No-IMG

چين په افغانستان کې د پانګونې برخه کې غټې ژمنې وکړي خو تر اوسه یې یوه پیسه پانګونه نه ده کړې

اسد مبارز

 

ټایمز آف انډیا (Times of India) د چین او طالبانو تر منځ په اقتصادي اړیکو یو راپور خپور کړی دی. دې راپور کې څو خبرې ډیرې د پام وړ دي:

لومړۍ د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مرستیال خان جان الکوزي له قوله لیکي چې چینایان افغانستان ته راشي؛ څیړنې وکړي او د پانګونې برخه کې غټې ژمنې وکړي خو تر اوسه یې یوه پیسه پانګونه نه ده کړې؛

چین بیا ددې پانګونې بدل کې له طالبانو څخه د ترکستان جنګیاليو حرکت (East Turkistan Islamic Movement) چې د یغور مسلمانانو په حق کې جنګیږي د ختمولو او بالخصوص د افغانستان له خاورې وېستلو تمه درلوده؛

د همدې راپور له مخې چې دواړه لوري ط. او چین اوس یو بل ملامته کوي او تر اوسه عملي ګام یو لوري هم نه دی اخیستی او هغه ژمنې چې چین د امریکایانو له وتلو متصل طالبانو سره کړې وې ندي عملي کړې؛ اوس خو بیخي دلسرد ښکاري او پانګونې اړوند خبرې تقریبا ناکامه بلل شوي دي. د راپور لینک په کمنټ کې شته دی.

په هر صورت؛ ما پخوا هغه وخت چې ط. له چین سره اقتصادي اړیکې جوړې کړې لیکلې وو چې له اقتصادي پلوه پر چین هیڅ باور نشې کیدای او نه ترې باید پور واخیستل شي. دوی تل د یوې وړې مرستې بدل کې ډیره ستره تمه لري او یا هم د یوه چال چلولو په هڅه کې دي.

اوس هم سرِ وخت دی، پر چین باید ډیره تکیه ونشي او نورو هیوادونو ته مخه شي؛ نور هیوادونه هم شته چې د افغانستان معادن برخه کې پانګونه وکړي اما په یو شرط چې حکومت په رسمیت پیژندل شوی وي او د رسمیت پیژندلو لپاره طالبانو ته لا ډیرې کورنۍ وظیفې شته چې مخکې له رسمیت پیژندلو ترسره شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک