ورور حکمتيار د نامتو جهادي قوماندان محمد درويش خالد له کورنۍ سره غمشريکي وکړه
سهشنبه د تلې/ميزان ۱۹مه؛ ۱۴۰۱ھش:
ښاغلي حکمتيار د حزب اسلامی افغانستان د مشهور او نامتو جهادي قومندان ارواښاد حاجي صاحب محمد دروېش له کورنۍ سره غمشریکي وکړه.
د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار نن غرمه د حا د نامتو قومندان ارواښاد حاجي صاحب محمد دروېش (خالد) د فاتحې په پار چهار آسياب ولسوالۍ ته تللی وو، او د هغه له کورنۍ سره يې له نږدې د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب شريک کړل.
ښاغلي حکمتيار د نوموړي ارواښاد د فاتحې په مناسبت خپلو راټول شويو جهادي قومندانانو او مُجاهدينو ته په وينا کې هغه د جهاد يو ځلانده ستوری وباله او زياته يې کړه:
قومندان صاحب دروېش کلونه کلونه د جهاد په تاوده سنګر کې پاتې شوی وو، د إيمان او إخلاص پر وسلې يو سنبال مُجاهد وو، هغه د چهار آسياب د سيمې د ټولو مُخلصو مجاهدينو رهنما وو، الله تعالیٰ دې د ارواښاد پهشمول د ټولو مُخلصو مُجاهدينو او شهيدانو سپېڅلي آرمانونه ترسره کړي او د هغه ځای دې پر يو مُخلص، سپېڅلي او بېريا مجاهد ډک کړي.
نوموړي همدا راز د قومندان صاحب دروېش ارتحال د سيمې په کچه د مُجاهدینو له پاره يوه ستره ضائعه وبلله او د الله تعالیٰ له درباره يې نوموړي ته د فردوس جنت، کورنۍ، ورثهوو او مجاهدينو ته يې د جميل صبر غوښتنه وکړه.
د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
