No-IMG

د افغانستان ژغورني او بحران ختمولو لپاره د حزب اسلامي سوله ايزه او رغنده طرح

دا طرح چي پر 7 مادو او 7 توضيحي او اساسي بندونو مشتمله ده، حزب اسلامي افغانستان ئې په لاندي توګه د ټولو ذيدخله لوريو په وړاندي ږدي:

1- د ټولو اغېزمنو افغاني لوريو تر منځ داسي بلا قيد او شرط ناسته چي هره پرېكړه به ئې د ټولو لوريو په توافق سره وي؛ نه د اكثريت له مخي؛ يعني تصاميم به ئې ټولو لوريو ته د منلو وړ وي.

2- ناسته به كاملاً بين الافغاني وي؛ د دريو لوريو هيئتونه به په كي شركت كوي:

الف- حكومت.

ب- وسله مخالفين ئې.

ج- د جنگ مخالف او سوله غوښتونكي افغانان.

3- ښه به وي چي د ذيدخلو خارجي لوريو او د ملگرو ملتونو استازي د ناظر او مؤيد په توگه؛ دې غونډي ته راوبلل شي؛ هغوى به دا تعهد كوي چي د افغانستان په چارو كي به له هر راز مداخلې ډډه كوي او د غونډي د هري اتفاقي پرېكړي حمايت به كوي.

4- دا غونډه به په يوه داسي بې طرف هېواد كي جوړېږي چي نه د كومي افغاني ډلي حامي وي او نه ئې د افغانستان په اشغال كي له بهرنيو ځواكونو سره مرسته كړې وي.

5- د مذاكراتو لپاره به اجندا د ټولو په اتفاق جوړېږي او اساسي بندونه به ئې دا وي:

الف- داسي افغاني شورىٰ او جرگه رامنځته كول چي ملي اجماع تمثيل كړي، غړي ئې د ملت منتخب استازي وي، په مهمو ملي قضاياوو كي د تصميم وروستۍ عالي مرجع وي او ټول افغانان به ئې پرېكړو ته درناوى او تمكين لري.

ب- همدا شورىٰ به د هېواد لپاره نوى اساسي قانون جوړوي او د راتلونكي نظام څرنگوالى به ټاكي.

ج- اقتدار به له اوسني حكومت هغه راتلونكي قانوني حكومت ته په سوله ايزه توگه او له ځنډ پرته انتقالېږي چي د نوي اساسي قانون له مخي رامنځته كېږي.

د- د دې ټولي پروسې د پيل او پاى لپاره به حد اعظمي يو كال موده ټاكل كېږي.

6- افغانان به نړۍ والو ته دا تعهد سپاري چي نه به د نورو هېوادو وسله والو مخالفينو ته پناه وركوي او نه به ئې مرسته كوي؛ اړوند هېوادونه به هم دا تعهد كوي چي نه به د افغانستان په چارو كي لاسوهني كوي، نه به ئې وسله والو مخالفينو ته پناه وركوي او نه به ئې ملاتړ او حمايت كوي.

7- هغه هېوادونه چي په مخكنيو تحميلي جگړو كي ښكېل وو او د افغانانو په وژلو او د افغانستان په ورانولو كي ئې ونډه وه؛ د خپلو مسئوليتونو په تناسب به د خساراتو په جبران او د افغانستان په بيا ودانولو كي برخه اخلي؛ افغانانو او د ملگرو ملتونو تنظيم ته به دا تضمين سپاري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک