حکمتيار: د دې احتمال ډېر زيات دئ چي افغانستان په يوه بل اوكراين بدل شي
متن خطبه مشر معزز ( جمعه 22 ميزان 1401)
الحمد للّٰهِ و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
فَإِنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُواْ ذَنُوبٗا مِّثۡلَ ذَنُوبِ أَصۡحَٰبِهِمۡ فَلَا يَسۡتَعۡجِلُونِ ٥٩ الذاريات: 59 صدق الله العظيم
نو يقيناً هغو ته چي ظلم ئې كړى داسي ټاكلى عذاب دئ لكه د دوى د يارانو ټاكلى عذاب، نو په تلوار دې له ما نه غواړي.
په دې مبارك آيت كي د تاريخ د ټولو ظالمانو برخليك يو شان گڼل شوى، اوسني ظالمان به هرو مرو له هغه تور برخليك او شديد الهي عذاب سره مخامخ كېږي چي د دوى سلف او مخكيني ياران ورسره مخامخ شوي، نو تلوار دي نه كوي، ظالمان دي داسي نه انگېري چي په دې ټاكلي عذاب كي ځنډ يا له دې كبله دئ چي د دوى تدبيرونه اغېزمن دي، يا د عذاب وړ نه دي، يا ښايي له هغه څه سره به مخامخ نشي چي د دوى مخكيني ياران ورسره مخامخ شوي.
تر دې وړاندي آيتونه داسي دي:
وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالإِنْسَ إِلا لِيَعْبُدُونِ56 مَا أُرِيدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَنْ يُطْعِمُونِ57 (إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ58
الذاريات: 56- 58
او پېريان او انسانان مي له دې پرته د بل څه لپاره نه دي پيدا كړي چي زما عبادت وكړي؛ نه لدوى كوم رزق غواړم او نه دا ترې غواړم چي خواړه راكړي، يقيناً چي الله د مضبوط ځواك خاوند روزي وركوونكى دئ.
د دې مباركو آيتونو لارښووني دا دي:
الله تعالى فرمايي چي پېريان او انسانان مي يوازي د دې لپاره پيدا كړي چي زما عبادت وكړي، دلته بايد لږ ودرېږو او په دې ځان پوه كړو چي دا كوم عبادت دئ او معنى ئې څه ده چي زموږ ټول ژوند احتواء كوي او زموږ د پيدايښت هدف او مقصد دئ! داسي چي كه له هغه پرته بل كار وكړو نو د خپل پيدايښت د هدف او مقصد خلاف كار مو كړى؟!! آيا دا خبره صحيح ده چي عبادت په لمانځه، روژې، زكات، حج، جهاد او اذكارو كي راخلاصه كړو؟! كه داسي وي نو هغه شېبې به څنگه تعبيروو چي دا كارونه په كي نه كوو؟! د دې او دې ته ورته پوښتنو دقيق او صحيح ځواب هغه مهال موندلى شو چي د (عبادت) په معنى پوه شو؛ عبادت عربي لفظ دئ، اصل ئې عبد دئ، عبد يعني مريى او عبادت يعني مرييتوب، او ته پوهېږې چي مريى هغه چاته ويل كېږي چي:
په بل خرڅ شوى وي او خپل واك ئې په بشپړه توگه هغه ته سپارلى وي.
د ده په واك كي چي څه وي هغه د ده نه بلكي د ده د آقا او مالك وي.
هيڅ كار په خپله خوښه او د خپلي مرضي مطابق نشي كولى، يوازي هماغه څه كوي چي خپل آقا ورته امر كړى وي.
په خپلو ټولو كړنو كي د خپل مالك او بادار رضاء لټوي؛ د خپلي رضاء لپاره هيڅ نشي كولى.
مريى نه شخصي دوست لري او نه دښمن، د آقا دوست ئې دوست او دښمن ئې دښمن وي.
نو عبادت يعني د الله تعالى په وړاندي داسي مرييتوب چي پورتنۍ ځانگړتياوي ولري، عبادت يعني داسي ژوند چي الله تعالى ئې تا ته لارښوونه كړې، په خپل ټول ژوند كي هغه كړنلاره او تگلاره غوره كول چي الله تعالى درښودلې، دا عبادت ستا ټول ژوند احتواء كوي، يوه شېبه ئې له دې دائرې نه وځي، په دې صورت كي ستا ناسته او ولاړه، ويښه او خوب، په پټي او دفتر كي كار، ليكل او لوستل، خوراك او څښاك او ټول نور ورځني كارونه عبادت گڼل كېږي، خو كه كوم كار دي او د ژوند كومه شېبه دي د عبادت مغاير او د الهي لارښوونو خلاف وه نو تا بغاوت كړى، هغه كار دي كړى چي ستا د ژوند د هدف او مقصد خلاف دئ.
له دې مهمي لارښووني وروسته او متصل ويل شوي چي نه له دوى كوم رزق غواړم او نه دا ترې غواړم چي خواړه راكړي، يقيناً چي الله د مضبوط ځواك خاوند روزي وركوونكى دئ، دلته هم په كار ده لږ درنگ وكړو او وگورو چي د دې وينا تړاو له مخكينۍ سره څنگه دئ او معنى ئې څه ده!! په سطحي نظر سره خو داسي معلومېږي چي الله تعالى موږ د عبادت لپاره پيدا كړي يو، ټوله توجه بايد دې لوري ته واړوو، نه يوازي الله تعالى له موږ روزي نه غواړي بلكي زموږ د روزي ذمه وال هم دئ، هغه د داسي مضبوط ځواك خاوند دئ چي هر چا ته په ښه توگه روزي وركولى شي، خو كه لږ ځير شو او د قرآن د نورو آيتونو په رڼا كي د دې دقيقه معنى ولټوو نو راته جوته كېږي چي دا مطلب په خاصه موخه دلته راوړل شوى، موږ د نړۍ اكثر اديان داسي مومو چي د ځينو لپاره دام او دكان ترې جوړ شوى، له غولېدلو د الله په نامه ډېر څه اخلي او په خپل جيب او خېټي كي ئې اچوي، د دوى روزي له هغه څه تأمينېږي چي د الله په نامه ئې د الله له مظلومو او غولېدلو بندگانو ترلاسه كوي. له هر الهي دين سره همدا معامله شوې، تل الهي دين د يوې مكاري ډلي د رزق وسيله گرځېدلى، د همدې لپاره گورو چي هر پيغمبر د توحيد لوري ته د بلني تر څنگ او متصل خپل قوم ته ويلي: له تاسو هيڅ اجر نه غواړم، زما اجر پر رب العالمين دئ، دلته ځكه تر دې مهمي او اساسي خبري وروسته چي انسانان او پېريان مي يوازي د عبادت لپاره پيدا كړي متصل ويل شوي چي الله تعالى له تاسو هيڅ روزي نه غواړي، د دې عبادت معنى دا نه ده چي څوك د الله په نامه له تاسو څه ترلاسه كړي.
برادران و خواهران عزيز!
همزمان با تيره و متشنج شدن مناسبات شرق و غرب؛ تشديد جنگ اوكراين به پيمانه اى كه امريكا و روسيه همديگر را به جنگ اتمى تهديد مى كنند، احتمال آغاز جنگى در تايوان ميان امريكا و چين نيز تا حدى زياد تقويه شده؛ لهجه هر دو طرف خشن و جنگ طلبانه جلوه مى كند؛ در عين زمان بحران افغانستان نيز ابعاد پيچيده تر به خود مى گيرد؛ چند مورد خاص همين را باز گو مى كند:
آنان كه كم از كم در بيست سال گذشته؛ در كنار ناتو بودند و مصروف جنگ تحت قومنده اشغالگران؛ و يكجا با نيروهاى اشغالگر افغانستان را ترك كردند و به اروپا و امريكا انتقال يافتند؛ عده اى در جاده هاى كشور هاى غربى شعار جنگ مى دهند، عده اى بحران كشور را كه تجاوز نيروهاى اجنبى باعث آغاز آن بوده؛ و ملت مظلوم ما با ميراث هاى شوم و نحس دوران اشغال مواجه اند؛ اما عده اى نافهم و مغرض آن را ناشى از جنگ قومى و نسل كشى مى پندارند و مى پردازند؛ در حالى كه اين جنگ از كودتاى دوم كمونست ها در ثور 1357 آغاز شده و تا امروز ادامه دارد؛ در اين مدت طولانى؛ ملت مؤمن و متحد ما كه وحدت شان از اسلام مايه گرفته و در طول تاريخ متحد مانده اند و از كشور و ارزش هاى مشترك و مقدس شان همواره و در برابر هر اشغالگر دفاع كرد اند؛ هيچ فتنه گرى نتوانسته؛ وحدت محكم آنان را متلاشى كند و سنگر هاى شان را از اين طريق فتح كند؛ احدى نتوانسته اين ملت مؤمن، غيور، سربلند و هوشيار را بر اساس قوم، نژاد، لسان و سمت از هم جدا و تقسيم كند؛ در اثناء هر جنگ آزادى؛ فقط بر دو گروه تقسيم شده اند: 1- آنان كه سلاح برداشتند، راه جهاد و جنگ آزادى را در پيش گرفتند، در برابر اشغالگران محكم و استوار ايستادند، قربانى دادند و پرچم آزادى را بر افراشتند؛ اكثريت قاطع ملت؛ از تمامى اقوام و قبائل؛ پشتون و غير پشتون؛ تاجك، اوزبك و هزاره، سنى و شيعه، همه در كنار هم و در يك سنگر؛ در اين جنگ طولانى و نابرابر شركت كردند. 2- گروه دوم؛ يك اقليت كوچك و مطرود ملت؛ در پاى اشغالگران افتادند و عليه هموطنان خود جنگيدند؛ با اشغالگران آمدند و بر كرسى اقتدار نصب شدند و با آنان يكجا كشور ما را ترك كردند. اين ها نه از هيچ قوم و نژادى نمايندگى مى كنند و نه به هيچ ارزش و هدفى مقدس باور دارند. شعار هاى تجزيه ملت و كشور يك مأموريت از سوى اشغالگران و غرض تضعيف مقاومت و جنگ آزادى بوده؛ و عليه خواست تمامى ملت؛ نه نمايندگى از خواست كدام قوم و قبيله؛ برخى شعار تجزيه كشور به شمال و جنوب و تأسيس خراسان و هزارستان را از اتحاد شوروى ياد گرفتند و برخى از ناتو؛ نقش عمده را در تكرار اين شعار هاى تجزيه طلبانه؛ پرچمى هاى وابسته به اتحاد شوروى و اعضاء شعله جاويد وابسته به پيكنگ داشتند؛ به ياد داريم كه اولين شعار هزارستان؛ سال ها قبل از سوى همين ها عنوان شد؛ مجله اى داشتند و در آن علاوه بر مطالب مضر ديگر؛ حتى مى نوشتند: ما شيعه ها در موقعيتى قرار داريم كه مى توان مثل سوريه؛ كه يك اقليت 6 در صدى بر آن حكومت مى كند؛ حكومت خود را در كابل داشته باشيم؛ ايران نيرومند در كنار ما خواهد بود!! به ايشان مى گفتيم: آيا مى خواهيد كشور هزارستان از هشت ولسوالى باميان و داى كندى بسازيد؛ ميان چند كوه؛ كه از هر سو در محاصره است و با هيچ كشورى ديگر نيز هممرز نيست؟!! آيا گمان مى كنيد كه چنين كارى عقلانى و عملى است؟ در خلال بيست سال اشغال افغانستان توسط ناتو؛ همين ها اين شعار ها را زمزمه كرده اند و امروز نيز همين ها در جاده هاى كشور هاى غربى عضو ناتو زمزمه مى كنند. هيچ افغان هوشيار و مؤمن با اين ها همصدا نخواهد شد؛ و فريب دشمنان كشور و ملت ما را نخواهد خورد.
توصيه و سفارشم به تمامى افغان هايى كه خواهان خاتمه جنگ و نجات كشور از بحران اند؛ اين است:
بياييد جنگ و جنگ افروزان را؛ همه و همواره به شدت محكوم كنيم؛ مربوط هر قوم و قبيله و داراى هر زبان و لهجه و هر شعار و بيرق؛
بر هر قاتل هر انسان بى گناه؛ نفرين و لعنت بفرستيم.
از هيچ قاتل، جانى، ظالم و مزدور اجنبى، در خدمت شبكه هاى اتستخباراتى و عامل و وسيله جنگ هاى نيابتى حمايت نكنيم؛ برعكس بر روى هر يكى سيلى محكم بكوبيم.
با كسانى همصدا شويم كه خواهان خاتمه جنگ و پايان بخشيدن به بحران اند؛ از راه حلى حمايت كنيم كه ضامن تأمين امنيت و عدالت است، به استحكام هر چه بيشتر وحدت ملى مى انجامد و به حكومت منبعث از اراده مردم منتج مى شود.
بياييد تمامى افغان هاى مخالف جنگ و فعال در مبارزه سياسى؛ دست به هم بدهيم، خواست ها و شعار هاى مان را توحيد كنيم و بر چند خواست اساسى و ملى تركيز و تأكيد نماييم: 1- تأسيس شورى عالى و مقتدرى كه اجماع ملى را تمثيل نمايد و در رابطه به تمامى قضاياى ملى و متعلق به تمامى ملت؛ آخرين مرجع تصميمگيرى بوده و فرد فرد به تصاميم آن تمكين و التزام داشته و اعضاء آن نمايندگان واقعى و منتخب ملت ملت باشد. 2- همين مرجع ممثل ملت در مورد تسويد و تصويب قانون اساسى جديد و چگونگى نظام آينده كشور تصميم نهائى بگيرد و تمامى ملت از آن حمايت كند؛ باور داريم كه مى توان از اين طريق به تمامى اختلافات و منازعات پايان بخشيد و جلو مداخلات اجنبى در امور كشور را سد كرد و افغانستان فارغ از جنگ ساخت.
بياييد همين را به عنوان راه حل نهائى و عملى تجربه كنيم؛ به كسانى كه شعار شان تكرار تجارب ناكام و خونين گذشته است؛ جواب رد بگوييم.
نه جنگ؛ آنهم جنگ نيابتى و نژادى به سود هيچ افغان؛ مخصوصاً اقليت هاى قومى است و نه همراهى با گروهايى كه مأموريت شان همواره تركيز بر جنگ بوده و در كنار هر اشغالگر ايستاده اند.
وروڼو خويندو!
له ماسكو او مشرانو ئې داسي څه اورېدل كېږي چي ښيي د افغانستان له روان وضعيت مشوش دي او اندېښنې ئې تر حد زياتي؛ جمهور رئيس پوتين ويلي: افغانستان د تروريزيم له مقابلې او مهارولو عاجز دئ،
ضمير كابلوف؛ د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانگړي استازي؛ ویلي: د افغانستان ټول گاونډيان په دې هیواد کي ټولشمول حکومت غواړي. هغه له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کي ویلي چي کابل کي د روسیې پر سفارت د چاودني په اړه څیړني رواني دي خو له لومړنیو معلوماتو داسي معلومېږي چي د چاودني امر د انگریزي غربیانو لخوا ورکړل شوی دئ.
د روسيې خارجه وزارت چارواكو ويلي: له افغانستان تروريستي گواښونه زيات شوي؛ د داعش د غړو شمېر؛ درې برابره زيات شوى؛
داسي معلومېږي چي د كابل او واشنگټن د استخباراتي مسئولينو وروستيو تفصيلي ناستو او له كابل سره د امريكا د غير مستقيمو مرستو؛ ناڅاپي زيات والى؛ هغوى ته دا اندېښنې راولاړي كړې؛ د افغانستان ستراتيژيك موقعيت داسي دئ چي كه كابل واشنگتن ته ډېر نږدې شي او خبره دې حد ته ورسېږي چي امريكا ئې غواړي؛ نو د دې احتمال ډېر زيات دئ چي افغانستان په يوه بل اوكراين بدل شي؛ امريكا غوښتل او غواړي چي په افغانستان كي خپل نظامي او استخباراتي حضور حفظ كړي؛ په ظاهر كي ووځي خو هم ئې گټي خوندي وي او هم ئې حضور؛ د امريكا مخكني جمهور رئيس ټرامپ په صريح الفاظو او په څرگنده وويل: ما غوښتل لږ تر لږه د بگرام هوائي ډگر زموږ په اختيار كي پاته وي؛ دا هوائي ډگر د چين له اتمي مركز په لنډ واټن كي پروت دئ.
افغانان بايد دې ته حساسو شېبو او حساسو قضاياوو ته په جدي توگه متوجه وي؛ د لويو طاقتونو په رقابتونو كي د هيڅ لوري ملگرتيا ونه كړي او پرېنږدي چي هېواد مو يو ځل بيا د خونړۍ جگړي په ډگر بدل شي.
دعاء كوو چي الله تعالى افغان مؤمن ولس ته د مخكي په څېر د ټولو دښمنانو د خطرناكو توطئو د شندولو توفيق وركړي، د ظالمانو او استعمارگرانو له شرارتونو ئې وژغوري او په خپلواك افغانستان كي زموږ د شهيدانو آرمانونه تر سره كړي. آمين
سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ
