مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: اسلامي امارت په قطر کې له امریکايي لوري سره خبرې تایید کړې او وايي چې قطر کې د دواړو خواوو تر منځ مذاکرات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې سي اېن اېن ټلویزیون راپور ورکړی و چې د اسلامي امارت او امریکا استخباراتي چارواکو قطر کې ملاقات کړی او پر مختلفو مسایلو یې خبرې کړې دي.
✒: د پروان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد کامران حبیبي وايي، چې ددې ولایت د جبل السراج ولسوالۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې امر او د هغه یو ساتونکی د لویې لارې پولیسو لخوا په تېروتنې سره وژل شوي دي.
✒: افغانستان بانک وايي، د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو یوه بله نغدي کڅوړه کابل ته را ورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې هېواد ته له قانوني او اصولي لارو د اسعارو له راتګ څخه هر کلی کوي او د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ له دوی غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.
✒: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معين حيات الله مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنيزو تخطيو او شکايتونو د ارزونې کمېسيون خپله درېيمه غونډه کړې او پکې د رسنیو د قانون پر ژر تصویب ټینګار شوی دی.
په دې غونډه کې د ځینو رسنیو پر سرغړونو هم خبرې شوې او دغه راز له ټولو ادارو غوښتنه شوې چې د رسنيو اړوند هره رسنيزه موضوع د همدې کميسيون له لارې تعقيب کړي.
✒: د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وایي، ددې وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بنټ سره په لیدنه کې ویلي، چې جنګسالاران، اختطافګر او غاصبین نور د چا حقونه نشي خوړلی.
متقي بنټ ته ویلي، پر یو بل د انتقادونو پر ځای باید همکاري وشي او حقایق خپاره شي.
په دې لیدنه کې ریچارډ بنټ د متقي له معلوماتو او وضاحت نه په مننې سره تینګار کړی چې د حقایقو د سم بیان او راپور ورکولو لپاره لازمه ده هر څه په خپلو سترګو وویني او په همدې هدف یې افغانستان ته سفر کړی.
✒: اعضای تیم ملی فتبال زیر هفده سال کشور پس از راهیابی به جام ملتهای آسیا صبح امروز به کشور برگشتند.
✒: افغان ښځو لپاره د امریکا استازې:
د مشروعیت بله هیڅ لاره نه شته، تر څو د بشري حقونه خوندي نه کړای شي.
✒: د برما پوځي حکومت په پرځول شوې مشرې آن سان سوچي باندې دریو کیسونو کې د د قید موده ۱۷ کالو ته ورسوله.
د قوانینو ماتونې یو کېس کې ۸ کاله، بل کېس کې ۳ کاله او اوس د فساد نوي کېس کې ۶ کاله نوره سزا ور واورول شوه.
✒: سینټ پټرزبورګ: د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید النهیان د روسیـې د سفر په ترڅ کې ولسمشر پوتین له اوکراین سره د سولې مذاکراتو ته هڅولی.
✒: د حرمین الشریفینو د چارو اداره: حاجیانو او د عمرې زیارت کوونکو ته مو د دوی په مورنیو ژبو د ترجمې اسانتیاوې پام کې نیولي.
وایي، د پلان له مخې به زیارت کوونکو ته په ۵۰ ژبو ترجمه او لارښوونې کېږي.
✒: د سعودي په بادارۍ کې د اوپیک پلس عربي هېوادونو د تېلو د تولید د کمولو پرېکړه اعلان کړې، خو جوبایډن بیا نن سعودي ته ګواښ وکړ چې دا کار به مو درسره اړیکې ډېرې خرابې کړي.
د محمد بن سلمان او جوبایډن رنګ یو پر بل ښه نه لګي.
✒: ۷۹ کلن جوبایډن:
کولی شم چې یو وار بیا هم ټاکنو کې ټرمپ ته ماتې ورکړم.
✒: د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هېدر بار وايي، یوازې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د نجونو د تعلیم مخه نیول شوې ده.
✒: د اروپايي ټولنې د امنیتي پالیسیو او بهرني سیاست مشر، جوزېف بوریل وايي، افغانستان نور د رسنیو د خبرونو په سرلیکونو کې ځای نه لري او له پامه غورځول شوی دی.
