مهم ترین های امروز پنج شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر اسد عباس سره په لیدنه کې ویلي، چې کله نا کله پاکستاني چارواکي د افغانستان په باب داسې څرګندونې کوي، چې د خواشینۍ لامل شي، چې په خبره یې دواړه لوري باید ورته جدي پاملرنه وکړي.
په دې لیدنه کې د پاکستان شارژدافير ویلي، چې پاکستان له افغانستان سره ډېر ګډ ارزښتونه او نه شلېدونکې اړيکې لري او د دواړو لوریو ترمنځ مشکلات د غلط فهمۍ له امله رامنځ ته کیږي.
✒: د ملا عبدالغني برادر په مشرۍد سوالګرو راټولولو کمېټه وایي، د تلې یا مېزان میاشتې تر ٢٠مې نېټې یې له کابل ښار څخه ١١٨٣٩ سوالګر راټول کړي چې ددې سوالګرو له ډلې ٨٠١١ یې ښځې ٢٧٨٩ یې ماشومان او ١٠٣٩ یې نارینه دي.
✒: شیخ هبة الله اخوندزاده وایي، د علماوو سره په ګډه د ټولو وزارتونو لایحې او مقررې له نظره تېروي او هغه برخې به ترې لیرې کړي چې له شریعت سره په ټکر کې دي.
په خواله رسنیو کې هغه ته په منسوب خپور شوي غږیز کلیپ کې ویل شوي چې اسلامي امارت له نړۍ سره د شریعت په رڼا کې تعامل ته تیار دی.
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې جاپان په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی او د بشري حقونو په برخه کې یې په لا زیاتې پاملرنې ټینګار کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا دا څرګندونې کابل کې د امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال مطرح کړې دي.
✒: شیرمحمد عباس استانکزی، معین سیاسی وزارت خارجه، در نشست بزرگداشت از میلاد نبی در کابل، میگوید که "دشمنان بیرونی" تلاش میکنند تا نشان بدهند که در افغانستان کشتار یک قوم جریان دارد؛ اما این یک دسیسه از سوی "دشمنان" است که میخواهند بین افغانها اختلافات گوناگون ایجاد کنند.
✒: د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي چې پاکستان د افغان سوداګرو د کاروبار او د مالونو د ترانزيټ په برخه کې ګڼ خنډونه رامنځته کړي چې له کبله يې سوداګرو د دغه هېواد پر ځای نورو ګاونډيو هېوادونو ته مخه کړې ده.
✒: د افغانستان سرپرست حکومت د ځينو اوسنیو او پخوانیو چارواکو لپاره د امریکا د ویزې د محدودېدو په غبرګون کې ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا کار د دوحې د هوکړې نقض دی او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر عادي کولو یې ټينګار کړی دی.
✒: ننګرهار ـ سرخرود:
ځایي خلک وایي، څو میاشتې وشوې چې د کابل ـ جلال اباد لارې د نظر اباد سېلاب وړی او موټر ډېر په تکلیف تېرېږي، خو ځایي مسوولانو د وران پل د رغونې لپاره یوه تېږه په بله لا نه ده اړولې.
✒: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه طی سخنرانی خود در کنفرانس همکاری و اقدامات اعتمادساز در آسیا در آستانه پایتخت قزاقستان درباره جنگ روسیه و اوکراین گفت: علیرغم سختیهای میدانی موجود که وجود دارد، هدف ما توقف فوری خونریزی است.
رئیس جمهور ترکیه تصریح کرد: من تاکید میکنم که صلح عادلانه از طریق دیپلماسی حاصل می شود. جنگ هیچ برندهای ندارد، اما صلح عادلانه نیز هیچ بازندهای نخواهد داشت.
اردوغان در بخش دیگری از سخنان خود خواستار اصلاح ساختار امنیت بین المللی شد و گفت: ساختار امنیت جهانی باید با درک عادلانهتر، منصفانهتر و با توانایی بالا شکل بگیرد.
وی با تاکید بر لزوم مقابله همه جانبه و بدون استاندارد دوگانه با سازمان های تروریستی، افزود: باید بدون هیچگونه استاندار دوگانه ای با تشکلهایی که در زمینه تبلیغات، تامین مالی و جذب نیرو برای گروههای تروریستی فعالیت میکنند، مقابله کرد.
✒: بیانیه پایانی ششمین دور نشست کنفرانس تعامل و اعتمادسازی در آسیا.
براساس این بیانیه، سران و نخستوزیران کشورهای شرکتکننده در نشست مذکور تصمیم گرفتند تا روند تبدیل تدریجی کنفرانس تعامل و اعتمادسازی آسیا به یک سازمان بینالمللی تمامعیار را آغاز کنند.
شرکتکنندگان در بیانیه پایانی اعلام کردند: فعالیتهای مشترکمان را تقویت خواهیم کرد تا بتوانیم با رسیدگی مشترک به مشکلات قرن بیست و یکم و حل مسالمتآمیز اختلافات طبق منشور ملل متحد به یک منطقه امن و مرفه دستیابیم.
در این بیانیه تصریح شد که بهعنوان اولین گام از روند تبدیل کنفرانس تعامل و اعتمادسازی آسیا به یک سازمان بینالمللی، جلساتی که در قالب شورا صورت میگرفت، از این پس به شکل اجلاس سطح بالا برگزار و از مدیر اجرایی نیز بهعنوان دبیرکل یاد خواهد شد.
