حکمتيار: د هغه مصيبت او فتنې مخه ونيسو چي د مكتب او مدرسې له بېلوالي رامنځته شوې
د هغه مصيبت او فتنې مخه ونيسو چي د مكتب او مدرسې له بېلوالي رامنځته شوې؛ او د ملا او مكتبي جنگول ئې اصلي موخه او هدف وو؛ راشئ ښوونځى او مدرسه توحيد كړو، واحد تعليمي نصاب جوړ كړو؛ د دښمنانو هغه خطرناكه او زړه توطئه شنډه كړو چي مدرسه او مكتب ئې داسي سره بېل كړل چي له مدرسې به هغه فارغېدو چي دنده به ئې د جومات امامت وو او تخصص به ئې فقط حفظ، رسمي وظيفه او معاش ئې نه درلود؛ مالي مشكلات ئې د ولس پر غاړه وو؛ او دا د دين او ديني علماءو د اهانت او سپكاوي او منزوي كولو لپاره، د مدرسو په نصاب كي نه ليك او لوست وو؛ نه د اسلام او هېواد تاريخ، نه په ورځني ژوند پوري مربوط علوم او فنون؛ فقط د فقهي او صرف او نحو څو ابتدائي كتابونه، منطق او فلسفه.
او ښوونځى او پوهنځى بيا داسي چي والي، وزير، انجنير، او ډاكټر به ترې وتل خو داسي چي د دين په الف- با به هم نه پوهېدل.
او نتيجه ئې دا چي ملا به مكتبي ته بې دين ويل او مكتبي به ملا ته له دنيا بې خبر. موږ هم مؤمن او خدايپال ډاكټر او انجنير ته ضرورت لرو او هم په ورځنيو ضروري علومو پوه امام او خطيب ته.
