مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د حاا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير ګلبدين حکمتيار پرون سه شنبه د خپل کار په دفتر د ګاونډي هېواد پاکستان له ګڼشمېر مشهورو چاپي، انځوريزو او غږيزو رسنيو له استازو سره وکتل.
په دغه مطبوعاتي ناسته کې قدرمن مشر د هېواد، سيمې او نړۍ د مهمو سياسي قضاياءو په رابطه د يادو رسنوالو پوښتنو ته هر اړخيز او مفصل ځوابونه ورکړل چې إن شاء الله په نږدې راتلونکي کې به يې د لا وضاحت او خبري پوښښ په پار تفصيلي لينکونه هم له درنو ليدونکو، اورېدونکو او لوستونکو سره شريک شي.
✒: د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې چاودنه شوې ده.
ځايي سرچینې وايي، په دې چاودنه کې یو تن وژل شوی او لس نور ټپيان دي.
تر اوسه د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم کومې ډلې ددې چاودنې مسوولیت منلی دی.
✒: اسلامي امارت د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې دی.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پرته له شواهدو د داسې تورونو لګول په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېزلري.
اسلامي امارت یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ځايي رسنیو راپور ورکړی چې اسلام اباد په یوه لیک کې له ا.ا غوښتي څو د «جیش محمد» ډلې مشر مسعود اظهر چې د دوی په باور په افغانستان کې دی، پیدا او ونیسي.
✒:کورنيو چارو وزارت د کابل ښار مهمو برخو کې د PTZ پرمختلليو امنيتي کامرو د نصب پروسه پيل کړې ده.
ویل کیږي، چې د دې کامرو په نصب کېدو سره به ښار کې د جرمونو ګراف لا ټيټ او د هېوادوالو امنیت به لا خوندي شي.
✒: اسلامي امارت وايي، چې پاکستاني ځواکونو پرون د اصولو خلاف ډیورند کرښې ته نیږدې د پوستې د جوړولو هڅه کړې او اسلامي امارت ځواکونو غوښتل ددې موضوع په اړه له پاکستاني پوځیانو سره خبرې وکړي خو هغوی ورباندې ډزې کړې دي او تلفات رامنځ ته شوي دي.
د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، چې د دواړو خواوو چارواکي لاس په کار شوي څو کرښې ته نیږدې د تاسیساتو جوړولو او په راتلونکي کې د داسې پېښو د رامنځ ته کېدو مخه ونیسي.
✒: راپورونه وايي، د غزني ولایت د زنه خان ولسوالۍ په ګوډلو کلي کې یوه مېرمن او څلور اولادونه يې لومړی وژل شوي او بیا څاه ته غورځول شوي دي.
ویل کیږي چې وروسته د ګازو یوه ډبه چې سر یې خلاص و، هم څاه ته د دې لپاره اچول شوې چې څوک یې د جسدونو د رااېستلو هڅه ونه کړي.
✒: د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ، د سوالګرو راټولولو کمېټې په کابل ښار کې له بېلابېلو سیمو ۵۹۱۴ سوالګر راټول کړي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې مستحقو سوالګرو ته د افغان سرې میاشتې ټولنې له لوري د نغدي پيسو د وېش لړۍ پيل شوې او بې سرپرسته سوالګر ماشومان به د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون کې شامل شي.
✒: ذبیح الله مجاهد: جیش محمد د پاکستاني حکومت تر حمایت لاندې ډله ده او په خپل هیواد کې اوسیدلی شي. په افغانستان کې یې شتون واقعیت نه لري.
✒: فرید بشارت ورزشکار مبارزات آزاد کشور موفق شد "آلان بیگوسو " از برازیل را پس از سه روند مبارزه، با تفاوت امتیاز شکست بدهد و به عنوان چهارمین ورزشکار افغان قرارداد سازمان بزرگ "یو اف سی" را بدست بياورد.
بشارت متولد افغانستان است و در حال حاضر در انگلستان زنده گی می کند.
✒: د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې د روانې میاشتې تر پایه به د ازبکستان هېواد ټول پورونه ادا شي او له یاد هېواد سره به د برېښنا واردولو نوی تړون لاسلیک کړي.
✒: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ مشر بخت الرحمن شرافت وايي، له چین څخه د افغانستان لومړۍ سوداګریزه محموله باریږي. شرافت ویلي چې دغه سوداګریز کارګو چې له چین څخه بارېږي ډېر ژر به قرغزستان او له هغه ځایه د ازبکستان د اوش د اورګاډي تم ځای او بیا د افغانستان د حیرتان بندر ته ورسېږي.
✒: د بغلان په فرینګ او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د ۴۱ میلیون افغانیو په لګښت دوه د څښاک اوبو رسونې او درې د استنادي دېوالونو د جوړېدو کار پیل شو.
✒: منابع محلی در تخار میگویند، درگیری بر سر زمین میان مردم و کوچیها در ولسوالی خواجه بهاءالدین این ولایت، چهار زخمی برجا گذاشتهاست.
✒: د اقتصاد وزارت مرستیال «د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز او د افغانستان پر اقتصادي ودې یې اغېز» تر عنوان لاندې یوې غونډې ته وویل، امن او باثباته افغانستان به د سیمې ټولو هېوادونو د اقتصادي پراختیا او سوکالۍ لامل شي.
✒: د افغانستان سرپرست حکومت، د امریکا له خوا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ساتلو او لګولو لپاره د صندوق جوړولو په غبرګون کې ويلي چې ټوله کنګل شوې شتمني باید له قید او شرط پرته راخوشې شي.
✒: یوناما میگوید که در مورد ادعاهای اخیر راجع به نقض جدی حقوق بشر در پنجشیر و جاهای دیگر به شدت نگران هستند.
✒: امریکا: روسیې د یو شمېر هېوادونو په سیاسي پریکړو کې د ګډوډۍ جوړولو لپاره ځېنو سیاسیونو ته ۳۰۰ میلیونه ډالر ورکړي.
✒: کرمه ایجنسۍ ـ خرلاچۍ:
وسله واله نښته کې ۳ پاکستاني عسکر وژل شوي.
د پاکستان پوځ او خارجه وزارت له پېښې وروسته پر طالبانو غږ کړی چې افغان خاوره زموږ پر صد کارېدو ته مه پرېږدئ.
✒: د روغتیا نړیوال سازمان:
سږ کال افغانستان کې د پولیو یوازې یوه پېښه ثبت شوې او ۹ میلیونه ماشومان واکسین شوي.
✒: ټایمرز نیوز: سمرقند کې به د شانګهای راروان کنفرانس کې افغانستان او اوکراین د بحث مهمه موضوع وي.
✒: د روسيې خارجه وزیر کابل ته:
د همه شموله حکومت د تشکیل کومې وعدې مو چې کړې وې، عملي یې کړئ.
وایيے داسې حکومت چې د ټولو قومونو او سیاسي جریانونو ګټې خوندي کړي.
✒: د افغانستان ثبات د ټولې سیمې د دایمي پرمختګ لپاره مهم دی. د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف چې د شانګهای سازمان د کنفرانس دوره يي مشرتوب هم کوي وایي چې د افغانستان د ثبات لپاره باید پراخه هڅه وشي.
✒: د پاکستان د اسعارو په بازار کې یو ډالر په ۲۳۲ کلدارو تبادله کیږي. سوداکر وایي په ازاد بازار کې یو ډالر په ۲۴۰ کلدارو خرڅیږي. په پاکستان کې د روانې مياشتې له لومړۍ نېټې راهیسې کلداره د ډالر په مقابل کې په پرله پسې توګه بې قدره کيږي.
✒: په سي پیک پروژه کې د افغانستان شریکول به د سیمې د پراختیا سبب شي. نړیوالو رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي چې د چین او پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د افغانستان ګډول به ددغه پروژې د اغېزمنتیا لپاره خورا ګټور ګام وي.
✒: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو او همدا راز ددې هېواد پوځ د جلا جلا اعلامیو په خپرولو سره له اسلامي امارت غوښتي، چې ترهګر د افغانستان له خاورې پر پاکستان له بریدونو راوګرځوي.
دا اعلامیې وروسته له هغې خپرې شوې چې د پاکستان پوځ ادعا وکړه چې وسله والو د ډیورند کرښې ته څېرمه په کرمه ایجنسۍ کې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړې او درې پوځیان یې وژلي دي.
✒: د ارمنستان دفاع وزیر وایي چې اذرباییجان نن سهار د دې هیواد په پوله ساتو ځواکونو باندې د توپونو او هاوانونو ډزې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ارمنستان او اذرباییجان ترمنځ شخړه پرون د اذرباییجاني ځواکونو لخوا د ۴۹ ارمنستاني پوله ساتو تر وژل کیدو یو ځل بیا شدیده شوې ده.
✒: د چین ولسمشر تر کرونا ویروس وروسته نن د لومړي ځل لپاره له دې هیواده بهر ته او د شانگهای همکاریو سازمان سرمشریزه کې د گډون لپاره سفر کوي. دی لومړی قزاقستان او بیا ازبکستان ته ځي او هلته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي سره هم گوري.
✒: د پاکستان ځايي رسنۍ وايي چې اسلام اباد په یوه لیک کې له ا.ا څخه غوښتي څو د «جیش محمد» ډلې مشر مسعود اظهر چې د دوی په باور په افغانستان کې دی، پیدا او ونیسي.
مسعود اظهر په نړیواله سطح په ترهګریزو فعالیتونو تورن دی.
✒: امریکا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ۳.۵ میلیارده ډالرو د ساتلو او مصرفولو لپاره د « افغان فنډ » په نوم ځانګړی صندوق اعلان کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا صندوق د امریکا او سویس حکومتونو او د یو شمېر افغان اقتصادي کارپوهانو لخوا جوړ شوی دی.
امریکا ویلي، په دې صندوق کې د ساتل شویو شتمنیو د لګولو واک به له یوه تضمین کوونکي بورډ سره وي چې د امریکا او سویس حکومتونو یو یو استازی او همدا راز دوه افغان اقتصادي کارپوهان ددې بورډ په ترکیب کې شامل دي.
متحدو ایالتونو ویلي، په دې صندوق کې ساتل شوې شتمني به د عامو افغانانو د خیر ښېګڼې او د افغان دولت د نړیوالو پورونو پرې کولو په برخو کې مصرفیږي خو طالبان به ورته مستقیما لاسرسی ونه لري.
✒: کریملین وایي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د چین له ولسمشر شي جینپینگ سره په ازبکستان کې د یوکراین او نورو مسائیلو په اړه خبرې وکړي.
کریملین وایي چې ولادیمیر پوتین به سمرقند ته په خپل سفر کې د ایران، هند، پاکستان او ترکیې له ولسمشرانو سره هم وگوري خو زیاتوي چې له شي جینپینگ سره یې ناسته خاص اهمیت لري.
✒: د امریکا د خزانه دارۍ وزارت ویلي چې د افغانستان بانک نیمه کنگل شوې شتمني به د امریکا د حکومت د یوه استازي، د سویس د یو چارواکي او د دوو افغان کارپوهانو تر نظر لاندې د بشري وضعیت د ښه کیدو او د برق بل او نورو پورونو د ورکولو لپاره په مصرف ورسیږي.