کویت در بیانیه پایانی بهعنوان بیست و هشتمین عضو کامل کنفرانس تعامل و اعتمادسازی آسیا معرفی شد.
همچنین شرکتکنندگان در نشست مذکور موافقت کردند قزاقستان ریاست دورهای کنفرانس تعامل و اعتمادسازی آسیا را تا سال 2024 بر عهده داشته باشد.
✒: پوتین: کشورهای دریافتکنتده غلات اوکراین، باید سپاسگزار اردوغان باشند.
ولادیمیر پوتین، رئیسجمهور روسیه در حاشیه ششمین اجلاس کنفرانس تعامل و اعتمادسازی آسیا (CICA) در آستانه با رجب طیب اردوغان، همتای تُرک خود دیدار و گفتوگو کرد.
✒: کاناډا دا ځل له تاجکستانه ۳۲۶ افغانان پورته او ځانګړي پرواز کې یوړل.
✒: د امریکا خارجه وزارت ویاند:
جنرال باجوه چې امریکا ته راغلی او هر څه خبرې مو ورسره کړي، جزیات به یې پټ او محرمانه وساتل شي.
✒: د امریکا خارجه وزارت:
ټوله توجه مو ایران کې حکومت اعتراضونو ته ده.
وایي، ایران سره اټومي تړون (برجام) او مذاکرات راته اولویت نه دی.
✒: د ایران د ماشومانو د خوندیتوب ټولنه وايي چې په دغه هېواد کې په لاریونو کې لږ تر لږه ۲۸ ماشومان وژل شوي دي. دغې ټولنې د ایران امنیتي ځواکونه غندلي چې د هغو ماشومانو پر ضد یې هم له تاوتریخوالي څخه کار اخیستی، چې په ښوونځیو او سړکونو کې لاریونونو ته راوتلي وو.
✒: پر اوکرایین د روسیې له توغندیزو بریدونو سره هممهاله د اوکراین ناټو متحدین وايي، له کیېف سره د دافع هوا عصري سیسټم مرستې زیاتوي. په دې مرستو کې توغندي او رادار سیستمونه شامل دي، چې فرانسې، کاناډا او هالنډ یې اوکرایین ته د ورکولو ژمنه کړې.
✒: د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د رایو په لوی اکثریت د روسیې هغه هڅه غندلې چې په خپله خاوره پورې یې د اوکرایین څلورو سیمو ضمیمه کولو لپاره کړې. په دې هکله یو قرارداد د ۱۳۴ هېوادونو استازو د رایو په اکثریت منظور شو، خو ۳۵ نورو هېوادونو په رایې اچوونه کې له برخې اخیستو ډډه وکړه.
✒: د پاکستان د تېلو او ګازو یوې خصوصي کمپنۍ په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. د (OGIL) په نوم د تېلو او ګازو د پانګونې شرکت ویلي، چې په افغانستان کې د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره پانګونې ته لېوالتیا لري.
✒: د ایران په ښارونو کې پرون او تېره شپه له سختو امنیتي تدابیرو سره سره مظاهرو او اعتراضونو دوام درلود. اعتراض کوونکو شعارونه ورکول چې مړ دې وي دیکتاتور. په خپروو شویو تصویرونو کې خلک په تهران، کرج، مشهد، اصفهان، شیراز، رشت او ګڼو نورو ښارونو کې د مظاهرو په حال کې لیدل کېږي.
✒: د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي له نړيوالو مرستندویو ادارو غوښتي چې د کيېف مالي ملاتړ پراخ کړي. زلينسکي ويلي چې هېواد يې د روسيې د بريدونو له کبله په پراخه کچه ويجاړ شوی او د بيا رغولو لپاره يې ډيرو پيسو ته اړتيا لري.
✒: د کاناډا لومړي وزير جسټين ټروډو ويلي چې هېواد يې دا مهال هېڅ داسې تګلاره نه لري چې پر بنسټ يې د دغه هېواد ادارې افغانستان کې خلکو ته د مرستو رسولو لپاره اقدام وکړي.
✒: د امريکا د ملي امنيت نوې ستراتيژي خپره شوې او پکې ويل شوي چې امريکا د خپلو ګټو او امنيت پر ضد د هر ګواښ پر وړاندې اقداماتو ته چمتو ده.
✒: اظهارات تازه رئیس جمهور فرانسه در حمایت از تظاهرات اخیر ایران:
امانوئل مکرون، رئیسجمهور فرانسه در توییتی نوشت فرانسه به خاطر زنانی که شجاعانه حجاب برداشته و در برابر اسلحه ایستادهاند و جوانان و مردانی که برای حقوق زنان و خواستههای مشترک مبارزه میکنند، سرکوبگری رژیم ایران را محکوم میکند.
✒: د ایران ولسمشر ابراهیم رﺉیسي د سیاسي خبرو اترو له لارې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړي دا څرګندونې د قزاقستان په استانه ښار کې د سیکا په شپږمه ناسته کې مطرح کړې دي.
✒: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین قزاقستان کې د اسیا د متقابل عمل او باور جوړونې لپاره د اقداماتو شپږمې نړۍوالې غونډې ته ویلي چې افغانستان د سیمې د امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان ونه شول کولی د نړیوالو شل کلن حضور څخه وروسته په ښه او مستقلانه ډول د ترهګرۍ اړوند مسایل حل کړي او په وینا یې ښه بېلګه یې په دې هېواد کې روان بریدونه دي.
