مهم ترین های امروز پنجشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا د افغانستان د کنگل شوې شتمنۍ د یوې برخې سویس ته لیږدول او د افغانستان له استازو پرته یې په ځینو چارو کې لگول د نړیوالو اصولو خلاف او د نه منلو اقدام بللی دی.
بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان بانک اسعاري زیرمې د افغانۍ د ثبات، د مالي سیستم پیاوړتیا او د سوداگرۍ اسانتیا لپاره کارول کیږي.
دغه وزارت ویلي چې له امریکا سره یې مذاکرات روان وو چې د پیسو د غیر قانوني لگولو په هکله یې قناعت حاصل شي خو واشنگټن د خبرو تر پاي مخکې دا اقدام وکړ.
د ا ا د بهرنیو چارو وزارت په پای کې ویلي که هر هغه څوک چې د افغان ولس د مشروع غوښتنو خلاف له اسعاري زیرمو گټه اخلي، اسلامي امارت یې جریمه کوي او فعالیتونه یې وربندوي.
✒: رسنۍ: د اسلامي امارت لخوا د نجونو د ښوونځیو له تړل کیدو د ۳۶۱ ورځو په تیریدو لا هم میلیونونه افغان نجونې له زده کړو محرومې دي.
عام افغانان وایي چې د اسلامي امارت له پلمو ستړي شوي او زیاتوي چې دوی غواړي خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولیږي خو حکومت یې مخه نیسي.
تر دې مخکې ا.ا په مختلفو پلمو د نجونو ښوونځیو تړل کېدل د شریعت، تعلیمي نصاب، د ښوونځیو د نجونو یونیفورم، افغاني کلتور او نجونو تعلیم سره د افغانانو مخالفت بللی و.
شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې پکتیا کې هغه ښوونځي چې د خلکو په خوښه پرانیستل شوي وو د اسلامي امارت لخوا بیرته وتړل شول.
✒: د اتریش پلازمېنه ویانا کې ٢٩ طالب ضد څیرو د افغانستان د روان وضعیت په تړاو مجلس کړی دی.
په دې ناسته کې د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، رنګین دادفر سپنتا، زلمي رسول، د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل او یو شمېر نورو طالب ضد سیاسي څیرو ګډون کړی دی.
سرچینو ویلي چې دا ناسته د بندو دروازو تر شا شوې او پکې د طالبانو پر ضد د سیاسي او نظامي مقاومت په اړه بحثونه شوي دي.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا هغه پریکړه چې د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ یې په دوو برخو ویشلې رد کړې او غوښتنه یې کړې چې یاده شتمني دې په بشپړه توګه د افغانستان د خلکو د ملي خزانې په توگه محفوظه وساتل شي.
د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې حامد کرزی به د امریکا هغه تصمیم چې پر اساس یې سویس کې د «افغان فنډ» په نوم صندوق جوړیږي؛ څېړي او تر هراړخیزو مشورو وروسته به خپل موقف څرگند کړي.
✒: د المپیک ملي کمېټې رﺉیس نظرمحمد مطمﺉن غزني ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په هغو مراسمو کې ګډون وکړ چې د هېواد د ١٦ ولایتونو د ١٣٣ ورزشکارانو تر منځ د تکواندو سیالیو د پیل کېدو په مناسبت ترتیب شوي وو.
مطمئن دغو مراسمو ته د وینا پر مهال وویل، چې د غوره استعدادنو د موندلو په هدف به ورزش له مرکز څخه ولایتونو، له ولایتونو ولسوالیو او بیا ان کلیو ته ورسوي.
✒: د افغانستان کریکټ بورډ د ٢٠٢٢ کال شل اوریز نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه.
✒: د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وایي چې کابل ښار کې یې ٢٠ بابه درملتونونه تړلي دي.
د یادې ادارې ویاند جاوېد هژیر وایي چې له ٣١ درملتونونو څخه یې څارنه کړې چې په ترڅ کې یې ۱۴ بابه درملتونونه د قانوني اسنادو د نه لرلو او ٥ بابه یې د فارمسستانو د نه لرلو له کبله وتړل شول.
✒: د ګمرکونو د مدیریت د لومړي ټیم امر محمد خالد نن سهار د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند په افشارو سیمه کې د نامعلومو کسانو لخوا ترور شوی دی.
✒: د افغان کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کریم صادق هم د هېواد د پرېښودو تابیا کړې او ښایي نیږدې ورځو کې په اسټرالیا کې د پناه اخیستو لپاره دغه هېواد ته ولاړ شي.
✒: د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په امریکا کې د دې بانک کنگل شوې شتمنۍ د افغانانو ملکیت او له کلونو راهیسې د پولي ثبات، مالي سیستم پیاوړتیا او د سوداگرۍ د اسانتیا په موخه کارول کیږي.
د افغانستان بانک نامرتبطو برخو ته د دې شتمنۍ تخصیصول، کارول او لیږد د نه منلو وړ گڼي او غواړي چې په دې اړه له سره غور وشي.
✒: سخنگوی وزارت امور خارجه روسیه: اگر واشنگتن تصمیم بگیرد موشکهای دوربرد به کییف بفرستد، از خط قرمز عبور کرده و به طرف مستقیم درگیری تبدیل خواهد شد.
✒: له ټرمپ نه په جنګ ناراضه امنیتي سلاکار جان بولټن:
امریکا له افغانستانه اوس تر پخوا زیاتو خطرونو سره مخ ده.
✒: د پاکستان ایتلافي صدراعظم ګوندونو سره د وعدو له مخې ځانته ۸ خاص مرستیالان وټاکل.
د هغه کابینه له ۷۰ کسانو واوښته.
✒: د اوکراین ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند:
ولسمشر زیلنسکي د موټر ټکر کې ټپي شوی خو ټپونه یې د تشویش وړ نه دي.
د زیلنسکي پوځونو وروستیو کې روسان له نیول شویو سیمو شاته کړي وو.
✒: ټولنیزو رسنیو کې یو پاکستاني ملا پر طالبانو غږ کړی چې د کرکټ د افغان لوبډلمشر محمد نبي نوم ور بدل کړئ، دده نوم د اسلام ستر پیغمبر ته سپکاوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستانی ملایانو د تنظیمونو په دوره کې د مولوي محمد نبي له ډلې قوي ملاتړ کاوه او هغه ته یې درناړوی درلود.
✒: د پاکستان صدراعظم:
که چاسره هم د پاکستاني مسوول په توګه ګورم یا هم زنګ ور وهو، فکر کوي چې قرض یا پیسې رانه غواړي.
وایي، دومره مو د هیواد حالت او اعتبار خراب شوی.
✒: جاپان ته تللي کډوال ددغه هېواد له چلند شکایت کوي. جاپاني رسنیو هلته د تللو افغانانو له خولې لیکلي چې د جاپان حکومت ورسره ناوړه چلند کوي او د دوی د پاتې کېدو لپاره یې سخت شرایط وضع کړي دي. دوی وایي همدا اوس جاپان ته تللي څلوېښت سلنه افغان کډوال بېرته له دغه هېواد وتلي دي.
✒: امریکا وایي ښايي د اوکراین جګړه اوږده شي. د امریکا ولسمشر جو بایډن د اوکراین د پرمختګونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې اوکرایني ځواکونو روسي عسکر په شا تمبولي خو دا به تر وخت مخکې وي چې دا چاره پرمختګ یا بریا وبولو.
✒: د امريکا متحدو ايالتونو پر پاکستان غږ کړئ چې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې له توپير پرته اقدامات وکړي. د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت وايي، که څه هم پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپل مهم متحد بولي، خو غواړي چې دغه هېواد د ټولو ترهګرو ډلو پر خلاف يو شان مبارزه وکړي.
✒: ارمنستان له اذربايجان سره تر دوو ورځو سختو نښتو وروسته اوس د اوربند اعلان کړی دی. د اوربند تر اعلانولو مخکې ارمنستاني چارواکو ادعا کړې وه چې اذربايجان يې په سرحدي سيمو کې ۱۰ کيلومتره مربع خاوره لاندې کړې ده.
✒: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د ارزي شتمنيو پر ازادولو سربېره له نړيوال بانک او د اسيا له پراختيايي بانک سره په ګډه کار کوي چې د افغانانو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو لپاره يو ميليارد ډالره مرسته برابره کړي.
✒: د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وايي چې له چين څخه د افغان سوداګرو په مالونو بار اورګاډی د افغانستان، ازبکستان او قرغيزستان د نوي کوريډور له لارې هېواد ته را روان شوی دی. د ياد کوريډور د جوړېدو هوکړه تېره اونۍ لاسليک شوه.
✒: نيمروز کې ځايي چارواکي وايي چې تېره يوه اونۍ کې له پنځو زرو ډير افغانان په اجباري ډول له ايرانه را ايستل شوي دي. رسنيو نيمروز کې د ځينو سرچينو په حواله ويلي چې روانه اونۍ د نن ورځې تر سهاره ۵۱۸۸ تنه افغان کډوال د دغه ولايت د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راغلي دي.
✒: پانزده سپتمبر، روز جهانی دموکراسی است. امسال روز جهانی دموکراسی بر اهمیت آزادی رسانهها تمرکز دارد.
انتونیو گوترش، دبیرکل سازمان ملل، در این روز در تویتی گفته است که رسانهها در سراسر جهان با سانسور و کارمندان رسانهیی با بازداشت و خشونتهای فزیکی روبهرو استند.
✒: پاکستان د FATF د شرایطو پوره کولو لپاره هڅه کوي وښیی د جیش محمد ډلې مشر په افغانستان کې دی او دوی یې د نیولو هڅه کوي.
پاکستان اوس د ناقانونه پیسو د څار سازمان یا FATF په خړ لست کې دی او باید دغه بنسټ ته ثابته کړي چې تروریزم نه پالي او د مسعود اظهر نیولو لپاره یې عملی گامونه اوچت کړي تر څو له خړ لسته وایستل شي.
✒: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ترکمنستان ولسمشر سردار قربان قلي بردي محمدوف او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د شانگهای همکاریو سازمان سرمشریزې کې د گډون لپاره د ازبکستان سمرقند ښار ته رسیدلي دي.
✒: یوناما پنجشیر کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو د وروستي تورونو په اړه ژوره اندیښنه څرگنده کړې ده.
یوناما وایي په پنجشیر ولایت کې وضعیت له نږدې څاري او له ټولو خواوو غواړي څو د بندیانو د حقونو په گډون ټولو نړیوالو مکلفیتونو ته درناوی وکړي.
✒: په امریکا کې د روسیې سفارت سویس کې «افغان فنډ» په نوم صندوق ته د افغانستان د کنگل شوې شتمنۍ نیمایي برخې لیږد غندلی دی.
دغه سفارت وایي چې د امریکا لخوا «افغان فنډ» ته د افغانستان شتمنۍ لیږد د نړیوالو قوانینو او د یوه هیواد د ازادی خلاف کار دی.
پرون د امریکا ادارې اعلان کړی و چې د افغانستان بانک کنگل شوې شتمنۍ نیمایي به د یو سویسي، یو امریکایي او دوو افغانانو تر نظر لاندې په مصرف ورسیږي.
✒: په ټولنیزو رسنیو کې د پنجشیر د جگړې مربوط ویدیوگانو له خپریدو وروسته اوس یوناما او د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر پدې ولایت او ځینو نورو سیمو کې له بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
یوناما پنجشیر کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو د وروستيو تورونو په اړه ژوره اندیښنه څرگنده کړې او وایي چې په پنجشیر ولایت کې وضعیت له نږدې څاري او له ټولو خواوو غواړي څو د بندیانو د حقونو په گډون ټولو نړیوالو مکلفیتونو ته درناوی ولري.
هاخوا د افغانستان لپاره د فرانسې سفیر ډېوېډ مارټینون طالبان تورن کړي چې جنګي جنایت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې یو ځل بیا د پنجشېر په ځینو سیمو کې جګړې زور اخیستی دی.
✒: امريکا له پاکستان څخه د ترهګرو ډلو د ځپلو هيله کړې
د امریکا متحد ایالتونه وايي، له پاکستان څخه هیله لري چې د ټولو تروریستي ډلو پر ضد اقدام وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې خپل مهم متحد ګڼي خو تمه لري چې دا هیواد به د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه د دغه وزارت د ویاند نیډ پرایس په قول لیکلي چې واشنګټن په روان مالي کال کې پاکستان ته ۵۳ میلیون ډالره بشري مرسته ورکړي ده.
