حکمتيار: افغانان بايد دې د لويو طاقتونو په رقابتونو كي د هيڅ لوري ملگرتيا ونه كړي
له ماسكو او مشرانو ئې داسي څه اورېدل كېږي چي ښيي د افغانستان له روان وضعيت مشوش دي او اندېښنې ئې تر حد زياتي؛ جمهور رئيس پوتين ويلي: افغانستان د تروريزيم له مقابلې او مهارولو عاجز دئ،
ضمير كابلوف؛ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانگړي استازي؛ ویلي: د افغانستان ټول گاونډيان په دې هیواد کي ټولشمول حکومت غواړي. هغه له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کي ویلي چي کابل کي د روسیې پر سفارت د چاودني په اړه څیړني رواني دي خو له لومړنیو معلوماتو داسي معلومېږي چي د چاودني امر د انگریزي غربیانو لخوا ورکړل شوی دئ.
د روسيې خارجه وزارت چارواكو ويلي: له افغانستان تروريستي گواښونه زيات شوي؛ د داعش د غړو شمېر؛ درې برابره زيات شوى؛
داسي معلومېږي چي د كابل او واشنگټن د استخباراتي مسئولينو وروستيو تفصيلي ناستو او له كابل سره د امريكا د غير مستقيمو مرستو؛ ناڅاپي زيات والى؛ هغوى ته دا اندېښنې راولاړي كړې؛ د افغانستان ستراتيژيك موقعيت داسي دئ چي كه كابل واشنگتن ته ډېر نږدې شي او خبره دې حد ته ورسېږي چي امريكا ئې غواړي؛ نو د دې احتمال ډېر زيات دئ چي افغانستان په يوه بل اوكراين بدل شي؛ امريكا غوښتل او غواړي چي په افغانستان كي خپل نظامي او استخباراتي حضور حفظ كړي؛ په ظاهر كي ووځي خو هم ئې گټي خوندي وي او هم ئې حضور؛ د امريكا مخكني جمهور رئيس ټرامپ په صريح الفاظو او په څرگنده وويل: ما غوښتل لږ تر لږه د بگرام هوائي ډگر زموږ په اختيار كي پاته وي؛ دا هوائي ډگر د چين له اتمي مركز په لنډ واټن كي پروت دئ.
افغانان بايد دې ته حساسو شېبو او حساسو قضاياوو ته په جدي توگه متوجه وي؛ د لويو طاقتونو په رقابتونو كي د هيڅ لوري ملگرتيا ونه كړي او پرېنږدي چي هېواد مو يو ځل بيا د خونړۍ جگړي په ډگر بدل شي.
دعاء كوو چي الله تعالى افغان مؤمن ولس ته د مخكي په څېر د ټولو دښمنانو د خطرناكو توطئو د شندولو توفيق وركړي، د ظالمانو او استعمارگرانو له شرارتونو ئې وژغوري او په خپلواك افغانستان كي زموږ د شهيدانو آرمانونه تر سره كړي. آمين
سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ
