No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏نن د اکتوبر ۱۱مه نیټه د نجونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دغه ورځ په افغانستان کې داسې مهال تجلیل کیږي چې افغان نجونې د تعلیم له  حقه محرومې شوي دي.

: ‏نن غرمه مهال شاوخوا دولس بجې او ۴۰ دقیقې د بلخ مرکز مزار شریف کې زلزله شوې ده.

د امریکا ځمکې پېژندنې ادارې ددې زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۴.۹ درجې ښودلی او دغه راز د زلزلې ټکانونه په سمنګان ولایت او د ازبکستان هېواد په ترمز ښار کې هم احساس شوي دي.

‏دا په داسې حال کې ده چې نن سهار وختي د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې هم د رېښتر په کچه ۵.۱ درجې زلزله شوې وه. تر اوسه ددې زلزلو له کبله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

: ‏د افغانستان بانک وایي چې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو د بشري مرستو په دوام نن یو ځل بیا د ۴۰ میلیونه ډالرو نغذه کڅوره هیواد ته ورسیده او یو سوداگریز بانک ته وسپارل شوه.

: ‏د اکتوبر په ۱۷مه نیټه د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو کمپاین پیل کیږي.

راتلونکی پولیو کمپاین به کابل، کندهار، هلمند، نیمروز، زابل، ارزګان، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات، فراه، غزني، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي.

: ‏د ریل گاډي په وسیله افغانستان ته د ترکیې راغلې بشري مرستې په پکتیکا کې ۵۰۰ کورنیو ته رسیدلي دي.

کابل کې د ترکیې سفارت ویلي چې تر دې مهاله د ترکیې بشري مرستې په افغانستان کې ټولټال ۵۴۱۵۰ کورنیو ته رسیدلي دي.

: ‏د ابن سینا په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې ۱۰۰۰ بستریز  روغتون کې په هرو ۴۵ ورځو کې پر مخدره توکو د روږدو زرو کسانو درملنه کیږي.

: ‏شیخ هبة الله اخوندزاده  نن د استخباراتو عمومي ریاست له مسوولانو او د ٣٤ ولایتونو د استخباراتو له رﺉیسانو سره لیدلي دي.

‏نوموړي په دې لیدنه کې یتیمانو او معتادینو ته په پاملرنې، له خلکو سره پر نېک چلند، د شک له مخې نه بلکې د موثقو دلایلو پر اساس د تورنو کسانو پر نیولو او د ښځو د حقونو په اړه د خپل شپږ ماده ییز فرمان پر تطبیق ټینګار کړی دی.

: ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د تلې په ۱۶ او ۱۷مه نېټه له ايران څخه څه باندې ۲۳۰۰ کډوال بېرته هېواد راستانه شوي چې له دې ډلې نزدې ۱۹۰۰ کسان په جبري توګه وتلو ته اړ ایستل شوي دي.

: ‏چارواکي وايي، د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د راشد خان خيريه بنسټ له لوري د زلزله‌ځپلو لپاره د ۲۵ کورونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې او پر شاوخوا ۷۰۰ نورو کورونو کار روان دی چې د ژمي تر را رسېدو مخکې به بشپړ شي.

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له ایران سره یې افغانستان ته د مایع ګازو د واردولو په اړه خبرې کړې دي. د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي ویلي، هڅه کوي چې د راتلونکي ژمي پر مهال د مايع ګازو د بيو د لوړوالي مخه ونيسي.

: ‏د ا.ا کابينې د ۱۳۸۹ کال له پیله تر ۱۴۰۱ هجري لمريز کال پورې د نقليه وسایطو مالياتي جرايم سل سلنه معاف کړي او د دغو وسایطو د باقیاتو لپاره يې په څلورو کټګوریو کې تخفيف منظور کړی دی. دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې کړې دي.

: ‏وټساپ:

ژر به داسې سیسټم جوړ کړو چې خلک به کولی شي یو ګروپ کې تر ۱۰۲۴ پورې کسان شامل کړي.

: ‏کانونو وزارت:

هرات کې ۲۸ کانونه دي او دمګړۍ له ۶ کانونو استخراج روان دی.

: ‏ایران کې د حکومت ضد لاریونونه څلورمې اوونۍ ته داخل شول.

تر اوسه په کې ۲۰۰ کسان وژل شوي، ۵۵۰ نیول شوي، خو د اعتراضونو د ختمېدو څرک نه شته.

: ‏امریکا ـ شمالي کارولېنا:

سپارټنبورګ کاونټۍ کې وسله وال برید ۵ تنه وژلي چې ټول د زاړه عمر خلک دي.

: ‏د پاکستان ولسمشر عارف علوي:

افغانستان کې چې هر څومره ژر د مکتبونو دروازې خلاصې، همه شموله حکومت جوړ او نړیوالو ته د ترهګرۍ لپاره د خاورې نه کارېدلو قناعت ورکړل شي، هومره ژر به په رسمیت وپېژندل شي.

: ‏عربي امارات ـ دوبۍ:

مارینا ساحل کې لومړني برقي الوتونکي موټر امتحاني پرواز وکړ.

دا موټر چینایي انجینرانو د متحده عربي اماراتو لپاره جوړ کړي چې سمارټ یا مصنوعي ځیرک سیسټمونه په کې کارېدلي.

: ‏د ملګرو ملتونو ویاند دوجاریک:

د شیعه ګانو خوندیتوب موږ ته مهم دی، افغانستان کې دې د دوی امنیت خوندي کړای شي.

: ‏پر اوکراین د روسانو له پرونیو توغندیزو بریدونو وروسته جوبایډن له زلینسکي سره ټلیفوني تماس نیولی.

بایډن ډاډ ورکړی چې امریکا به ژر اوکراین ته د توغندیو دفاعي سیسټم ورکړي.

: ‏جاپان کې د (سومو) په نوم د ماشومانو د ژړولو مذهبي سیالۍ

دا سیالۍ چې د کرونا له امله ځنډېدلې وې، د فګويي سیمې په ګوکوکو مذهبي لوی درمسال کې بیا پیل ۱۷۰ ماشومان ورته راوړل شوي.

سیالیو کې د پهلوانانو لخوا ماشومان ډارول کېږي او هر یو چې ډېرې چغې ووهي، فکر کېږي زړور به لوی شي.

: ‏ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله به نن رایه اچونه وکړي چې د بشري حقونو په شورا کې چې ۴۷ هیوادونه یې غړي دي، د افغانستان او وینزویلا په شان هیوادونو ته چې د بشري حقونو کمزورې سابقه لري، غړیتوب ورکړي که نه.

: ‏په ملګرو ملتونو کې د اوکراین استازي په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د دې هېواد په پایتخت کیېف او ګڼ شمېر نورو ښارونو د روسیې تازه بریدونه وغندي. سرګې کایلاستیا همدرانګه وغوښتل چې د روسیې لخوا د اوکراین د څلورو سیمو الحاق دې هم په رسمیت نه پيژندل کیږي.

: ‏د وينزويلا په لاس تيجرياس ښارګوټي کې د ځمکښويېدنې له کبله د وژل شويو شمېر ۳۶ تنو ته رسيدلی دی. رسنيو ويلي چې په وژل شويو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

: ‏جوليان توپان د مرکزي امريکا په هېوادونو کې لږ تر لږه ۲۸ تنه مړه کړي دي. اسوشيټيډ پرېس خبري اژانس ويلي چې تر جوليان توپان وروسته په ګواتيمالا او سلوادور کې سخت اورښتونه پيل شوي دي.

: ‏اوکراين ته د پرمختللو وسلو د ورکړې په تړاو د امريکا د ولسمشر جوبايډن تر ژمنې وروسته، روسيې خبرداری ورکړی چې د دې کار بدې پايلې به د امريکا پر غاړه وي.

: ‏د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېست له قطر څخه ترکیې ته تللی او له یو شمېر افغان سیاسیونو سره یې لیده کاته پیل کړي دي.

‏ویل کیږي نوموړي د دوستم له لور راحلې دوستم سره لیدلي او په پام کې ده د پخواني پارلمان مشر میررحمن رحماني، عطامحمد نور او ځینو نورو سیاسي شخصیتونو او د پارلمان غړو سره هم وویني.

: ‏د نجونو نړیوالې ورځې ته په اشارې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش افغانستان کې له ښوونځیو د نجونو د بې برخې کېدو پر دوام سخته اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

‏نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې، له تعلیم څخه د نجونو د محرومولو زیان هم په خپله افغان نجونو ته رسېږي او هم افغانستان ته چې د نجونو انرژۍ او ونډې ته سخته اړتیا لري.

‏هند افغانستان ته د روغتیایي مرستو دیارلسمه کڅوړه راواستوله او د ملګرو ملتونو په همکارۍ په کابل کې د ماشومانو اندراګاندي روغتون ته وسپارل شوه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه مرسته کې درمل، د جراحۍ وسایل او د ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو د اړتیا وړ توکي او وسایل شامل دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک