مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په یوه پيغام کې چې د نوموړي د دفتر د استازي نجم الهدا لخوا د " د پېښو خطرونو کمولو ورځې" په مناسبت غونډې ته واورول شو خبرداری ورکړ، چې دمګړۍ میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ دي او غذايي خوندیتوب نه لري.
نوموړي پر ملي او نړیوالو ادارو غږ کړی، چې راتلونکي ژمي کې د احتمالي پېښو د رامنځ ته کېدو لپاره باید د یو ملي پروګرام له لارې چمتووالي ونیسي.
✒: په افغانستان کې د ترکیې سفیر جېهاد ارگینای، په شفافه توګه اړمنو ته د خپل هېواد د بشرپاله مرستو د وېش بهیر او پراختیايي پروژو له تطبیق څخه د څارنې په هدف جوزجان ولایت ته تللی دی.
✒: د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د راتلونکي ژمي په ترڅ کې؛ پېښو ته د لازمې رسیدګۍ په هدف اړوندو وزارتونو ته د چمتووالي سپارښتنه وکړه او په دې برخه کې یې د نړیوالو موسسو پر مرستو هم ټینګار وکړ.
✒: کابل امنیه قومانداني د هغه کس د نیول کېدو خبر ورکوي چې د کابل ښار اړوند سیمو کې به یې پر عامو لارو ماینونه اېښودل او د ناامنۍ تصویر یې وړاندې کاوه.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ وایي، نوموړی کس د دقیقو اطلاعاتو پر بنسټ نیول شوی او په خپل جرم یې اعتراف هم کړی دی.
✒: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي وحدت ۳۶م نړیوال کنفرانس کې د اسلامي هېوادونو تر منځ پر یووالي او برابري ټینګار کړی. د ښاغلي کرزي په باور، اسلامي هېوادونه اړتیا لري له نړیوال منشور سره سم له نورو هېوادونو سره تعامل ولري.
✒: ذبیحالله مجاهد، سخنگوی امارت اسلامی در تویتی نگاشته است که رهبر امارت اسلامی طی فرمانی لایحهی جلوگیری از غصب زمین و استرداد زمینهای غصب شده و لایحهای یک کمیسیون در این زمینه را تصویب کردهاست.
✒: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیلالرحمن حقاني په کابل کې د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو نړیوالې ورځې غونډې ته وویل، د راتلونکي ژمي لپاره باید بشپړ چمتوالی ونیول شي او له هغو سیمو سره د مرستو لپاره پلان جوړ شي چې په ژمي کې ورته لاسرسی ستونزمن دی.
✒: د کندهار سپین ولسوالۍ امنیه قومندان مولوي محمود رسنیو ته وایي، پاکستاني پوځیانو دې ولسوالۍ کې د اسلامي امارت پوځیانو پر پوستو ډزي کړي. د هغه په وینا، له ځوابي ډزو وروسته پاکستاني پوځیانو، افغان خاوري ته هوانونه اچولي او یوه ښځه ټپي شوې. د هغه په خبره، اوس ځوابي ډزي کرارې شوي.
✒: د فيروز کوه مؤسسې ژمنه کړې چې د باميانو تاريخي کاروان سرای به له سره ورغوي.
✒: بي بي سي: لا تر اوسه داسې نښې نه ښکاري چې ګنې د روسیې ولسمشر دې د اوکرایین له جګړې په اسانۍ ځان را و ایستلی شي. د ده له لاسلیک شوي امر ښکاري چې د کرملین مشر لاهم د نیول شویو سیمو خپلولو ته دوام ورکوي.
✒: امریکا، اوکراین ته د روسي ځانمرګو ډرون الوتکو د پرځونې دوه دافع هوا سیسټمونه ورکوي.
وایي، شپږ نور به وروسته درکړو.
یوازې پرون روس پر اوکراین ۴۷ ځانمرګي ډرونونه خوشې کړي، چې اوکراین یې د ۳۷ ډرونونو د پرځونې ادا کړې.
✒: فارس اژانس:
ایران تازه د بلواګانو له منځه ۱۴ کسان نیولي، چې زیاتره یې افغانان دي.
✒: افغان ښځو لپاره د امریکا استازې رینا امیري:
طالبان وایي یو څه او کوي بل څه.
✒: متحده عربي امارات:
تر راتلونکو دریو میاشتو به د افغانستان راوړل شویو خلکو لپاره جوړ د ابوظهبۍ کمپ وتړل شي.
وایي، زیات خلک یې امریکا او کاناډا ته استول شوي او ۲۸۰۰ کسان یې پاتې دي چې کارونه یې په سرعت روان دي.
✒: د هند صدراعظم، پاکستان سره پر پوله ګجرات کې د هوایي او ځمکنیو ځواکونو د سترې اډې د جوړولو افتتاح وکړه چې تر ۲۰۲۳ پورې به بشپړه شي.
هند دا اډه د خپل امنیت لپاره خورا مهمه بللې ده.
✒: د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، د امنیتي ګواښونو له کبله له افغانستان سره د خپل هېواد پر پوله نور امنیتي تاسیسات هم جوړوي؛وایي موږ خپله تېرو دوه کلونو کې ورته مخامخ ۷۵ نظامي تاسیسات اچولي، ۳۰۰ تاسیسات نور جوړوو. ورته مهال د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر ادعا کړې چي ګواکې اسلامي امارت د تروریستي ډلو (۳۰۰۰) غړو ته افغان پاسپورتونه ویشلي دي.
✒: نړیوال بانک په خپل یوه تازه راپور کې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د افغانستان ناخالص کورني تودلیدات په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې ۳۰ تر ۳۴ سلنې منفي وده تجربه کړي ده.
✒: د ناټو سرمنشي وایي، په راتلونکو ورځو کې به ناټو اوکراین ته هوایي مدافع سیستم وسپاري. ینس ستولتنبرګ په برلین کې د یوې امنیتي غونډې پر مهال له کییف سره دا ژمنه وکړه.
✒: له لسو څخه ۷ تنه اوکراینیان وايي، د روسې پر وړاندې باید تر هغې جګړه دوام وکړې ترڅو دا جګړه وګټي او له لاسه تللې کریمیا هم بېرته ونیسي.
✒: د امريکا د کانګريس يوه جمهوريپال غړي مايکل له افغانستانه د امريکايي پوځيانو پر ايستلو هم توندې نيوکې کړې دي او ويلي يې دي چې دې کار د امريکا دښمنان زړور کړي دي.
✒: د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي چې پرون يې په يوه ځانګړې الوتکه کې له اسلام اباده ۳۱۱ نور افغان کډوال هم انتقال کړي دي. د کاناډا د کډوالو چارو وزير شان فريزر ويلي چې له اسلام اباده تازه لېږدول شوي افغانان د کاناډا پخواني همکاران او د هغوی د کورنيو غړي دي.
✒: په نايجريا کې د سيلابونو له کبله ۶۰۰ تنه مړه شوي او نږدې يو نيم ميليون نور بېځايه شوي دي. رويټرز خبري اژانس ويلي چې د نايجريا په ۳۲ ايالتونو کې داسې سيلابونه را وتلي چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې يې ساری نه درلود.
✒: په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو د جنایاتو تر افشا کیدو څه باندې ۶ کاله وروسته یوازې هغه کسان مجازات کیږي چې دغه جنایات یې افشا کړي او اوس هغه رسنۍ چې د دغو جنایاتو په افشا کولو کې یې مرسته کړې وه د حکومتي کړیو تر فشار لاندي راغلي دي.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین عباس ستانکزي هغه څرګندونې ” بې بنسټه “ او ” حیرانوونکې“ بللې چې ګنې د افغانستان چاپېریال په تېرو ٤ لسیزو کې د شوروي، امریکا او ناټو لخوا د ډول ډول وسلو او باروتو کارول کېدو له کبله زیان لیدلی.
✒: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا له یو شمیر افغان مېرمنو سره لیدلي دي.
یوناما پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې د افغان ښځو په اړه پر یو لړ مهمو مسایلو د خبرو تر څنګ زده کړو ته د نجونو پر لاسرسي او کار ته د مېرمنو پر ستنېدو ټینګار شوی.
✒: د سیمې او نړۍ ۲۷ هېوادونو (په افغانستان کې د ښځو د ملګرو ډلې) په نوم په یوه اعلامیه کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.
په اعلاميه کې راغلي چې له ښوونځیو د نجونو د راګرځولو پرېکړه د افغانستان د اکثريت خلکو هيله او غوښتنه نه ده. دوی افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد بللی چې نجونې پکې تر شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه لري.
✒: د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنټ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې په دې اړه به نور معلومات د ملګرو ملتونو په غونډه کې شریک کړي.
ریچارډ بنټ ۱۲ ورځې وړاندې افغانستان ته راغلی و، چې نن بېرته لاړ.
✒: د بریتانیا صدراعظمې لیز تراس په خپل پوست کې تر ټاکل کیدو ۴۴ ورځې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه.
وایي، خپلې ژمنې نه شم پوره کولی.
