No-IMG

حکمتيار: د هلكانو او نجونو تربيت او روزنه د اسلامي حكومت ستره او اساسي دنده او فريضه ده

متن خطبه مشر معزز (جمعه 8 میزان 1401(

 

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُدَ وَسُلَيْمَانَ عِلْمًا وَقَالا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي فَضَّلَنَا عَلَى كَثِيرٍ مِنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِينَ15    النمل 15

وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِنْ بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنْتُمْ شَاكِرُونَ 80 وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِي بِأَمْرِهِ إِلَى الأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَكُنَّا بِكُلِّ شَيْءٍ عَالِمِينَ81 الأنبياء: 80- 81   صدق الله العظيم

وروڼو خوېندو!

تر دې وړاندي چي د دغو مباركو آيتونو د ترجمې او تفسير په اړه څه ووايو ښه به وي لومړى څو ورځني مسائل وڅېړو:

د كابل مظلوم ښاريان؛ نن د يوې بلي ستري وحشيانه چاودني شاهد دي؛ ځينو رسنيو ويلي دي چي  19 تنه وژل شوي او  37 تنه ژوبل شوي؛ دا چاودنه د كابل په غرب كي؛ په يوه تعليمي مركز او د كانكور امتحان لپاره راغونډ شوو زده كوونكو په غونډي كي شوې؛ د عاملينو دوه خبيث او پليت اغراض په گوته كوي: د ملا او مكتبي جنگ او د شيعه او سني جنگ تشديدول او دې اور ته لمن وهل

هند وايي: د طالبانو له تسلط وروسته په كشمير كي د جنگياليو شمېر زيات شوى؛ يعني چي هند د افغانستان له روان وضعيت ناراض دئ.

پاكستان وايي: وسله وال مخالفين ئې د افغانستان خاوره د دوى خلاف استعمالوي؛ يعني چي د طالبانو نږدې حامي او دوست هم ناراض دئ او شكايات لري؛ هغه هم دومره چي صدر اعظم او خارجه وزير ئې د نړۍ والو په وړاندي دا تور لگوي

د امريكا او ملگرو ملتونو استازي وايي چي د افغانستان په ارتباط د نړۍ والو حوصله په ختمېدو ده.

په دې وروستيو كي امنيتي ستونزي هم د څو مخكنيو مياشتو په پرتله زياتي شوې؛

دې ټولو ته په پام سره ويلى شو چي د هېواد داخلي او خارجي وضعيت د اندېښنې وړ دئ؛ داسي برېښي چي افغانان له وضعيت سره د مقابلې لپاره يوې جامع او عملي طرحي ته ضرورت لري؛ وضعيت د عاجل او فوري اقدام غوښتنه كوي؛ پر ټولو لوريو غږ كوم چي روان وضعيت او جنگ د هيچا په گټه نه دئ؛ له ناامني او جگړو يوازي زموږ دښمنان گټه تر لاسه كوي، راشئ د افغانستان د ژغورني او د بحران ختمولو لپاره په يوې سوله ايزي او رغنده طرحي توافق وكړو.

موږ دا طرح د ټولو په وړاندي ږدو:

 

د ټولو اغېزمنو افغاني لوريو تر منځ داسي بلا قيد او شرط ناسته چي هره پرېكړه به ئې د ټولو لوريو په توافق سره وي؛ نه د اكثريت له مخي؛ يعني تصاميم به ئې ټولو لوريو ته د منلو وړ وي.

 

ناسته به كاملاً بين الافغاني وي؛ د دريو لوريو هيئتونه به په كي شركت كوي: 1- حكومت، 2- وسله مخالفين ئې او 3- د جنگ مخالف او سوله غوښتونكي افغانان.

 

ښه به وي چي د ذيدخلو خارجي لوريو او د ملگرو ملتونو استازي د ناظر او مؤيد په توگه؛ دې غونډي ته راوبلل شي؛ هغوى به دا تعهد كوي چي د افغانستان په چارو كي به له هر راز مداخلې ډډه كوي او د غونډي د هري اتفاقي پرېكړي حمايت به كوي.

دا غونډه به په يوه داسي بې طرف هېواد كي جوړېږي چي نه د كومي افغاني ډلي حامي وي او نه ئې د افغانستان په اشغال كي له بهرنيو ځواكونو سره مرسته كړې وي.

 د مذاكراتو لپاره به اجندا د ټولو په اتفاق جوړېږي او اساسي بندونه به ئې دا وي: الف- داسي افغاني شورىٰ او جرگه رامنځته كول چي ملي اجماع تمثيل كړي، غړي ئې د ملت منتخب استازي وي، په مهمو ملي قضاياوو كي د تصميم وروستۍ عالي مرجع وي او ټول افغانان به ئې پرېكړو ته درناوى او تمكين لري. ب- همدا شورىٰ به د هېواد لپاره نوى اساسي قانون جوړوي او د راتلونكي نظام څرنگوالى به ټاكي. ج- اقتدار به له اوسني حكومت هغه راتلونكي قانوني حكومت ته په سوله ايزه توگه او له ځنډ پرته انتقالېږي چي د نوي اساسي قانون له مخي رامنځته كېږي. د- د دې ټولي پروسې د پيل او پاى لپاره به حد اعظمي يو كال موده ټاكل كېږي.  

افغانان به نړۍ والو ته دا تعهد سپاري چي نه به د نورو هېوادو وسله والو مخالفينو ته پناه وركوي او نه به ئې مرسته كوي؛ اړوند هېوادونه به هم دا تعهد كوي چي نه به د افغانستان په چارو كي لاسوهني كوي، نه به ئې وسله والو مخالفينو ته پناه وركوي او نه به ئې ملاتړ او حمايت كوي.

هغه هېوادونه چي په مخكنيو تحميلي جگړو كي ښكېل وو او د افغانانو په وژلو او د افغانستان په ورانولو كي ئې ونډه وه؛ د خپلو مسئوليتونو په تناسب به د خساراتو په جبران او د افغانستان په بيا ودانولو كي برخه اخلي؛ افغانانو او د ملگرو ملتونو تنظيم ته به دا تضمين سپاري.

وروڼو خوېندو!

په داسي حال كي چي علم د الله تعالىٰ صفت دئ؛ قرآن هغه ستر الٰهي نعمت گڼلى، په سلگونو ځله ئې په قرآن كي يادونه شوې، د قرآن مخاطبينو ته ئې په وار وار ويلي: واعلم، واعلمو، افلا تعلمون، او لا يعلمون، د كافرانو په اړه ئې په وار وار ويلي: و هم لا يعلمون؛ د همدې علم له كبله نور هغه ځاى ته رسېدلي چي تر سپوږمۍ او مريخ پوري رسېدلي او موږ له ضروري انساني علومو د محروميت له كبله په هر څه كي هغوى ته محتاج يو؛ موږ نن هم پر دې مصروف يو چي علم څه ته وايي؛ علم په ديني او دنيوي علم وېشو؛ په دې لانجونو كي نښتي يو چي د علم زده كړه فرض ده كه مستحب؛ نارينه په څومره او كوم علم مكلف شوى او ښځېنه پر كوم؛ هغو ته چي په دې بحثونو كي نښتي دي وايو

قرآن چي په څه باندې پيغمبران مكلف كړي؛ ټول مؤمنان ئې پرې گمارلي؛ كه دا نارينه دي او كه ښځينه؛ د ټولو فرائض او وجائب هم سره ورته دي، او گناه او خطأ او سزا او ثواب ئې هم سره ورته دي؛ توپيرونه ډېر لږ او استثنائي دي.

د مثال په توگه لمونځ، روژه، زكات، حج پر ټولو يو شانته فرض دي؛ اجر ئې هم سره ورته؛ همداسي چي فرائض او وجائب پر ټولو مؤمنانو يو شانته لازم او فرض دي؛ اړوند علم ئې هم پرې فرض او واجب دئ؛ مسلمانان د دښمنانو په وړاندي د دومره وسائلو او تجهيزاتو په جوړولو گمارل شوي چي پر دښمن د دوى بر لاسي تأمين او تضمين كړي؛ د دې وسائلو د جوړولو علم پرې فرض دئ

د فرض علم فرض دئ، د واجب واجب دئ، د سنت سنت دئ او د مستحب مستحب. پر مېرمنو همدومره علم لازم دئ چي پر نارينه وو لازم دئ.

نجونو ته د ډاډمن تعليمي ماحول او شرائطو برابرولو په ارتباط بايد همغه څه وشي چي د هلكانو لپاره بايد وشي؛ دواړه له ورته گواښونو سره مخامخ دي؛ حتىّٰ په ځينو سيمو او حالاتو كي تنكي ځوانان تر نجونو زيات له گواښونو سره مخ كېږي؛ د لوط عليه السلام د قوم په اړه قرآن همداسي فرمايي چي لوط عليه السلام ته ئې ويلي: ستا د قوم له لوڼو سره مو كار نشته؛ دا تنكي ځوانان چي خپل كور ته دي راوستي؛ دا غواړو!!

نن په غرب كي د همجنس پالني كومه گنده بيماري چي خوره شوې د همدې گواهي وركوي.

دا به ډېره عجيبه وي چي څوك نجونو ته متوجه گواښونه جدي گڼي او د تنكيو ځوانانو په اړه بيا هيڅ حساسيت نه ښيي!! ولي بايد تنكي ځوانان دا حق ولري چي متوسطه ښوونځيو ته ولاړ شي او د دوى همزولې نجوني ولاړي نشي؟ كه په ټولني كي د اخلاقي فساد شتون د دليل په توگه وړاندي كېږي؛ دا فساد خو په برابره توگه او حتىّٰ په ځينو سيمو كي تر نجونو هلكانو ته زيات متوجه دئ!!

د تربيت تر ټولو حساس پړاو همدا د ځوانۍ او پېغلتوب پړاو دئ؛ د هر انسان اخلاقي او فكري شخصيت په همدې پړاو كي جوړېږي؛ هم د مؤمن او صالح انسان اخلاقي او فكري بنسټ په همدې پړاو كي ايښودل كېږي او هم د مفسد او منحط انسان.

مهمه پوښتنه دا ده: كه د نجونو په وړاندي هم د جومات دروازه وتړل شي او هم د مدرسې او ښوونځي؛ نو د دوى روزنه او تربيت به څوك او څنگه كوي؟ پلار، مور، ورور، مېړه؟! دوى خو يا ورته وخت نه لري او يا ئې پوهه او توان!! كه مور بې علمه وي نو د هغې په غېږ كي به څنگه مؤمن او پوه اولاد روزل كېږي. دا د مور غېږ ده چي د هر انسان شخصيت په كي جوړېږي.

په كار خو دا ده چي اوسنى حكومت دا يو مهم فرصت او الٰهي پېرزوينه وگڼي چي ولس تيار دئ خپل اولاد د روزني لپاره دې حكومت ته وسپاري؛ دې ته ئې بايد تر هر بل كار وړاندي او زياته توجه كړې وى؛ ښه رغنده او سالم تعليمي نصاب ئې ورته جوړ كړى وی؛ مناسب او خوندي شرائط ماحول ئې ورته برابر كړى وى، اهل او متعهد استادان او استاداني ئې استخدام كړي وى، تعليمي ماحول ئې داسي جوړ كړى وى چي له تعليمي مؤسساتو اسلام ته ژمن مؤمن شخصيتونه فارغېدى؛ د اشغال په دوران كي چي د ځوان نسل د انحراف لپاره كومي پراخي هڅي شوې دا ټول ئې جبران كړي وى.

رسول الله صلى الله عليه و سلم چي كله مديني ته هجرت وكړ؛ نو لومړى كار ئې د يوه داسي جومات بنسټ ايښودل وو چي هم د نارينه او ښځينه وو لپاره د تعليم او تربيت ستر او اغېزمن مركز وو او هم د مهمو قضاياوو په اړه د توجيه او تصميم منبر؛ نارينه او ښځينه؛ هره ورځ پنځه ځلي دلته راغونډېدل او د رسول الله صلى الله عليه و سلم په امامت كي ئې لمونځ كولو، هره جمعه ئې د ده خطبه اورېدله؛ له همدې لاري د مدينې له ولس داسي په دين پوه او خداى پال امت جوړ شو چي الله تعالىٰ د ټولي نړۍ فكري قيادت وروسپارو.

وروڼو خوېندو!

له ځينو اورو چي د ښوونځي او د نجونو د تعليم په اړه حساسيت ښيي او په دې ئې تورنوي چي له ښوونځيو ببرك او تركى راوتلي او د هلكانو او نجونو د اخلاقي انحراف سبب شوي؛ د دوى دا حساسيت كه د سليقوي تعصب او له ساينسي او طبيعي علومو سره د حساسيت له مخي نه وي او قصد ئې د ښوونځيو پر ناسالم او ناروغ نصاب او ماحول انتقاد وي؛ موږ پرې اعتراض نه لرو او ورسره موافق يو؛ موږ او هر مؤمن افغان دا غواړي چي د ټولو تعليمي مؤسساتو نصاب له بنسټه تعويض او پر نويو اساساتو بناء شي. د ښوونځيو نصاب هم ژور نواقص درلودل او د مدارسو نصاب هم؛ مدرسه او ښوونځى بايد توحيد شي او يوازي يو تعليمي نظام او نصاب ولرو؛ له لومړي كال تر دكتورا پوري؛ په دې سره به مو هم د ملا او مكتبي اختلاف او جنگ پاى ته رسولى وي او هم به مو له تعليمي مؤسساتو هغه څوك فارغېږي چي په ټولو ضروري علومو سمبال وي.

تر هغه چي دې پړاو ته رسو؛ ناچار او بايد مخكنۍ تعليمي ادارې فعالي وساتو؛ ورو ورو او په تدريج سره په هغوى كي لازم او ضروري تغييرات راولو؛ قطعاً صحيح نه ده چي له همدې كبله نجوني له تعليم محرومي كړو او د ښوونځيو دروازې د هغوى په وړاندي وتړو. الله تعالىٰ د شراب، قمار او سود په څېر ستر ستر گناهونه په تدريج سره تحريم كړي او د حجاب اړوند آيتونه ئې له هجرت څو كاله وروسته نازل كړل؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم دا آيتونه په جومات كي او هغه مهال مؤمنانو ته واورول چي ډېري مېرمني د جاهليت د دور لباس سره د لمانځه لپاره جومات ته راغلې وې. سود ئې هغه مهال تحريم كړ چي مكه فتح شوه او په خپلي لومړۍ خطبې كي ئې وويل: د جاهليت د دور هر سود مي تر پښو لاندي دئ؛ او زما د تره عباس سود تر نورو وړاندي؛ كاش امارت اسلامي د نجونو د ښوونځو د بندولو پر ځاى؛ د سود په اړه فرمان صادر كړى وى.

 

د هلكانو او نجونو تربيت او روزنه؛ د مور او پلار تر څنگ؛ د اسلامي حكومت؛ ستره او اساسي دنده او فريضه ده؛ د دواړو لپاره بايد يو برابر او له استثناء او توپير پرته لازم شرائط او ظروف مهيا كړى شي؛ د تبعيض او توپير لپاره هيڅ شرعي او عقلي توجيه او دليل نشي وړاندي كېدى؛ هلكان په همغه پيمانه له اجتماعي او اخلاقي گواښونو سره مخامخ وي چي نجوني ورسره مخامخ وي؛ حتىّٰ په ځينو ټولنو كي لغړ زني هلكان چي په فقه كي ورته (اَمْرَد) ويل شوي؛ تر نجونو زيات له گواښونو سره مخ وي؛

څوك چي وايي: نجوني به له دې كبله مكتب او مدرسې ته نه ځي چي كېدى شي له اخلاقي پلوه له كوم گواښ سره مخامخ نشي!! هغوى ته وايو:

مگر هلكان له ورته گواښ سره نه مخامخ كېږي؟ ولي د هغوى تگ جائز گڼئ او د نجونو نه؟ آيا د دې تبعيض لپاره كوم شرعي او عقلي دليل وړاندي كولى شو؟!

په ټولي نړۍ كي؛ په اسلامي او غير اسلامي هېوادو كي؛ امرد هلكان له لويانو سره يو ځاى كار ته نه پرېښودل كېږي؛ مخصوصاً په فوځ كي؟ آيا په جبهاتو كي د داسي هلكانو منل د فتنو باعث نه وو؟

د خاد رياست همداسي هلكان پروتوكولي قومندانانو ته لېږل او د اخلاقي فساد داسي اسناد ئې ترې تر لاسه كول چي د هغو مخي ته به ئې كښېښودل او هغوى به ئې مجبورول چي په انهماك او اخلاص سره ورته كار وكړي؛ كه نه دوسيه به ئې د ټولو په وړاندي پرانيزي. اوس هم د خاد همغه بقايا لگيا دي د ځينو لپاره همداسي دوسيې جوړوي.  

مگر د نارينه او ښځينه وو په گناه او سزا كي ئې كوم توپير شته؟

ولي خپله سليقه او كليوال مزاج پر شريعت تپو؟ د رسول الله صلى الله عليه و سلم او صحابه وو مېرمني او لوڼي هم جومات ته تللې او هم جهاد ته؛ عجيبه ده كه موږ په تقوىٰ او غيرت كي ځان تر هغوى وړاندي او مضبوط وگڼو او له همغه كار ممانعت كوو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې په مكرره توگه د عملي كولو تأكيد او سپارښتنه كوله؟  

بايد د دې آيت مصداق نشو چي فرمايي:

وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ ائْذَنْ لِي وَلا تَفْتِنِّي أَلا فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُوا وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ 49   التوبه: 49 

او د دوى ځيني داسي دي چي وايي: اجازه راكړه او په فتنې كي مي مه غورځوه! خبردار چي (دوى لا دمخه) په فتنې كي پرېوتي دي؛ او جهنم هرومرو پر دغو كافرانو احاطه كوونكى دئ.

دا مبارك آيت موږ ته لارښوونه كوي چي له منافقينو ځيني داسي وو او دي چي له جهاد د تقوىٰ تر نامه لاندي ځان خلاصوي، داسي څه به وايي چي ته گمان وكړې دوى د ډېري تقوىٰ او له گناه او فتنو د ځان ساتني لپاره له جهاد ډډه كوي، كله به وايي: نه غواړم زما په لاس د مظلوم او بې گناه انسان وينه توى شي، زه نه غواړم د جهاد په نامه د چا مال غصب كړم، داسي نه چي پر يوې سيمي د سلطې په دوران كي پر چا تېرى رانه وشي، غواړم لمن مي بې داغه پاته شي، خداى رانه ناراضه نشي، د جهاد په ځاى له نورو لارو د خداى رضاء ترلاسه كوم،... په دغو تبليغاتو سره هغه د الله د لاري مجاهدين په همدغو گناهونو تورنوي، د دښمنانو توري ته لاستى جوړوي، په عام ولس كي دا ذهنيت راولاړوي چي مجاهدين په دغو نارواوو كي بوخت دي او د تقوىٰ دغه دروغجن او ټگمار مدعيان د همدې لپاره د دوى تر څنگ په جهاد كي برخه نه اخلي!! خو قرآن د دوى په اړه فرمايي: دوى لا ډېر د مخه د فتنو په ډنډ كي پرېوتي، زړه او لمن ئې داغجن دي، په زړه كي ئې خيري دي، كافران شوي، گناهونو داسي احاطه كړي لكه چي تيار د جهنم اور پرې راتاو وي. يعني چي د فرائضو او وجائبو په تعميل كي قصور ته غولوونكي توجيهات مه جوړوي؛ هيڅ څه بايد تاسو د وجائبو په تعميل كي ټكنى نه كړي.

قرآن د لوط عليه السلام د مفسد او بد اخلاق قوم په اړه فرمايي:

(وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالَ هَذَا يَوْمٌ عَصِيبٌ 7 وَجَاءَهُ قَوْمُهُ يُهْرَعُونَ إِلَيْهِ وَمِنْ قَبْلُ كَانُوا يَعْمَلُونَ السَّيِّئَاتِ قَالَ يَا قَوْمِ هَؤُلاءِ بَنَاتِي هُنَّ أَطْهَرُ لَكُمْ فَاتَّقُوا اللَّهَ وَلا تُخْزُونِ فِي ضَيْفِي أَلَيْسَ مِنْكُمْ رَجُلٌ رَشِيدٌ 78 قَالُوا لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِي بَنَاتِكَ مِنْ حَقٍّ وَإِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِيدُ79  هود: 77- 79

او كله چي زمونږ استازي لوط ته ورغلل، پرې غمجن شو او د دوى په راتلو ئې سينه تنگه شوه او وئې ويل: دا خو ډېره سخته ورځ ده. او قوم ئې په منډه منډه ورته راغى او تر دې مخكي ئې هم بد كارونه كول، وئې ويل: اې زما قومه! دا مي لوڼي دي، دوى درته پاكي او حلالي دي، له الله ووېرېږئ او د مېلمنو په اړه مي شرم او سپكاوى مه رااړوئ، آيا په تاسو كي كوم عقلمن كس نشته؟! وئې ويل: ښه پوهېږې چي ستا د لوڼو په اړه (د څه كولو) حق نه لرو او ته ښه پوهېږې چي مونږ څه غواړو! وئې ويل: كاش پر تاسو مي زور بر وى او يا مي د مضبوطي اسرې پناه ترلاسه وى!

يعني كله چي د الله تعالىٰ استازي فرشتې د لوط عليه السلام خوا ته ورغلې، پرې غمجن شو او د دوى په راتلو ئې سينه تنگه شوه او وئې ويل: دا خو ډېره سخته ورځ ده. دا ځكه چي پوهېدو قوم به ئې دا ځوانان ترې غواړي، پر كور به ئې راغونډ شي، دى به ئې له مخنيوي عاجز وي، نه دا زلميان له كوره ايستى شي او نه ئې ساتى شي، له ډېرو اندېښنو او غمونو ئې سينه تنگه شوه، د ده له گمان سره سم قوم ئې په منډه منډه ورته راغلل او پر كور ئې راغونډ شول، زلميان ئې ترې غوښتل، تر دې مخكي ئې هم بد كارونه كول، لوط عليه السلام ورته وويل: اې زما قومه! دا مي لوڼي دي، دوى درته پاكي او حلالي دي، چي د دې الفاظو معنىٰ او مراد دا دئ چي د قوم نجوني مي لوڼي دي، دوى په نكاح كړئ، له الله ووېرېږئ او زما د مېلمنو په اړه شرم او سپكاوى مه رااړوئ، آيا په تاسو كي كوم عقلمن كس نشته؟! داسي معلومېږي چي په دې قوم كي نه كوم مؤمن انسان تر سترگو كېدو، نه غيرتمن او نه عقلمن، قوم په ځواب كي ورته وويل: ښه پوهېږې چي ستا د لوڼو په اړه د څه كولو نه حق لرو او نه اراده، ته ښه پوهېږې چي مونږ څه غواړو! وئې ويل: كاش پر تاسو مي زور بر وى او يا مي د مضبوطي اسرې پناه ترلاسه وى! دى په دې قوم كي پردى وو، له بلي سيمي راغلى وو، داسي څوك ئې نه درلود چي د خپلوۍ په وجه له ده دفاع وكړي، داسي صالح كس هم په ټول قوم كي نه وو چي د ده ملاتړ وكړي، په دغه وخت كي چي سخت مأيوس، غمجن او پرېشانه وو فرشتو ورته وويل: اې لوطه! مونږ ستا د رب استازي يو، هيڅكله لاس نه شي دروړى، د شپې په يوې برخي كي دي كورنۍ روانه كړه، هيڅوك مو شا ته ونه گوري، مگر مېرمن دي، يقيناً چي دې ته به همغه څه رسي چي هغو نورو ته رسي، بې شكه چي د دوى لپاره ټاكل شوى مهال سباوون دئ، آيا سباوون نږدې نه دئ؟! لوط عليه السلام ته ويل شوي چي له مېرمني پرته دي نوره كورنۍ درسره روانه كړه، د قوم په لوري هيڅ التفات او اعتناء مه كوئ، كه څه هم ستا مېرمن او ستا د لوڼو مور په كي پاته شوې وي، نو كله چي د الله تعالىٰ له لوري د عذاب نازلېدو حكم صادر شو دا سيمه ئې لاندي باندي كړه او د پخو خټو هغه ډبري پرله پسې پرې ووروېدې چي ستا د رب خوا ته په نښه شوې او د همدې قوم لپاره تياري شوې وې.

وروڼو خوېندو!

راشئ وگورو چي قرآن د ساينسي او صنعتي علومو په اړه څه ويلي او څومره ارزښت ئې وركړى؛ د داؤد او سليمان عليهما السلام د معرفي په ترڅ كي فرمايي:

وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِنْ بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنْتُمْ شَاكِرُونَ 80 وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِي بِأَمْرِهِ إِلَى الأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَكُنَّا بِكُلِّ شَيْءٍ عَالِمِينَ81 الأنبياء: 80- 81

او هغه (داؤد عليه السلام) ته مو د داسي پوښاك (زغري) جوړول ورزده كړل چي تاسو د خپلو جگړو (په مهال) ساتي، نو آيا شكر كوونكي يئ؟ او سليمان ته مو توند باد مسخر كړ چي د ده په امر به هغي سيمي ته خوځېدو چي بركت مو وركړى او موږ په هر څه پوه يو.

په دې او تر دې وړاندي مباركو آيتونو كي د داؤد او سليمان عليهما السلام څو ځانگړتياوي بيان شوې:

 

د خلكو د شخړو د حل و فصل ښه بصيرت او حكمت ئې په برخه شوى وو. په دې كي سليمان عليه السلام تر خپل پلار هم وړاندي وو. بېلگه ئې د هغي نزاع او شخړي حل و فصل ده چي د يوه كس رمه د بل د انگورو تاكونو ته د شپې لخوا ننوتله، ټول تاكونه ئې له پاڼو، مېوو او ځانگو سره وخوړل، د منازعې د حل لپاره داؤد عليه السلام ته راغلل، هغه پرېكړه وكړه چي د تاكونو د تاوان په بدل كي دي د رمې د خاوند مېږي د باغ خاوند ته وركړى شي، سليمان عليه السلام دا پرېكړه عادلانه ونه گڼله او خپل پلار ته ئې وويل: په كار ده د رمې خاوند په دې مكلف شي چي په باغ كي كار وكړي او بېرته ئې خپل مخكيني حالت ته ورسوي، تر هغه دي د ده رمه د باغ د خاوند په واك كي وي چي له شيدو او نورو محصولاتو ئې استفاده كوي، بيا دي رمه او باغ خپل خپل خاوند ته وسپارل شي. داؤد عليه السلام د ده پرېكړه غوره وگڼله او شخړه په دې توگه حل شوه.

 

له اوسپني د زغري جوړول د دوى لخوا پيل شوي.

 

د لومړي ځل لپاره بادي كشتۍ د سليمان عليه السلام لخوا جوړه شوې. ده ته د توند باد د مسخر كېدو معنىٰ همدا ده چي بادي كښتۍ ئې جوړي كړې. عجيبه ده چي ځينو له دې هم داسي څه جوړ كړي چي گواكي دا كوم تخت وو چي په هوا كي روان وو او يا كومه غالۍ!! حال دا چي د قرآن الفاظ كاملاً واضح دي چي مراد ترې بادي كشتۍ ده؛ ځكه چي د 80 آيت په پاى كي ويل شوي: فَهَلْ أَنْتُمْ شَاكِرُونَ: نو آيا شكر كوونكي يئ؟ او ورپسې د بادي كشتۍ يادونه شوې؛ يعني دا هم يوه بله الٰهي پېرزوينه وه چي ستاسو په برخه شوې؛ مخكنى او وروستني ئې عام الٰهي نعمتونه گڼلي نه داؤد او سليمان عليهما السلام ته مختص او محدود نعمتونه.

 

الله تعالىٰ د داسي بادي كشتيو جوړولو علم ورپه برخه كړ چي سبانى مزل به ئې يوه مياشت او بېگانى به ئې يوه مياشت وو، يعني دا سليمان عليه السلام وو چي د الله تعالىٰ په فضل سره ئې تر ټولو وړاندي داسي بېړۍ جوړه كړه چي د باد په وسيله به خوځېده، سرعت ئې دومره وو چي له سحر تر غرمې پوري به ئې د يوې مياشتي مزل وهلو او له غرمې تر ماښام به ئې د يوې مياشتي مزل.

