ځوانان له فقر او بیکارۍ هجرت کوي
اواب کامه وال
لواړګیني د شاعرانو قدر نه کا
غورځولي یې لعلونه په ډېران دي
(حمزه بابا )
ځوانانو ته وطن کې د پاتې کیدو هیڅ هیله او امید نشته، بیکاري اوج ته رسیدلی، فقر له ولس جامې و ویستې، د تیر نظام خوار مامور او ملازم هره ورځ د اضافه تشکیل په نامه له دندو شړل کېږي، وزارت معنیت او لوی ریاستونه دی ستاسو وي، پر دې لاندې مامورینو خو جارو مه راکش کوئ، دوی هر یو کلونه خدمت کړی، اولادونه او کورنۍ لري، په دې تیر عمر څه وکړي؟
تیره ورځ راته د کابل پوهنتون یو ملازم په سرو سترگو وژړل، چې ما خو ټول عمر د گل او چمن خدمت کړی، لارې مې جارو کړي، زه خو نه د جمهوریت په مانا پوهیږم، نه د امارت، زه پدې عمر چرته لاړ شم، زه خو د تقاعد نه هم بې برخې شوم، د ځوانانو کېسې خو د کولو نه دي، پلرونه یی د نیکو هډوکي په نه پیسو خرڅوي، چې بچي د مرگ خولې ته ورکړي، یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي، په هوټل کې د سوالگرو له لاسه ډوډۍ نه تیریږي، په څلور لارو کې واړه ماشومان د موټرو ښیښو پورې کلک نښتي وي، تیره اوونۍ د زراعت وزارت غرب لوري ته، دوه ښکلې نجونې ولاړې وی، غږ یی را وکړو، ور تاو شوم، ماویل گنې د علي اباد یا فرانسویانو روغتون ته ځي، نابلده دي، نه یی لباس د سوالگرو وو، نه یی قواره او سلیقه، د خدای ج په ذات قسم کوم، دې دواړو نجونو د خبرو جرت نه درلود، چې ماته ووایی مرسته وکړه، ماویل غږ مو راوکړو، یوې بلې ته وکتل، ماویل خیریت دی، امر وکړئ، په ژړغوني غږ یی وویلې، مور مې سخته ناجوړه ده، داکتر ته د وړلو توان یی نه لرو، له ډیره وخته ولاړې یو، خو چاته د ویلو جرت نشو کولی،نو دا مو د وطن د پیغلو دا حال، د ځوانانو هغه بده ورځ او بیکاري،
نو ځوانان او کادرونه به وطن نه پریږدي، دا فرار نه دی، دا له ولږې او فقر نه هجرت دی، څه وکړي، دنده ته نه ورکوئ آو نور کارونه نشته، نو زموږ پر میړنو ځوانانو د فراریانو او بې ننگو نومونه مه ږدی، دوی له ښی ورځې وطن نه پریږدي، له ډیرې بدې ورځې روان دي، د دوی غیرت او شهامت ته سلام وکړئ او چارواکي دې، د پروردیگار د لوی عذاب انتظار کوئ، د دې قدرت او امانت خپل اهل ته نه سپارلو پوښتنه به درنه ضرور کېږئ، تاسو تکړه شئ، ځوانان په ویښتو او ږیرو نه پریخودو سپک او بې عزته کړی،
هيلې مړې دي پکې ورک د ژوند کتاب دی
وطن خوږ دی مګر ژوند پکې اعذاب دی
