مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د ملاتړ او هڅونې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې پر سوداګرو او پانګوالو غږ کړی، چې خپل تولیدات د معیارونو مطابق برابر کړي.
نوموړي ویلي، کیفیت او معیار ورته تر ټولو لومړیتوب لري.
✒: د نیمروز کمیسار مولوي محمد هاشم حنظله وايي چې تېره شپه ایراني ځواکونو دوه افغان موټر چلوونکي په صفري سرحدي سیمه کې نیولي او وهل ټکولي دي.
په نیمروز کې دغه امنیتي چارواکی زیاتوي چې د اسلامي امارت ځواکونو دغه چلوونکي د ایران له پوله ساتو ځواکونو ازاد کړي دي.
ایراني پوله ساتو ځواکونو ویلي دي چې دغه چلوونکي د ناقانونه توکو د لېږد په تور وهل ټکول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د اسلامي امارت او د ایران د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د نښتې په هکله رپوټونه خپاره شوي وو؛ خو مولوي حنظله د دغې نښتې په کله څه نه وايي.
✒: د هوا پېژندنې ادارې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پنجشېر، نورستان او کونړ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، واورې اورېدو او سېلابونو د راتلو ګواښ کړی.
بلخ، هرات، غور، فراه، نیمروز، هلمند اوغزني ولایتونو کې له دوړو او خاورو سره د شدیدو باندونو اټکل هم شوی.
✒: نصرالله ملکزاده، رییس اطلاعات و فرهنگ ولایت پنجشیر، میگوید که خدمات شبکه مخابراتی "سلام" به علت مشکلات تخنیکی در ولسوالیهای عنابه و شتل این ولایت، متوقف شده است.
آقای ملکزاده میافزاید که مسوولان مخابراتی پنجشیر در تلاش اند تا هرچه زودتر این چالش را برطرف کنند.
✒: قوماندانی امنیه کندز میگوید که نیروهای امنیتی یک مخفیگاه افراد مسلح را در حوزه دوم امنیتی شهر کندز کشف نموده که پنج "فرد مسلح" در درگیری با نیروهای امنیتی، کشته شدهاند.
قوماندانی امنیه کندز با پخش خبرنامهیی گفته است که این افراد قصد اخلال امنیت را در این ولایت، داشتند.
✒: د افغانستان بانک وایي چې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو د بشري مرستو په دوام نن یو ځل بیا د ۴۰ میلیونه ډالرو نغده کڅوړه هېواد ته راورسېده او یوه سوداگریز بانک ته وسپارل شوه.
✒: د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هرات د قول اردو له قومندان سره په کتنه کې ویلي چې د ا.ا د مشر ملا هبت الله اخندزاده له لارښوونې سره سم د ا.ا ټول ځواکونه ثبت او بایومټریک کېږي او هغوی ته به د خدمت زمینه برابره شي.
✒: د تېر حکومت هغو ښځینه کارکوونکو ته چې په کور ناستې دي، تنخوا په وخت ورکول کیږي. د ا.ا د ویاند مرستیال وایي، د پاسپورټ، تذکرو، پولیسو، هوایي ډګر، د تعلیمي برخو، عامې روغتیا، مالیې وزارت او ځېنو نورو برخو ښځینه کارکوونکې چې اړتیا ورته لیدل کیږي خپلو دندو ته ځي.
✒: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا چهارشنبه په اسټرالیا کې د نړیوال جام په لړ کې خپله دویمه تمریناتي لوبه له پاکستان سره کوي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ تمریناتي لوبه پرون له بنګلهدېش څخه د ۶۲ منډو په توپیر وګټله.
✒: خواله رسنیو کې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان د تره زوی 'سعود الشعلان' یوه ویډیو خپره شوې چې نوموړی پکې د لوېدیځو هېوادونو خلاف ګواښوونکې څرګندونې کوي.
دا ویډیو داسې مهال لاس په لاس کېږي چې تازه څو ورځې وړاندې امریکا د سعودي په مشرۍ د تېلو صادرونکو هېوادونو 'اوپېک' سازمان لخوا د تېلو تولید د کمېدو پر پرېکړه سختې نیوکې وکړې.
امریکا کې باور پر دې دی چې سعودي عربستان باید له دې کبله ونه بښل شي او دا چې پر وړاندې یې د اقداماتو وخت را رسېدلی دی.
سعود الشعلان ظاهرآ د همدې غبرګون کې په انګلیسي او فرانسوي ژبو ثبت کړي ویډیويي پیغام کې لوېدیځ ته ګواښ کوي چې "که څوک د دغه هېواد او سعودي سلطنت موجودیت وننګوي، نو موږ ټول جهاد او شهادت ته چمتو یو."
اما د حزب اسلامي افغانستان امیر ښاغلي انجینیر ګلبدین حکمتیار تقریبا دیرش کاله وړاندې دسعودي عربستان په شاهي ماڼۍ کي ملک عبدالله ته پداسې مجلس کي چی شیخ اسامه بن لادن هم حضور درلود ورته وویل: امریکا د سعودي عربستان لپاره خطر دی.
ملک عبدالله ورته وویل: امریکا لا خطر!!؟؟
خو د سعودي حکومت اوس د امریکا په وړاندې د جهاد او شهادت غږ پورته کوي.
✒: آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه آمریکا در دانشگاه استنفورد در جریان گفتوگو با کاندولیزا رایس وزیر امور خارجه پیشین این کشور در دانشگاه استنفورد اظهار داشت: روسیه یک قدرت بزرگ رو به زوال است. مسکو ظرفیت عظیمی دارد اما از این قدرت برای آسیب استفاده میکند.
بلینکن تصریح کرد: ما میخواهیم برای بهبود زندگی مردم خود و جهان کارهای بزرگی انجام دهیم، بسیاری از دولتها امیدوار بودند که روابط پایدارتر و قابل پیشبینیتری با روسیه داشته باشیم. اما روسیه به ویژه دولت پوتین یک عامل خرابکار بزرگ است که میتواند مشکلات بزرگی ایجاد کند. جنگ اوکراین نمونه بارز آن است.
وی تاکید کرد: پوتین با اساس نظم ایجاد شده پس از دو جنگ جهانی و جنگ سرد مخالف است. ما با حمایت از اوکراین اجازه تحقق این آرزوی روسیه را نخواهیم داد.
✒: اوکراین: در حمله امروز روسیه به کییف 3 نفر کشته شدند.
ویتالی کلیچکو، شهردار کییف در شبکههای اجتماعی اعلام کرد که تأسیسات زیرساختی نیروگاه برق در این شهر در حمله صبح امروز نیروهای روسیه آسیب دیده و سه نفر جان باختهاند.
✒: د مايکروسافټ مشر او امريکايي ميلياردر بېل ګېټس ويلي چې د ماشومانو د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره له افغان حکومت سره هم خبرو ته چمتو دی. ګېټس دا خبره پرون تلګراف ورځپاڼې ته کړې ده.
✒: د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې او د جمهوريپال ګوند مخکښ غړي مايکل مک کال پرون د بهرنيو چارو وزارت ته يو ليک استولی او ترې غوښتي يې دي چې له افغانستانه د وتلو په تړاو ټول اسناد وساتي.
امريکايي رسنۍ وايي، که جمهوريپال ګوند راتلونکې مياشت د استازو جرګې په ضمني ټاکنو کې ډيرې څوکۍ وګټي نو له افغانستانه د پوځيانو د ايستلو په تړاو به پراخې څېړنې پيل کړي. مک کانل هم په ليک کې د بهرنيو چارو وزارت ته ليکلي چې د څېړنو او پلټنو لپاره په کار کېدونکی هره پاڼه سند بايد په خوندي توګه وساتل شي.
✒: ايران وايي د افغانستان اقتصادي پر ځان بسياينې ته د خپل مهم لومړيتوب په نظر ګوري او له همدې کبله د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپلو اقتصادي اړيکو ته ادامه ورکوي.
✒: امريکا او لويديځو متحدينو يې د اوکراين جګړې ته د ايراني چاودېدونکو ډرون الوتکو استول د ملګرو ملتونو له پرېکړه ليکه ښکاره سرغړونه بللې ده.
✒: روسيې له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د اړينو توکو يوه بله جوپه چې ۶۵ ټنه وزن لري کابل کې د ا.ا چارواکو ته سپارلې ده.
✒: د استراليا حکومت له هغې پرېکړې په شا شوی چې لويديځ بيت المقدس یې د اسراييلو د پلازمينې په توګه په رسميت پېژندلی و.
✒: جی شنکر، وزیر خارجه هند، گفته است که کشورش از یک روند فراگیر مسالمتآمیز که از سوی خود افغانها رهبری شود، حمایت میکند.
او از وضعیت کنونی در افغانستان ابراز نگرانی کرده و گفته است که "دهلی نو" از مردم افغانستان حمایت خواهد کرد.
✒: جرمني د افغان کډوالو د منلو نوی پروګرام اعلان کړ، چې ددې پروګرام له مخې له خطر سره مخ ۱۰۰۰ افغانان هره میاشت جرمني ته بېول کیږي.
په دغه پروګرام کې هغه کسان شامل دي چې افغانستان کې یې ژوند خطر سره مخ دی او یا د خپلو فعالیتونو له امله ګواښل شوي.
ددې پروګرام پر اساس نوي کسان په خپله غوښتنه نه شي کولی بلکې د ځینو جرمني نهادونو له لوري د جرمني حکومت ته ور پیژندل کیږي.
په دې ډله کې ځینې هغه کسان شامل دي، چې لا پخوا په ځینو لستونو کې ثبت شوي دي.
✒: د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینیکن ویلي ده فکر کاوه چې د امریکا سفارت به تر ۲۰۲۲ کاله پورې په کابل کې خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي.
انتوني بلینیکن ویلي چې ده باور درلود چې د امریکا سفارت به په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې په افغانستان کې رغنده فعالیت ولري او په وینا یې ټولې پالیسۍ په همدې اساس جوړې شوې وې.
