مهم ترین های امروز سه شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: اسلامي امارت وايي، چې د پنجشېر په رخه، دره او افشار ولسوالیو کې یې د متمردو باغیانو پر ضد تصفیوي عملیات پيل کړي دي.
ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې ددې عملیاتو په ترڅ کې یې د څلورو قوماندانانو (فهیم کمانډو، جواد، محمدیار او ملک خان) په ګډون ۴۰ تنه وژلي او څه باندې سل تنه یې یې ژوندي نیولي دي.
مجاهد ویلي، چې په دې عملیاتو کې وسلې او مهمات هم د اسلامي امارت ځواکونو لاس ته ورغلي دي. نوموړي زیاته کړې چې دغو کسانو غوښتل ناامني رامنځ ته کړي.
✒: اسلامي امارت د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت څرګندونې غیر مسوولانه او عقده يي بللې دي.
بنت تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا ناستې ته ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د بشري حقونو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او دا وضعیت د استبداد په خوا روان دی.
✒: د افغانستان بریښنا شرکت د کابل موسهي ولسوالۍ په سنگ نوشته کلي کې دوه ټرانسفرمرونه گټې اخیستنې ته سپارلي دي.
د افغانستان بریښنا شرکت وایي د یادو ټرانسفرمرونو ظرفیت ۴۰۰ کیلوولټ امپیر دی او ټاکل شوې ۴۵۰ نوي پېرودونکي د برېښنا انرژۍ څخه برخمن کړي.
✒: هرات کې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیس وايي چې د اسلام کلا په مرز کې ۲۵ زره لېټره الکولي څښاک کشف او ضبط شوي دي.
د هرات د امینه قومندانۍ ویاند محمود شاه رسولي وايي چې د الکولي څښاک دغه چوپه یوه کانټینر کې له دوبۍ بار شوي او د ایران له لارې د اسلام کلا مرز ته راوړل شوي دي.
✒: در یک حادثه ترافیکی در مرکز ولایت بدخشان ۴ تن جان باختند و ۳ تن دیگر زخم برداشته اند.
رییس اطلاعات و کلتور میگوید که حالت دو زخمی نگران کننده است.
✒: غورـ دولتیار: ابتداییه محکمې د نامشروع اړیکو په تور یو ځوان او پېغله ۳۹ - ۳۹ دُرې وهلي.
✒: پکتیکا: اومنې ولسوالۍ کې چا د یو بڼوال ۳۰۰ د مڼو ونې د شپې په تیاره کې رېبلي.
✒: ۱۱ بهرني سېلانیان چې د تایلند هېواد وګړي وو، د غزني ولایت له یو شمېر تاریخي ځایونو څخه يې لېدنه وکړه. یاد ۱۱ سېلانیان چې ۸ یې ښځينه او ۳ تنه یې نارینه دي وروسته له هرات او کندهار ولایتونو څخه غزني ولایت ته ورغلي او د دغه ولایت بالاحصار، سردار غوڼدۍ او څلي یې وکتل.
✒: د اوکراین د جګړې په دوام د پوتین مخالفین د هغه د لرې کېدو غوښتونکي دي. وروسته له هغه چې روسي عسکرو له اوکراین تېښته پيل کړه په روسیه کې پراخې ناندرۍ رامنځته شوې دي.
✒: سیګار یا د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې ویلي چې د افغانستان نوي حکومت پر صادرېدونکو سکرو مالیات لوړ کړي دي خو سره له دې هم ددغه سکرو بیه د نړیوال بازار په پرتله څلوېښت سلنه ټيټه ده.
✒: د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نکلسن، جنیوا کې د بشري حقونو شورا ته ویلي، طالبان افعانستان کې د یو سخت استبدادي رژیم رامنځته کولو پر لور روان دي.
✒: کابل کې د ملګرو ملتونو راپورچي رچرډ بنت:
افغانستان تېر یو کال په هیښوونکي ډول شاته تللی او بشري وضعیت د استبداد پر لور د دغه هیواد نزول ښيي.
✒: د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف: کابل کې مو پر سفارت له برید وروسته د ډپلوماټانو امنیتي تدابیر خورا سخت کړي دي.
✒: د ایران خارجه وزیر له نیوزیلنډۍ سیالې سره:
د افغانستان د ثبات لپاره همه شموله حکومت جوړېدل، اړین بستر دی.
✒: کراچۍ، ډالیما روډ: پاکستاني موټر سایکل سپرو یو ۱۸ کلن افغان زلمی چې کباړ یې ټولاوه، په ډزو وژلی او تښتېدلي.
✒: هند ـ اړیسه: د رنجیتا کونډو په نوم یوې ښځې مېړه باندې دعوه کړې چې یوه ګرده (پښتورګی) رانه په غلا ایستلې او تور بازار کې یې پلورلې.
وایي، ۲۰۱۸ کې یې روغتون ته یوړم چې پښتورګو کې دې تیږه ده، هغه یې هلته پوره انتظام راته نیولی و.
✒: سعودي عربستان ټولو سټیډیمونو کې ښځو ته په کنسرتونو کې د ناستې او د سیالیو د نندارې اجازه ورکړه.
پخوا دا اجازه محدودو لوبغالو پورې اړوند وه.
✒: سفیر ناروی در سازمان ملل متحد از بسته ماندن مکتبهای دختران در افغانستان انتقاد میکند و میگوید که افغانستان تنها کشوریست که دختران به مکتب رفته نمیتوانند.
مونا جول، سفیر ناروی در سازمان ملل، گفته است: «یک سال پس از تسلط طالبان، وضعیت زنان و دختران به سرعت و به گونۀ تکان دهنده وخیمتر شده است. یک مثال تلخ این است که اکنون افغانستان تنها کشوری در جهان است که آموزش دختران را ممنوع میکند. یک سال میگذرد که طالبان دختران را از رفتن به مکتبها منع کرده اند.»
✒: د بریتانیې حکومت له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو په دوام تازه له افغان شومانو سره څه باندې ۲۸ میلیون ډالره مرستې اعلان وکړ.
✒: روسي ځواکونو د یوکراین په جگړې کې د ایران د بې پیلوټه الوتکې کارول پیل کړي دي.
یوکرایني ځواکونه وایي چې ایراني بې پیلوټه الوتکه یې په کوپیانسک سیمه کې ویشتلې ده.
✒: د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له خپلې نیوزلنډۍ سیالې سره د ټلیفوني خبرو په ترڅ کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړي همداراز په ایران کې د مېشو څلور نیم میلیونه افغان کډوالو سره د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د نیوزلنډ پر مرستو ټینګار کړی دی.
