مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وايي، " دا ډېره دردونکې ده چې مسلکي مسوولیت کې غیر مسلکي کسان ګومارل کېږي."
نوموړي د خوست شیخ زاید پوهنتون محصلینو ته ویلي، محصلین دې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته د کار او دندې د پیدا کولو لپاره نه مایوسه کیږي، باید زحمت وباسي او ځان ته په حکومت کې د ننه ځای پیدا کړي.
✒: کابل امنیه قومانداني وايي، د پنځمې حوزې اړوند پولیسو هغه دوه تنه نیولي چې د یو صراف څخه یې د یادې حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې پنځه میلیونه افغانۍ غلا کړې وې.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ وايي، له دې سره هممهال تېره شپه د اوومې حوزې اړوند سیمه کې هم ۳ غله نیول شوي دي.
✒: د کورنیو چارو وزارت د حکم پر بنسټ پاسوال عبدالکریم حسیب د مولوي عبدالحکیم حمدي پر ځای د پاسپورټ عمومي ریاست د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
✒: د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوناما له نوې مشرې روزا اوتنبایوا سره د لیدنې پر مهال په نیږدې راتلونکي کې د یوې لویې مشورتي شورا د رامنځته کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دمګړۍ د رهبرۍ شورا او د کابینې غونډه په لویو مسایلو کې د اسلامي امارت رهبرۍ ته مشورې ورکوي.
په دې لیدنه کې د یوناما نوې مشرې د نجونو د زده کړو او کار ته د مېرمنو په ورستنېدو ټینګار کړی دی.
✒: د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کندهار ولایت کې د احمدشاه بابا کور له سره سره رغوي.
د یاد وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه کندهار ته د سفر په ترڅ کې د احمدشاه بابا له کور څخه لیدنه کړې او ویلي یې، چې د اطلاعات او کلتور وزارت د دې کور د بیا رغونې لپاره پلان چمتو کړی.
✒: د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د اقلیمي بدلون نړیوالې اوونۍ غونډه کې وویل، د افغانستان چاپېریال په خرابوالي کې د نړۍ هېوادونو ستر رول لوبولی، ځکه په وینا یې دلته "پخواني شوروي، ناټو او امریکا" وسلې کارولي او له نړۍ یې وغوښتل چې له افغانستان سره مرسته وکړي.
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما نوې مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د یوناما نوې مشرې ددې لیدنې پر مهال د حکومت روانې چارې ستایلې او ویلي یې دي، یوناما به خپله ټوله هڅه وکړي چې افغان فنډ بیا ژوندی کړي څو د باور وړ بانک پیدا کړي.
هغې زیاته کړې، داسې حساس مسایل هم شته چې په کار ده دواړه لوري پرې په ګډه کار وکړي.
په ورته مهال متقي ددې لیدنې پر مهال هیله څرګنده کړې چې یوناما د خپل مسوولیت په چوکاټ کې د افغانستان حقایق نړۍ ته ورسوي او دا به ډېره ګټه وکړي.
✒: ملا عبدالسلام حنفی، معاون دوم رییسالوزرا در نشست هفتۀ تغییر اقلیم گفت که نبود بارندهگیها در بخشهای جنوب شرق، شمال و شمال غرب از اثرهای بد تغییر اقلیم است که مردم کشور را با مشکلات روبرو ساخته است.
✒: د عامې روغتيا وزارت مرستيال ډاکټر محمد حسن غياثي وايي، د هوا د ککړتيا او تنفسي ناروغيو له امله هر کال ٢٢٨٧ کسان يوازې په کابل کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
✒: د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د اوبو کمښت اړ کړي څو په خپلو مټو او مالي لګښت د اوبو د یوه بند جوړولو چارې پيل کړي. د اوبو دغه بند د غزني له مرکزه شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره لرې د جاغوري د غجور سیمې په سنګ جوی لومان کلي کې جوړېږي چې تر دې مهاله یې ۲۰ سلنه چارې مخ ته تللې دي.
✒: په کونړ ولايت کې د ۷ اعشاریه ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ځينو هغو دولتي ودانیو د ترمیم چارې پيل شوي، چې د تېرو جګړو له امله تخريب شوې دي. کورنیو چارو وزارت د تعميراتي چارو مرستیال الهام الدين عمري په دغه ولايت کې د تېرو جګړو له امله د تخریب شوو دولتي ودانیو د ترمیم چارې پیل شوې.
✒: کندهار کې د ۱.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د وچې مېوې د پروسس فابريکه جوړه شوې ده. د دې فابریکې مسوولین وايي، د ورځې پنځه ټنه وچه مېوه د نړيوالو بازارونو د غوښتنې مطابق پروسس کوي. په دغه فابریکه کې ۲۰۰ کاریګر په بېلابېلو برخو کې کار کوي.
✒: لغو 90 درصد سفر گردشگران خارجی به ایران.
رئیس انجمن صنفی دفاتر خدمات مسافرت هوایی و جهانگردی ایران از لغو حدود 90 درصد سفر گردشگران خارجی به این کشور خبر داد.
✒: د کولمبيا په لويديځ کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله لږ تر لږه ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا پېښه پرون د کولمبيا د لويديځ کالي او بندري ښار توماکو پر لویه لاره شوې ده.
✒: د چین ولسمشر وایي، له لسو کلونو راهيسې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت له ۵۴۰۰۰ ميليارډو يوانو څخه ۱۱۴۰۰۰ ميليارډو يوانو ته زيات شوی دی.
✒: تحریک طالبان پاکستان(TTP) د ملتان په یوه روغتون کې د سلګونو جسدونو موندل کیدل غندلي او دا یې د پاکستان د حکومت کار بللی. دا تحریک پخپله خپره کړې اعلاميه کې وایي چې د يادو کسانو جسدونه سلاخي شوي بیا یې غړي ترې ایستل شوي او پلورل شوي دي.
اعلاميه زیاتوي چې په زرګونو پښتانه او بلوڅان له کلونو راهيسې ورکیږي او بیا له داسې برخليک سره مخامخ کیږي.
اعلامیه کې هغه ګوندونه چې د داسې قضیو خلاف غږ نه اوچتوي غندل شوي او ویل شوي چې TTP به د دې ډول اعمالو حساب له حکومت سره وکړي.