 

له يمن تر شام پوري د ده ملك غزېدلى وو، د فلسطين او لبنان خوا ته د مديترانې اوبه هم د دوى په ملك پوري مربوطي وې او همدلته به د دوى بادي كشتۍ تلې راتلې.

 

د نظامي موخو او د خطونو وړو راوړو لپاره له مرغانو د استفادې لړۍ د ده په دور كي پيل شوې. د سبا ملكې ته د ده ليك د هُدهُد په واسطه لېږل شوى.

 

د مسو معدن ئې كشف كړ او د مسو د ويلي كولو او له هغه د ضروري سامان او لوښو جوړول ئې ورزده كړل.

 

همدا راز قرآن فرمايي: پر داؤد مو خپل فضل ولوراوو، په قرآن كي د دې الٰهي فضل ډېر مصداقونه مومو، لا نوى ځوانۍ ته رسېدلى وو چي الله تعالىٰ ده ته دا سعادت ورپه برخه كړ چي د دښمن د يوه ستر لښكر سالار د ده په لاس ووژل شو او په همدې سره په يوې لويي جگړي كي ستره او تاريخي بريا د مؤمنانو په برخه شوه، د ولس قيادت ده ته وسپارل شو، لوى او ستر سلطنت ئې په برخه شو، دى لا تنكى ځوان وو؛ وروڼو ئې پرېنښود چي له دوى سره جهاد ته ولاړ شي او د رمې ساتنه ئې ده ته پرېښوده؛ دى په پټه ولاړ او په جگړي كي ئې شركت وكړ. د اوسپني كشف او د جنگي مقاصدو لپاره له هغې استفاده او زغري ترې جوړول د ده په وخت كي پيل شوي، تاريخي څېړني هم ښيي چي د داؤد عليه السلام د بعثت زمانه تر ميلاد زر دولس سوه كاله وړاندي ده او اوسپنه په همدغو كلونو كي كشف او د جنگي وسائلو جوړولو په اړه ترې استفاده پيل شوې. مؤمن او صالح آل او پلويان ئې په برخه شول، دا پر آخرت د ايمان او صالح عمل اغېز او د علم او پوهي بركت وو چي په سبب ئې الله تعالىٰ داؤد عليه السلام ته دومره ستر فضيلت او عزت وركړ او د عظمت هغي لوړي څوكي ته ئې ورسولو. له ده خپل مجاهد زوى سليمان عليه السلام ته دومره ستر ملك او واكمني په ميراث ورسيده چي په تاريخ كي ئې نظير نه وو ليدل شوى.

آيا د علم د ارزښت او په اسلام كي د هغه د مقام او اهميت په اړه همدا كفايت نه كوي چي علم ستر الٰهي نعمت او د پيغمبرانو د برياوو اغېزمن عامل وگڼو؟!

وروڼو خوېندو!

علم يا فرض عين دئ، يا فرض كفايي دئ، يا واجب دئ، يا سنت دئ او يا مستحب.

د فرائضو علم پر نر او ښځه فرض دئ، د واجباتو علم پر نر او ښځه واجب دئ، د سنت علم پر نر ښځه سنت دئ، او د مستحباتو علم د دواړو لپاره مستحب.

د نارينه او ښځينه فرائض، وجائب، سنن او مستحبات كاملاً سره ورته او يو برابر دي؛ له څو معدودو مواردو پرته؛ مكافات او مجازات ئې هم سره ورته او يو برابر.

الله تعالىٰ انسان د زمكي د خلافت او د چارو سمبالولو لپاره پيدا او گمارلى؛ يعني هغه پر ټولو هغو كارونو گمارل شوى چي د زمكي خلافت ئې ايجابوي؛ د انسان لومړني جد ته ئې د ټولو اشياءو د پېژندو علم او معرفت وركړى؛ اولاد ئې بايد همداسي وي؛ بايد د آدم، نوح، داؤد او سليمان عليهم السلام په څېر د علم او پوهي خاوند وي.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک