتو او لارښوونو ته پرېښودل شي؛ په اسلامي نظام كي د حكومت د عوائدو عمده مدارك؛ زكات، عشر، خمس، خراج او شلنه ده؛ له شتمنو او له هغو اخستل كېږي چي عائد لري؛ شريعت لكه څنگه چي د عوائدو حلال او حرام موارد راښودلي د حكومت د مصارفو ټول عمده او اساسي موارد ئې هم ټاكلي.

: د ح.ا.ا د امیر ښاغلي انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: د ميراث شرعي وېش؛ يوه لويه او ستونزمنه لانجه ده چي افغانان ورسره مخامخ دي؛ ښځي؛ كه مور وي، مېرمن وي او كه خور؛ له ميراث محرومي دي؛ ميراث يا خو اصلاً نه وېشل كېږي او هر څوك د خپل زور او ځواك په تناسب برخه تر لاسه كوي او كه احياناً وېشل كېږي نو اكثراً مېرمني ترې محرومي وي؛ په كار دا ده چي د ميراث اړوند لانجو د حل و فصل لپاره مستقلي ځواكمني ادارې رامنځته شي؛ او په اختصاصي توگه دا كار وروسپارل شي، د تېرو نږدې پنځو لسيزو جنگونو د نورو لانجو په څنگ كي د ميراث په اړه هم زياتي او سختي ستونزي راولاړي كړې؛ هره كورنۍ له دې ستونزي سره مخامخ ده؛ دا ډېر مهم كار دئ؛ د يوه فرض عملي كول دي؛ جدي او فوري اهتمام ايجابوي.

: د ح.ا.ا د امیر ښاغلي انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: د ودونو غلط او ناجائز دودونه؛ د لوڼو پلورل، كونډي په ميراث كي شمېرل، د نكاح په اړه د كونډو، لوڼو او ځامنو واضح او څرگند حق سلبول، له ايجاب او قبول يوه شكلي او د واقع خلاف معامله جوړول، لوڼي او مېرمني د ميراث له حق محرومول؛ او په كورنيو چارو پوري تړلي نور قضايا؛ عادي نه بلكي ستر ستر انساني مسائل دي؛ جدي او فوري توجه ايجابوي. په دې اړه ټول ترك شوي او هېر شوي فرائض او وجائب بايد احياء شي؛ او واكمن بايد خپل ديني مسئوليتونه اداء كړي.

: د ح.ا.ا د امیر ښاغلي انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه: همدا اوس د ملل متحد تر پوښښ لاندي؛ هره اونۍ تر څلوېښت مليونه زيات ډالر راځي خو د دې پر ځاى چي د حكومت له لاري په هغو مواردو كي مصرف شي چي حكومت ئې غواړي؛ برعكس په مستقله توگه او د بهرنيانو د منصوبو مطابق او د دوى د خوښي په مواردو كي لگول كېږي!! او ځيني موارد ئې دې ته ورته چي په چادري كي پوښلې مېرمني راغونډوي؛ په قطارونو كي ئې ودروي، وچه ډوډۍ پرې وېشي او داسي ويډيو گاني ئې جوړوي او خپروي چي په ليدو ئې د هر غيرتي او شريف افغان اوښكي تويېږي؛ د داسي مرستو اصلي هدف او موخه د افغانانو تذليل او تحقير ده؛ نه بل څه.

د ح.ا.ا د امیر ښاغلي انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې لمانځه د خطبې له متن څخه:

حلال: هغه ده چي الله تعالىٰ ئې په اړه ويلي وي چي حلال دئ او دا هغه څه دي چي گټه ئې تر تاوان زياته وي.

حرام: هغه څه دي چي الله تعالىٰ ئې د حرمت په اړه په صريح توگه لارښوونه كړې او هغه چي تاوان ئې تر گټي زيات دئ.

مكروه: هغه چي انسان ترې كركه كوي؛ شريعت تحريم كړى نه دئ خو د كركجن جائز په سترگه ورته گوري؛ لكه طلاق چي د مجبوريت له كبله جائز كړى شوى خو د شريعت په تله كي مكروه او كركجن كار دئ.

مباح: هغه روا او جائز شى دئ چي گټه او تاوان ئې سره برابر دي.

او شرعي احكام څو درجې لري:

فرض: هغه چي الله تعالىٰ ئې په صريح نص سره د كولو امر كړى او نه كول ئې د سزا وړ عمل گڼلى.

واجب: هغه دئ چي تر فرض ئې درجه ټيټه ده؛ ځيني مذاهب دواړه يو شانته گڼي.

سنت: هغه چي پيغمبر عليه السلام پرې عمل كړى، يا ئې سپارښتنه كړې او يا ئې مخالفت او ممانعت نه دئ كړى.

مستحب: هغه چي د مخكنيو دريو په فهرست كي نه راځي خو ښه او غوره كار دئ.

كله چي د يوه څه د حل او حرمت په اړه څه وايو او څوك كومه فتوى وركوي؛ نو دا اصول بايد په پام كي ولرو؛ داسي نه چي د خپلي سليقې له مخي مكروه حرام وگڼو او فرض مباح.

: ‏د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي، د استخباراتو ریاست منسوبینو پاکستان ته د شاهین په نوم د یو شمېر قیمتي مرغانو د قاچاق مخه نیولې ده.

: ‏د خیبر پښتونخوا په يو شمېر ښوونځیو کې په پښتو ژبه خبرو کولو بندیز لګول شوی او زده کوونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې که چا په ښوونځي کې په پښتو خبرې وکړې نو جریمه به شي.

: ‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د فلسطین، مصر، لیبیا، لبنان، ایریتریا، ترکیې او سوریې له یو شمیر علماؤو او د اسلامي نهضتونو له استازو سره کتلي دي.

‏ذبیح الله مجاهد ویلي چې دې لیدنه کې یې له علماوو او د اسلامي نهضتونو استازو سره د افغانستان د روانو جریاناتو په اړه معلومات شریک کړي او د افغانستان په اړه یې د دوی اندیښنو ته ځوابونه ویلي دي.

: ‏د لوړو زده کړو وزارت:

د روسیې د بورسیو ۳۶۵ داوطلبانو ته مو د دوی پاسپورټونه او ویزې له چک وروسته بیرته وسپارل.

دا کسان چې طالبانو او روسانو په ګډه انتخاب کړي، ژر به روسیې ته درسونو لپاره ولاړ شي.

: ‏د امریکا ځانګړی استازی:

طالبانو سره خبرو لپاره دریمګړي هېواد ته اړتیا نه شته، پخپله ورسره مخامخ تماس کې یوو.

: ‏جنګ ته د پوتین لخوا د نویو ۳۰۰ زره کسانو د جذب تر اعلان وروسته، د روسانو لخوا هېواد د پریښودلو لړۍ چټکه شوې.

مرکزي بانک یې وایي، دغه موده کې خلکو اووه نیم میلیارده ډالر شخصي پانګه له بانکونو ایستلې.

: ‏جنوبي سوډان ـ دمازین:

له چهارشنبې راهیسې د دوه قومونو تر منځ پیل شوې لساني او قومي جګړه کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۵۰ کسان وژل شوي.

ځینو رسنیو د ۱۷۰ کسانو د مرګ او سلګونه نورو د ژوبلې راپور هم ورکړی.

: ‏د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپورچي ریچرډ بینټ:

افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خورا اندیښمنونکی دی.

هغه دولس ورځو لپاره کابل کې و، چې مختلفو لوریو سره یې لیدنې هم لرلې.

: ‏د هند حکومت پر ګوګل کمپنۍ ۱۶۲ میلیونه ډالر جریمه ولګوله.

وایي، د رقابت د اصولو خلاف تللي یاست او انډرویډ نه مو ناسمه استفاده کړې.

: ‏د پاکستان سترې محکمې امر کړی چې ټولو هغو افغانانو ته چې په دې هېواد کې د کډوالو له میندو او پلرونو زېږېدلي او د زېږېدو سند ولري، پاکستانی تابعیت ورکړل شي.

: ‏د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو اندېښنه ښودل شوې ده. د دغه سازمان مرستیالې امینې محمد وویل ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په اړه اندېښه وښودله.

: ‏امریکا وايي، ایران د روسیې په اشغال شوې کریمیا کې پر اوکراین د ډرون بریدونو کې د مرستې لپاره پوځي ماهرین ځای پر ځای کړي دي.

: ‏په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې وایي، په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدل ورته د منلو نه دي.

نوموړې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د خبرو پر مهال له ټولنې د افغان نجونو او مېرمنو حذف کول د دوی پر وړاندې د ” تاوتریخوالي“ یوه بېلګه وبلله.

: ‏د‌ امریکا د حکومت لخوا یوکراین سره د ۶۰ میلیارده ډالرو نویو مرستو تر اعلان وروسته اوس د دې هیواد د کانگرس جمهوري غوښتونکي غړي وایي چې یوکراین سره پر مرستو باید نظارت وشي.

‏دوی وایي چې امریکا کې د اقتصادي رکود احتمال زیات شوی او له اقتصادي سیال یعنې چین څخه دې هیواد ته امنیتي گواښونه متوجه دي نو باید له یوکراین سره پر مرستو لاس ونیول شي او نظارت پرې زیات شي.

: ‏د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ددې هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان د پنځو کلونو لپاره نااهله (بې کفایته) اعلان کړ.

کمېسیون ویلي چې خان په دې موده کې د ولس استازیتوب نه شي کولی.

‏پر عمران خان تور دی چې د توشه خانې په ډالیو کې یې فساد کړی خو نوموړي دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ده په دې ډالیو پیسې ورکړې او غلا کړې یې نه دي.

توشه خانه کې د نورو هېوادونو لخوا پاکستاني چارواکو ته ورکړل شوې ډالۍ ساتل کیږي.

‏هاخوا څو شېبې مخکې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون مخکې د ډزو غږونه اورېدل شوي خو په دې اړه ډېر جزﺉیات نشته.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک