مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د شیخ هبة الله اخوندزاده د فرمان پر اساس د کابل ولایت مخکینی والي شیخ ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په حیث ټاکل شوی دی.
✒: د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله اغا د بامیانو ولایت د پوهنې وضعیت د څیړلو، هغلته له ښوونیزو مرکزونو د لیدلو او د پوهنې په برخه کې د شته ستونزو ارزولو په هدف دغه ولایت ته سفر کړی دی.
✒: افغان کریکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال جام په تمریناتي لوبه کې د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې ته د ۶۲ منډو په توپیر ماته ورکړه.
✒: د عامې روغتیا وزارت په تېر یوه کال کې په هېواد کې د پولیو د دوو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي.
د یاد وزارت چارواکي همداراز وايي، نن په ۲۲ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی چې ددې ۴ ورځني کمپاین په ترڅ کې به ۶ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
✒: د استخباراتو لوی ریاست وايي، د داعش ډلې دوه غړي یې نیویلي دي.
د استخباراتو ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د بلال او حمزه په نومونو د خوارجو دوه مهم غړي چې د نشراتو، جلب و جذب او ترور مسؤولیت یې په غاړه درلود، نیولي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، دغو کسانو یو شمېر هېوادوال هم وژلي وو او په مستعارو آدرسونو(ټلګرام، فسبوک) کې یې د خوارجو په ګټه نشرات کول، خلک یې جذبول او اخطارونه یې ورکول. دوی زیاتوي له دې کسانو سره ټول هغه وسایل او آدرسونه چې دوی ترې په نشراتو کې کار اخیست، هم نیول شوي دي.
✒: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ترکیې په «دیاربکر» ولایت کې له مېشتو افغان سوداګرو سره په لېدنه کې د افغانستان پر اقتصادي موضوعاتو خبرې کړي. ښاغلي مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، پهدې لېدنه کې یاد سوداګر وهڅول شول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
✒: په افغانستان کې د بشري حقونو فعالې جمیلې افغاني ته د بشریت د بیدارۍ لپاره د «ارورا» په نوم جایزه ورکړل شوه. دا جایزه د «ارورا بشردوستانه نوښت» له لوري هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په بشري برخه کې یې کار کړی وي. اغلې افغاني ته دا جایزه په ایټالیا کې ورکړل شوه.
✒: د افغانستان بانک وايي، سبا سې شنبه لس میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې پلوري. یاد بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو اړوند پر شرایطو له برابرو شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
✒: د برېښنا شرکت ګواښ:
۵۰۰ میلیونه افغانۍ پورونه مو په خلکو پراته دي.
وایي، که یو شمېر زورمندان د بریښنا پورونه ادا نه کړي جایدادونه یې خرڅوو.
له کال زیاته موده وشوه چې بریښنا شرکت همدا یو ګواښ کوي.
✒: د البیروني پوهنتون محصلینو له سیم پرته د برېښنا د انتقال دستګاه جوړه کړې.
بڼه یې ابتدايي ده چې تر ۳۰ ولټه برق تولیدوي او ۷۰ سانتي مترو پورې یې له تار او سیم پرته انتقالولی هم شي.
✒: یونیسف د هېواد ۲۲ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې ۶ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسینو ۴ ورځنی کمپاین پیل کړ.
✒: پوتین ته، کابل لپاره د بریټانیا د سفارت شارژدافیر:
ته غلط پوه شوی یې، موږ افغانستان کې سیاسي بدلون لپاره د هیڅ وسله وال حرکت ملاتړ نه کوو.
پوتین ویلي وو، امریکا او بریټانیا د طالبانو د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي او هغوی د منځنۍ اسيا پر لور توغندي توغوي.
✒: امریکا ـ اوهایو، کلیولینډ:
د نړۍ تر ټولو سپین ږیری ۱۰۰ کلن ډاکټر هاورډ ټوکر وایي، لا هم د خلکو له خدمت نه تقاعد نه اخلي.
نوموړی، د سهار له ۹ د ماښام تر ۶ بجو ناروغان ګوري چې ګینیس ریکارډ لري .
هغه تېره جولای کې ۱۰۰ کلن او کرونا شو خو بیا یې هم د ناروغانو انلاین معاینه او کار کاوه.
✒: د پاکستان د نرښځیانو ټولنې، د دوی د حقونو په نوم منظور شوی قانون رد کړ.
د دوی مشر الماس بوبي وایي، دا د نرښځیانو د حقونو قانون نه بلکې د همجنسپرستۍ د ودې قانون دی، چې وکیلانو په نشه کې پاس کړی.
✒: سوني کمپنۍ د نړۍ کوچني خو تېز لېزر پراجیکټورونه (VPL-PHZ61) او ( VPL-PHZ51) جوړ کړل.
یو یې ۷۰۰۰ او بل یې ۵۸۰۰ لیومن روښنایي شیندي چې چې له اوسنیو ګروپونو تېز، روښانه او په پرده باندې 4K ویډیو تصویر ښيي.
✒: د جرمني د دولت دوه ایتلافي پارټیو هوکړه وکړه چې هره میاشت زر تنه له خطر سره مخ افغانانو ته پناه ورکړي.
د دې پروګرام له مخې به شاوخوا ۱۰ زره افغانان پناه واخلي.
✒: د چين د انرژۍ ملي ادارې چارواکي ژن جينګ دونګ په يادې خبري ناستې کې وويل، چې چين د انرژۍ په برخه کې ٪ ۸۰ پر ځان بسيا دې او د باکيفيته پرمختګ لپاره یې تضمين برابر کړی دی.
✒: د اوکراین پر پلازمېنه کییف نن سهار وختي بیا څو هوایي بریدونه شوي دي. د اوکراین د ولسمشر د دفتر ریس اندرې یرموک ویلي چې په دغو بریدونو کې له بې پیلوټه الوتکو کار اخیستل شوی دی.
✒: د قطر د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې لؤلوة راشد الخاطر په قطر کې د فرانسې له سفير جان باپټېسټ فايور سره په افغانستان کې د نړيوالو همکاريو پر پراختيا خبرې کړې دي.
✒: د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي د امريکا پر ولسمشر جو بايډن تور پورې کړی چې ايران کې خلک بلوا او د ګډوډيو جوړولو ته هڅوي.
✒: په ترکیه کې د دیني عالمانو د ناستې ګډونوالو له اسلامي هېوادونو غوښتنه کړې چې له افغانستان سره په فرهنګي، سیاسي او اقتصادي برخو کې اړیکې پراخې کړي. د دې ناستې په پرېکړهلیک کې راغلي، اسلامي هېوادونه د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې مهم رول لري.
✒: د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان ویلي، شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانان د سختې لوږې له خطر سره مخ دي.
له دې سره په یو وخت د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبرداری ورکړی چې لس میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
✒: د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د قامي اسمبلۍ د ضمني ټاکنو په لړ کې له اوو څوکیو شپږ څوکۍ ګټلې دي. نوموړي په پېښور کې د پښتون ملتپال ملي عوامي ګوند نوماند غلام احمد بلور او چارسده کې د همدغه ګوند مشر ایمل ولي خان ته ماتې ورکړې ده.
ویل کیږي عمران خان به له دې بې سارې بریا سره اسمبلۍ ته لاړ نه شي دا ځکه چې نوموړي یوازې مخالفو ګوندونو ته خپل زور ښوده.
✒: جاپان له افغانستان سره ۵.۵ میلیونه ډالر مرسته وکړه.
په کابل کې د جاپان سفارت ویلي، د کوید-١٩ واکسین او نورو معمولو واکسينونو د ښه کیفیت او عادلانه ویش او نورو روغتیايي خدمتونو د برابرولو په برخه کې له افغانستان سره ۵.۵ ملیونه ډالر مرسته کوي.
✒: یوناني پولیسو له ترکیې سره پر پوله هغه ۹۲ نارینه کډوال ژغورلي چې جامې یې پر تن نه وې او یو شمېر یې ټپي هم وو.
د یونان چارواکو ددې پړه پر ترکیې وراچولې ده. د یونان د کډوالو وزیر دا کړنه د مدنیت لپاره شرم بللی خو هاخوا ترکیې بیا یونان پر وحشت تورن کړی دی.
تر اوسه معلومه نه ده چې دا کډوال د کومو هېوادونو دي، خو معمولا د افغانستان، عراق او ځینو نورو هېوادونو کډوال له همدې لارو اروپايي هېوادونو ته د رسېدو په تکل ورځي.
✒: د نړۍ په ډېری هېوادونو په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونو کې د تېلو بیې لوړې شوې او دا چاره ددې سبب شوې چې ګڼ خلک یې په اړه لاریونونه وکړي.
د فرانسې پلازمینه پاریس کې ددې ښار په لسګونه زره اوسېدونکو لاریون کړی او له حکومت غواړي چې د تېلو او سونتوکو بیې کنټرول کړي.
پر اروپا د روسیې د صادرېدونکو توکو د کموالي او دغه راز د اوپېک غړو هېوادونو لخوا د تېلو تولیداتو کمښت له کبله په نړۍ کې د تېلو بيې لوړې شوې دي.
✒: په ترکیه کې د دیني عالمانو غونډې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د اسلامي امارت په مشرۍ د افغانستان خلکو په دې هیواد کې د امریکا اشغال پای ته رسولی او په دې هېواد کې یې د اسلامي نظام رامنځته کړی دی.
دیني عالمانو د افغانستان تر اشغال او د افغانانو تر بریا وروسته اوس په دې هیواد کې اقتصادي وضعیت کړکیچن بللی او دا یې د دیني عالمانو مسوولیت بللی چې مسلمانان وهڅوي افغانستان سره مرستې وکړي.
د غونډې ګډونوالو له اسلامي هېوادونو غوښتي، چې له افغانستان سره په فرهنګي، سیاسي او اقتصادي برخو کې همکاري وکړي. د دې ناستې په پرېکړه لیک کې راغلي، اسلامي هېوادونه د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې مهم رول لري.
