No-IMG

د تاريخ له عجايبو؛ د لرغوني مصريانو هديرې

په مصري ادبياتو کي وينا ده چي:

"کله چي د مصريانو د هدیرې په لټه کي یاست، نو پوه سه چي د لویانو ذهنونه ننګوې...".

د لرغوني مصريانو اټکل ۳۰۰۰کاله وړاندي وه چي د انساني ژوند د تمدن ځانګړی طلايي پېر ګڼل کېږي.

لرغوني مصريان عربي تاريخونه فرعونيان هم بولي چي د مصر دغو فرعوني واکمنانو لویي ماڼۍ او محلونه درلودل او د ډېر شان او پرتم خاوندان ول.

تاريخونه وايي چي هر فرعون چي به مړ سو، د هغه شتمني بايد د هغه سره په قبر کي پټه سوې وای، نو له دې امله چي غله ئې شتمني غلا نه کړي، د هغوی قبرونه په عوامو د مصري ريګونو په ډېر کښتو برخو کي ايښوول کېدل، دلته د احرام مصر سره نږدې د مصر د دريم فرعون مړۍ د ښخولو مراسم وينو.

د مصري فرعونيانو په اړه روايت دئ چي فرعونانو د خپلو خويندو پرته د بل چا سره واده نه کاوه، ځکه خپله شتمني ئې له بل چا سره شريکول نه غوښتل.

فرعون عربي نوم دئ چي د مصري ژبي [پرعء] څخه اخستي دئ. لرغوني مصري ژبي کي د فرعون مانا د "لوی کور" ده چي خلکو به ورته د درناوي په ډول کاراوه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک