حکمتيار: اوسني ظالمان به هرو مرو له شديد الهي عذاب سره مخامخ كېږي
الحمد للّٰهِ و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
فَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُواْ ذَنُوبٗا مِّثۡلَ ذَنُوبِ أَصۡحَٰبِهِمۡ فَلَا يَسۡتَعۡجِلُونِ ٥٩ الذاريات: 59 صدق الله العظيم
نو يقيناً هغو ته چي ظلم ئې كړى داسي ټاكلى عذاب دئ لكه د دوى د يارانو ټاكلى عذاب، نو په تلوار دې له ما نه غواړي.
په دې مبارك آيت كي د تاريخ د ټولو ظالمانو برخليك يو شان گڼل شوى، اوسني ظالمان به هرو مرو له هغه تور برخليك او شديد الهي عذاب سره مخامخ كېږي چي د دوى سلف او مخكيني ياران ورسره مخامخ شوي، نو تلوار دي نه كوي، ظالمان دي داسي نه انگېري چي په دې ټاكلي عذاب كي ځنډ يا له دې كبله دئ چي د دوى تدبيرونه اغېزمن دي، يا د عذاب وړ نه دي، يا ښايي له هغه څه سره به مخامخ نشي چي د دوى مخكيني ياران ورسره مخامخ شوي.
تر دې وړاندي آيتونه داسي دي:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنْسَ إِلا لِيَعْبُدُونِ56 مَا أُرِيدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَنْ يُطْعِمُونِ57 (إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ58
الذاريات: 56- 58
او پېريان او انسانان مي له دې پرته د بل څه لپاره نه دي پيدا كړي چي زما عبادت وكړي؛ نه لدوى كوم رزق غواړم او نه دا ترې غواړم چي خواړه راكړي، يقيناً چي الله د مضبوط ځواك خاوند روزي وركوونكى دئ.
د دې مباركو آيتونو لارښووني دا دي:
الله تعالى فرمايي چي پېريان او انسانان مي يوازي د دې لپاره پيدا كړي چي زما عبادت وكړي، دلته بايد لږ ودرېږو او په دې ځان پوه كړو چي دا كوم عبادت دئ او معنى ئې څه ده چي زموږ ټول ژوند احتواء كوي او زموږ د پيدايښت هدف او مقصد دئ! داسي چي كه له هغه پرته بل كار وكړو نو د خپل پيدايښت د هدف او مقصد خلاف كار مو كړى؟!! آيا دا خبره صحيح ده چي عبادت په لمانځه، روژې، زكات، حج، جهاد او اذكارو كي راخلاصه كړو؟! كه داسي وي نو هغه شېبې به څنگه تعبيروو چي دا كارونه په كي نه كوو؟! د دې او دې ته ورته پوښتنو دقيق او صحيح ځواب هغه مهال موندلى شو چي د (عبادت) په معنى پوه شو؛ عبادت عربي لفظ دئ، اصل ئې عبد دئ، عبد يعني مريى او عبادت يعني مرييتوب، او ته پوهېږې چي مريى هغه چاته ويل كېږي چي:
په بل خرڅ شوى وي او خپل واك ئې په بشپړه توگه هغه ته سپارلى وي.
د ده په واك كي چي څه وي هغه د ده نه بلكي د ده د آقا او مالك وي.
هيڅ كار په خپله خوښه او د خپلي مرضي مطابق نشي كولى، يوازي هماغه څه كوي چي خپل آقا ورته امر كړى وي.
په خپلو ټولو كړنو كي د خپل مالك او بادار رضاء لټوي؛ د خپلي رضاء لپاره هيڅ نشي كولى.
مريى نه شخصي دوست لري او نه دښمن، د آقا دوست ئې دوست او دښمن ئې دښمن وي.
نو عبادت يعني د الله تعالى په وړاندي داسي مرييتوب چي پورتنۍ ځانگړتياوي ولري، عبادت يعني داسي ژوند چي الله تعالى ئې تا ته لارښوونه كړې، په خپل ټول ژوند كي هغه كړنلاره او تگلاره غوره كول چي الله تعالى درښودلې، دا عبادت ستا ټول ژوند احتواء كوي، يوه شېبه ئې له دې دائرې نه وځي، په دې صورت كي ستا ناسته او ولاړه، ويښه او خوب، په پټي او دفتر كي كار، ليكل او لوستل، خوراك او څښاك او ټول نور ورځني كارونه عبادت گڼل كېږي، خو كه كوم كار دي او د ژوند كومه شېبه دي د عبادت مغاير او د الهي لارښوونو خلاف وه نو تا بغاوت كړى، هغه كار دي كړى چي ستا د ژوند د هدف او مقصد خلاف دئ.
له دې مهمي لارښووني وروسته او متصل ويل شوي چي نه له دوى كوم رزق غواړم او نه دا ترې غواړم چي خواړه راكړي، يقيناً چي الله د مضبوط ځواك خاوند روزي وركوونكى دئ، دلته هم په كار ده لږ درنگ وكړو او وگورو چي د دې وينا تړاو له مخكينۍ سره څنگه دئ او معنى ئې څه ده!! په سطحي نظر سره خو داسي معلومېږي چي الله تعالى موږ د عبادت لپاره پيدا كړي يو، ټوله توجه بايد دې لوري ته واړوو، نه يوازي الله تعالى له موږ روزي نه غواړي بلكي زموږ د روزي ذمه وار هم دئ، هغه د داسي مضبوط ځواك خاوند دئ چي هر چا ته په ښه توگه روزي وركولى شي، خو كه لږ ځير شو او د قرآن د نورو آيتونو په رڼا كي د دې دقيقه معنى ولټوو نو راته جوته كېږي چي دا مطلب په خاصه موخه دلته راوړل شوى، موږ د نړۍ اكثر اديان داسي مومو چي د ځينو لپاره دام او دكان ترې جوړ شوى، له غولېدلو د الله په نامه ډېر څه اخلي او په خپل جيب او خېټي كي ئې اچوي، د دوى روزي له هغه څه تأمينېږي چي د الله په نامه ئې د الله له مظلومو او غولېدلو بندگانو ترلاسه كوي. له هر الهي دين سره همدا معامله شوې، تل الهي دين د يوې مكاري ډلي د رزق وسيله گرځېدلى، د همدې لپاره گورو چي هر پيغمبر د توحيد لوري ته د بلني تر څنگ او متصل خپل قوم ته ويلي: له تاسو هيڅ اجر نه غواړم، زما اجر پر رب العالمين دئ، دلته ځكه تر دې مهمي او اساسي خبري وروسته چي انسانان او پېريان مي يوازي د عبادت لپاره پيدا كړي متصل ويل شوي چي الله تعالى له تاسو هيڅ روزي نه غواړي، د دې عبادت معنى دا نه ده چي څوك د الله په نامه له تاسو څه ترلاسه كړي.
