له مرګه ورسته د ژوند ثبوت
ولي دې شيشه ماته کړه?
ولي دې پياله ماته کړه?
ډېر تکړه سړى وه خو غمونو مات کړ،
د ژواندانه په پون روان وم لوبيدمه
خبر نه وم چې در ګرده ماتيدمه
په ليدو خو مې بدن روغ رمټ وه
په دننه مې ژونکو پرېښودمه
دا پورته ژبدونو يا لغاتونه سره به ټول بلد ياست هره ورځ به ئې کاروئ
غواړم لږ مو ژور د مات له ټکي خبر کړم، مات په عربۍ کي د نسبي مړيني په مانا ده،
او په آريانا کي د تدريجي ماتي په پايله د بدن د غړو، انرزي او د هغو د فعاليت تر منځه د ګډ ترکيب ماتيدلو ته ماته يا مړينه وايي
خو لږ ژؤر پام وکړى، په تعریف کي يوازي ګډ ترکيب ماتيږي نه دا چې هر څه نابوديږي بلکه په تدريج سره خپل اصل اوبځر يا د انرژي لومړي ستر سيند ته ورګرزي
يعني هيڅ رښتينې کامله مړينه نشته
کچيري تاسو ضميمه آيات شريف ته ژور دقت وکړى هلته هم د ماتي ذکر دى د بشپړ محو کيدا نشته
نو
دا پوښتنه چي ايا له مرګه ورسته ژوند رښتيا دى?
دا يوه ناپوهه او بي مانا پوښتنه ده، ځکه چې هډو مطلق مرګ نشته نو د بيا ژوند پوښتنه څنګه وشې?
که يو لرګى مات شي حتا وسوځي نو هغه هيڅکله مړ نشو بلکه بلي بڼې ته واوښت
که مطلب دا وي چې ايا حس له بدني نسبي ماتي ورسته شته? نو ځواب دادى چې همدا اوس زموږ په بدن کې حس بلکه حواس، شعور، تفکر، عقل د ارتعاشاتو او انرزي بهير دى، نو له ماتي ورسته خو انرژيکي بهير نه نابوديږي بلکه حالت او بڼه بدلوي داسي بڼه چي انسان څنګه بشپړ کړي وي?
د شديدو ويرو، عذابونو وړ که د خوشيو او راحت سکون وړ?
نتجه دا شوه چې کله مطلق مرګ نشته نو له مرګه ورسته بيا ژوند فکر او پوښتنه هم ناسمه ده
که مطلب د بيا منسجم کيدا وي نو يوم الدين يعني د دن او دون له شيو بل سره ترکيب او جسم منفوش کول
ددي ثبوت خو همدا دى دا اوس پخپله د هر انسان شتون دى
مثال
اوس ټول خبر يو چې شمسي نظام سياري په ټوله کي د توري ګړپي يا سياه چالي يا بليک هول په لور مزل وهي، کله چي خاص واټن باندي نږدي شي وخت هم له منځه ځي، دَ بليک هول غږي وايبريشن به هر ساه کښ کي بدنۍ ترکيب مات او نسبي مړ کړي، مګر دا ټول هر څه به په نوبت سره تر بليک هول يا ګړپي اخوا تير او تر سپينه چينه بيرته د لومړني اوبځر په بڼه راووزي،
راوتلى اوبځر به بيا هم د پتيلو د يوځاى پروسه تکرار، او بلاخره لومړى نيوټران پروټان جوړ، متحد او د شديد با سرعته ګردش په وجه د کش ماس جوړ او ستره کتله جوړه کړي، دادى دن په دون کي بيا تکرار شو
بيا به نوي سياري لمرونه، ستوري کيهانونه جوړ او زموږ هغه ارتعاشات چي زموږ له ماتي ورسته يه کوم حال پاتي ول بيا منفوش او منجسم شي
ددي اسانه واضح ثبوت همدا دى چي کټمټ همدا پروسه تکرار شوي ده
لومړنى اېتم يا آدم يعني د دن دون هغه لومړۍ وسيله به رامنځته شي لکه مخکي چي تکرار شوي، زموږ نسل به ادامه پيدا کړي، مهمه نه ده چې د ځمکي په دي سياره به وو که تر دي بدتر که تر دې ښه، دا به زموږ ارتعاشاتي ماهيت ټاکي چۍ چيرته به وو?
هغه ذات چې هېڅ جزي، داخلي يا معمولي ماتي نلري او تل ترتله پر يو حال دى هغه ستر قادر متعال رب دى. له رب العمين پرته همدا اوس اوس هر جسم هر شى هره لزه په تدرج سره ماتيږي، کله وخت موږ د ځان، انسانانو او شيانو دغه ماتي پخپلو پنځو حواسو درک کولى شو خو اکثر دا تدريجي بدلون او ماتي زموږ له ښکاره حواسو ډېر پټ تر سره کيږي مګر هره لزه حتمآ تر سره کيږي، تر هغو چي يو وخت په بشپړ ډول دا ترکيب مات شي او سره ګډ اجزا جدا شي دني او دوني انوار سره بيل شي هر يو له مانۍ ورسه يا جدا کيدو وروسته پخيل سرنوشت اخته شي
