No-IMG

فتوى غواړم هیله ده چه څوک په قهر نشی

دوکتور عمر عماد

 

د کرکټ د پرونئ لوبی له کبله په پاکستان او افغانستان کی د کرکټ د مینه والو  فیسبوک ددیګ بخار په شان خوټیږی، د چا له ډیری خوشحالئ او د چاله ډیر خفګانه ، او متاسفانه چه ملایان د عوامو نه ډیر او اسلام پال د سیکولرانو نه ډیر ګرم دی، حتی تر دی چه ځینی ځینو خو پکی تقدیر او قسمت ته په ښکنځلو کولو ځان د ایمان د زوال د خطر سره مخامخ کړ. ..

نو ځکه پدی اړوند یو څه لیکل راته اړین ښکاره شول.

البته دغه لیکنه هغه چا ته متوجه ده چه د خپل آخرت غم ورسره وی، د نورو نه می نه تمه شته او نه ګیله .

.............................................

پداسی حال کی چه ما ته د علماوو په مینځ کی پدی کی اختلاف نه ښکاری چه د حرامو وسیله حرامه ده، یا په بل عبارت : په هر هغه څه چه حرام مرتب کیږی هغه هم حرام دی ، ولو که په خپل ذات کی حرام نه وی.

پورتنئ فقهی قاعدی ته په کتلو سره، وایم چه :

- پداسی حال کی چه الله تعالی د شرابو اوقمار د تحریم علت داسي بيانوي : (إنما يريد الشيطان أن يوقع بينكم العداوة والبغضاء في الخمر والميسر ويصدكم عن ذكر الله وعن الصلاة) یعنی بی شکه چه شیطان غواړی ستاسی تر مینځ په شراب څښلو او قمار په وجه دښمنی او کرکه او کینه واچوی او د الله تعالی د یاد او د لمونځ څخه مو منع کړی.  نو هر هغه څه چه دغه شیان پری مرتب کیږی هغه هم د شرابو او قمار په شان حرام دی.

رسول الله صلد الله علیه وسلم مسلمانانو ته سپارښتنه کوی چه : (لا تحاسدوا ولا تباغضوا... بحسب امرئ من الشر أن يحقر أخاه المسلم. كل المسلم على المسلم حرام: دمه وماله وعرضه) یو د بل سره حسد، او یو د ل سره کینه مه کوئ... د مسلمان همدومره شر بس دی چه خپل مسلمان ورور سپک وګڼی ، هر مسلمان پر بل حرام دی، وینه یی ،مال یی اوناموس یی.

په پرونئ لوبه کی دداوړو خواوو – په تیره بیا لر او بر پښتو- تر مینځ کرکه اوکینه او دښمنی داسی ښکاره شوه چه هیڅوک یی پټولی نشی.

پداسی حال کی چه  رسول الله صلی الله علی وسلم فرمایی : ( سباب المسلم فسوق ) یعنی مسلمان ته ښکنځلی کول فسق دی . بل حدیث کی فرمایی چه : (من الكبائر شتم الرجل والديه...) الحديث. د کبیره ګناهنو له شمیری څخه یو خپل مور او پلار ته ښکنځلی کول دی . نو صحابه وو پوښتنه وکړه چه آی رسول الله آیا څوک خپل مور او پلار ته ښکنځلی کوی ؟ هغه ورته وفرمایل چه هو ، د چا مور یاده کړی هغه یی  هم ورته مور یاده کړی ، او د چا پلار یاد کړی او هغه یی هم ورته پلار یاد کړی .

په بل حدیث کی راځی چه (لعن المؤمن كقتله) يعني پر مومن لعنت ویل د هغه د وژلو په شان دی. په یو بل حدیث کی راځی چه (ليس المؤمن بالطعان، ولا اللعان، ولا الفاحش، ولا البذيء) مسلمان به لعن او طعن ویونکی او سپک زبانه او بد زبانه نه وی.

په پرونئ لوبه کی یو بل په ښو سپکو سپورو او ښکنځلو ونازول .

- پداسی حال کی چه : کله په یوه غزا کی د یو انصاری او مهاجر تر مینځ ستونزه او انصاری انصارو او مهاجر مهاجرینو ته غږ کړ ، نو رسول الله صلی الله علیه و سلم په ډیر قهر ورته وویل : چه زه لا ستاسی په مینځ کی یم او تاسی د جهالیت چیغه پورته کړه ! پری یی ږدئ ، دغه (چیغه )بویناکه ده .