✒: د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ ويلي چې روسيه په اوکراين کې د ماتې په حال کې ده. سټولټنبرګ پر اوکرايني پوځيانو هم غږ کړی چې پر خپلو لاسته راوړنو تمرکز وکړي.
✒: د پيسو نړيوال صندوق په يوه تازه راپور کې ويلي چې د اوکراين د جګړې دوام او د بيو لوړوالی به راتلونکی کال د نړۍ اقتصادي وضعيت لا ډېر خراب کړي. راپور کې ويل شوي چې راتلونکی کال به ګڼ شمېر هېوادونه اقتصادي ځوړ تجربه کړي او ان د مخکښو اقتصادونو وده به هم د پام وړ ټکنۍ شي.
✒: اسرائيل او لبنان د ګډو سمندري پولو په تړاو هوکړې ته سره نږدې شوي دي. د اسراييلو لومړي وزير يايير لاپېډ دا هوکړه تاريخي بللې او ويلی يې دي چې د سمندري پولو په تړاو به يې له لبنان سره د هېواد لانجې هوارې کړي.
✒: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې يا اوچا يو ځل بيا له افغانانو سره د مرستې لپاره د بېړنيو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
✒: کاناډا ته په وروستيو کې ورغلي افغانان د خلکو او چارواکو د دوه ګوني او توپيري چلند له کبله له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
✒: وزارت امور خارجه امریکا محدودیت ویزا را بر آن مقامات فعلی و پیشین امارت اسلامی اعلام کرد که در سرکوب زنان و دختران در افغانستان و عدم رعایت حقوق انان دست دارند.
در اعلامیه وزارت خارجه امریکا از قول انتونی بلینکن، وزیر امور خارجه، گفته شده که در این اقدام وضع محدودیتها، اعضای کنونی یا پیشین طالبان، اعضای گروههای امنیتی غیردولتی و سایر افرادی شامل است که در افغانستان با پالیسی محدود کننده و خشونت به طور مستقیم و غیرمستقیم در سرکوب دختران و زنان دست دارند.
وزارت خارجه ایالات متحده گفته است که اعضای نزدیک خانواده کسانی که در این اعمال و پالیسیها دخیل هستند نیز در محدودیتهای اعمالشده جدید گنجانده شدهاند.
در این اعلامیه، از حکومت های دیگر نیز خواسته شده است تا اقدامات مشابهی را انجام دهند و در این بخش هم صدا شوند که تنها آن حکومتهای درافغانستان مشروع تلقی می گردند که از افغانها نماینده گی می کنند و به حقوق آنها احترام میگذارند.
امارت اسلامی تا اکنون در این مورد چیزی نگفته است.
✒: افغانستان، وینزویلا و کوریای جنوبی نتوانستند عضویت شورای حقوق بشر سازمان ملل را بدست بیاورند.
✒: توماس نیکلاسون، نماینده خاص اتحادیه اروپا برای افغانستان، بر بازگشایی مکاتب دختران در سراسر افغانستان تاکید کرده و گفته است که معلمان، داکتران و انجنیران می توانند دوشادوش برادران خود برای ساختن یک افغانستان آباد همکاری کنند.
✒: روسیې امریکایي «مېټا» کمپنۍ چې د فېسبوک او انسټاگرام مالکیت لري؛ د تروریستي او افراطي سازمانونو په لیست کې شامله کړې ده.
اوسمهال په روسیه کې په فېسبوک او انسټاگرام بندیز لگول شوی خو واټساپ چې مالکیت یې د «مېټا» سره دی، لا هم فعالیت لري.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوې خبري غونډه کې ویلي، چې افغانستان کې د ترورېزم ستونزه لا هم پر خپل ځای ده او ګواښ یې هېوادونو ته جدي دی.
نوموړې په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور بې نتیجې وباله او ویې ویل چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوولیت متحدوایالتونو ته ورګرځي. هغې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه هم وکړه.
✒: سبا د قزاقستان په استانه ښار کې «آسیا کې د تعامل او باور جوړونې» یا (CICA) سرمشریزه جوړیږي.
که څه هم افغانستان د (CICA) غړیتوب لري خو د اسلامي امارت تر واکمنیدو راوروسته دې غونډې ته ندی دعوت شوی.