او دغی بویناکی چیغی پرون د پښتنو ټول فیسبوک بویناک کړی وو.

- پداسی حال کی چه - د پورتنی آیت شریف تر څنک- رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو صحیح حدیث کی فرمایی :  (العهد الذي بيننا وبينهم الصلاة، فمن تركها فقد كفر) په یو بل صحیح حدیث کی راځی چه (بين الرجل وبين الشرك والكفر: ترك الصلاة ) أبو هريره رضي الله عنه وايي (كان أصحاب رسول الله - صلى الله عليه وسلم - لا يرون من الأعمال شيئًا تركه كفر غير الصلاة ) . ددی اودی ته ورته نصوصو معنی دا ده چه د لمونځ قصدا پریښودونکی کافر دی، خو ډیر فقهاء وایی چه دا کفر اصغر دی، او ځینی وایی چه کفر اکبر دی.

او پرون به ډیرو د کرکت په وخت کی لمونځونه پریښی وی ، او چا به بیا قضاء کړی وی او چا نه .

- پداسی حال کی چه قرآن مجید په پرده کولو ، او ښځی او نر ته په سترګو ټیټولو امر کړی دی.

په پرونئ لوبه کی خپل او پردی نه معلومیده ، او ټول داسی سره ګډ ناست وه جه ته به وایی ټول یو د بل محارم وی.

- پداسی حال کی چه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی چه کله ناکله یو څوک د الله د غضب داسی خبره وکړی چه هیڅ باک یی نه ګڼی ، خو اویا کاله به د هغی په سبب په دوزخ کی غوټی خوری، او یو څوکبه دالله تعالی دړرضا داسی خبره وکړی چه هیڅ باک یی نه ګڼی ، خو اویا کاله به یی په جنت کی درجی پورته کیږی.

او په پرونئ لوبه کی می د ډیرو د خولی نه داسی خبری واویدلی چه د ایمان د زوال خطر پکی وو.

دا لا څه چه څو کسان د همدی لوبی په سبب یا په خطایی ډزو مړه شول ، اویا د دواړو اړخونو په خپل مینځی جګړو کی.

پورتنیو منکراتو او ګنهانو ته په لیدو سره به ، چه ټول د پرونئ دښنمی پاله لوبی زیږنده وه ، او همدغه لوبه ددی ټولو نارواوو وسیله وه ، آیا اوس به داسی څوک پیدا شی چه ما ته ووایی : په پرونی انډوخر کی ښکیل کیدل، او  یا د هغی تایید اوننګه - که دلته وی اوکه هلته - روا وی ، ، اویا به په راتلونکی کی روا وی نه ګناه ؟! فتوی غواړم .

کیدای شی څوک ووایی چه : ته زړی ببولالی غږوی، اوس دا خبری ټولی عادی شوی دی، نو ورته وایم چه ( ګناه چه عامه شی نو روا کیږی نه ) که څوک غواړی په همدی عنوان ځما لیکنه  دی ولولی.

او یا کیدای شی چه څوک ووایی مونږ خو پدی یو کار کی هم ښکیل نه یو ، نو ورته وایو چه : آیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث دی اوریدلی دی که نه چه فرمایی : ( من رآی منکم منکرا فلیغیره ...) که ستاسی چا کوم منکر ولیده نو هغه دی په لاس تغییر کړی، او که نشی کولای نو په ژبه دی یی تغییر کړی ، اوکه نشی کولای نو په زړه کی دی بد ورته ووایی ،او ددی نه آخوا د ایمان بڅرکی هم نشته .

نو آی مسلمانه وروره ،اوس دی له ځان سره حساب وکړه چه په کومه درجه کی راځی؟ دا لا پرییږده چه دغه ټول منکرات په زړه کی تایید کړی.

او یا کیدای شی چه څوک استدلال وکړی ، چه همدغه کرکټ مو د وطن د ځلیدلو میدان دی...

وایم : هیچا تری منع کړی نه یی، خو هر څه خپل حدود لری ، د حدودو نه تیری کله هم د منلو وړ ندی، اوپه پرونئ لوبه کی له دواړو خواوو ټول اخلاقی حدود مات او ټولی پولی قطع شوی ، اسلامی خو یی پریږده.

( وما علینا الا البلاغ)

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک