No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏پکتیا کې نن قومي خلکو غونډه کړې.

طالبانو ته یې په ډاګه کړې چې د نجونو ښوونځي خلاص کړئ، که نه یې خلاصوئ او پاڅون درپسې وشو، مسوولیت یې ستاسو پر غاړه دی.

: ‏د هېواد له شل کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د اسيا جام سياليو په مقدماتي لوبو کې د ګډون په موخه عمان ته ورسېدله. ټاکل شوې افغان لوبډله د دې سیالیو لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د تایلنډ پر وړاندې تر سره کړي.

: ‏حامد کرزی رئیس جمهور پیشین با مارکس پوتزل معاون سیاسی نماینده خاص سرمنشی سازمان ملل متحد برای افغانستان و سرپرست یوناما دیدار کرد.

دفتر مطبوعاتی حامد کرزی می گوید که در این دیدار علاوه بر بحث در مورد وضعیت افغانستان و منطقه، بر تعلیم دختران و گشایش مکاتب دخترانه تاکید شده است.

: ‏رحمت الله نبیل: محمد اشرف غني و حمدالله محب، خط مستقیم تیلفونی با رییس آی اس آی داشتند و به اطلاعات مهم امنیت ملی افغانستان اعتنا نمی‌کردند.

اومی گوید، پس از آنکه پرونده‌‌های میلیون دالری را به غنی و عبدالله برده بجای بررسی، دستور اخراج کارمند امنیت ملی از نهاد دولتی داده شد.

: ‏د صنعت کارانو اتحاديه وايي چې تېر يوه کال کې د کورنيو توليداتو کچه ۴۰ سلنه را ټيټه شوې ده. ياده اتحاديه د کورنيو توليداتو د کچې د را ټيټېدو لامل بانکي محدوديتونه او د خلکو د پېر وس ټيټېدل په ګوته کوي.

: ‏د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې د زلزله ځپلو ماشومانو لپاره د زده کړو ټولګي جوړ کړي دي. د یونېسف ادارې ویلي چې، په دې اقدام سره ۴۰۰۰ ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده.

: ‏د کندهار امنیه قومندانۍ درې ماشومان نیولي چې د پکتیکا ښار او مختلفو ولسوالیو کې یې خلکو نه تر سلو زیات سمارټ فونونه پټ کړي او کندهار ښار ته یې خرڅلاو لپاره وړي وو.

: ‏وزارت فوایدعامه می‌گوید، در آیندۀ نزدیک کار بازسازی اساسی شاهراه‌های کابل- غزنی و سالنگ‌ها و ۱۸ پروژۀ حفظ و مراقبت سرک‌ها آغاز خواهد شد.

: ‏په کاپيسا ولايت کې د څلور ميليونه افغانيو په لګښت د شيدو راټولولو او د لبنياتو د پروسس يو مرکز - چې هره ورځ د ٢٤٠زره ليتر شيدو د راټولولو او پروسس وړتيا لري - پرانيستل شو.

: ‏فوربز مجلې د منځني ختیځ د سلو  لویو کاروباري کورنیو لیست خپور کړی.

په دې لیست کې ۳۷ کورنۍ د سعودي، ۲۵ د عرب اماراتو، اته د کویټ دي.

: ‏د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل: له دېوالیه کېدو نه مو د هېواد د ژغورلو لپاره مجبورا ډېرې سختې پرېکړې وکړې.

وایي، امید لرو چې وبه ژغورل شو.

: ‏انډیا ټایمز:

نریندر مودي به د سمرقند راروان شانګهای سازمان ته وینا کې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي په لارو چارو تمرکز وکړي.

: ‏ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د زلزله ځپلو لپاره کورونه جوړوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ څانګې مشر محمد خاطر زید، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت له مرستیال مولوي شرف الدین مسلم سره کتلي دي.

: ‏ایرو ایشیا رېویو په یوه تازه خپره کړې مقاله کې ویلي چې افغانستان له یوې سختې مرحلې تېرېږي او په دې وخت کې ددغه هېواد د بانکونو اوسنی وضعیت کولی شي د خلکو پر اقتصاد او د هېواد پر عمومي حالت منفي اغېز ولري.

: ‏د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي په تازه څرګندونو کې ویلي چې شاوخوا ۳ زره کیلیومتره مربع سیمه یې له روسي ځواکونو نیولې ده او دغه ځواکونو د شاتګ پر مهال پر عامه تاسیساتو او د برېښنا پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

: ‏امریکايي نظامیان وایي پر افغانستان یې څار محدود شوی دی. د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ پخواني قومندان جنرال مک کینزي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې دمګړی په افغانستان د امریکا استخباراتي څار په نشت شمار دی.

: ‏اعتیاد او د نشه يي توکو کاروبار افغانستان ته د امریکا بله ویجاړوونکې ډالۍ وه. شینهوا خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال د نشه يي توکو کاروبار او پر دغه ناوړه پدیده د روږدو کسانو شمېره لوړه شوه.

: ‏د پاکستان حکومت ویلي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د باران او سېلابونو له امله نږدې ۱۴۰۰ کسان مړه او شاوخوا ۱۳ زره نور ژوبل شوي دي.

: ‏د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين څخه غوښتي چې د اوکراين له زاپوريژيا اټومي بټۍ څخه خپل ځواکونه وباسي.

: ‏د بشري حقونو او مېرمنو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري ويلي چې د ښوونځيو تړل له دين او کلتور سره تړاو نه لري. نوموړې د نجونو پر زده کړو د محدوديتونو تګلاره د خواشينۍ وړ بللې او ويلي يې دي چې ورته تګلارې افغانان د لا ډير فقر او نهيلۍ پر لور بيايي.

: ‏ایران وایي داسې بې پيلوټه الوتکه یې جوړه کړې ده چې اسراییل پرې په نښه کولی شي. د ایران یوه پوځي چارواکي ویلي دوی د خپلو بې پيلوټه الوتکو تکنالوژي پياوړې کړې ده او کولی شي د هر ډول ګواښونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

: ‏له اوکراین د روسي ځواکونو د وتلو په دوام تازه د روسیې دفاع وزارت خپلو ځواکونو ته له خارکیف د وتلو امر کړی دی. نړیوالې رسنۍ وایي چې روسیه د اوکراین په ډېرو سیمو کې د ځواکونو او مهماتو له کمښت سره مخ شوې ده له همدې امله یې شاتګ پيل کړی دی.

: ‏پاکستان په راتلونکو میاشتو کې به سختې قحطۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ کېدونکی دی. نړیوالې رسنۍ وایي چې په پاکستان کې وروستي سیلابونه ددې سبب شول چې ددغه هېواد د خوارکي او مصرفي توکو ستر ګودامونه له منځه لاړ شي او تر څنګ یې د کروندګرو حاصلاتو هم سخت زیان لیدلی دی.

: ‏د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو اتلولي خپله کړه.

د سریلانکا او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو د اسیا جام سیالیو په پای لوبه کې سره سیالي وکړه سریلانکا وتوانېده چې پاکستان ته د ۲۳ منډو په توپير ماتې ورکړي او د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بایډن د سپټمبر د یوولسمې پېښې د ٢١مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د امریکا دفاع وزارت کې جوړ شوي وو، د وینا پر مهال وویل چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو سره سره به د سپټمبر د یوولسمې پېښې د عاملانو تعقیبولو ته ادامه ورکړي.

‏بایډن وویل: ” د سپټمبر د ١١مې بریدونو عاملان به د جهنم تر دروازو تعقیب کړو څو موږ ډاډ تر لاسه کړو چې هغوی نور دوام نشي ورکولی

نوموړي زیاته کړه چې د سپټمبر له پېښې لس کاله وروسته یې اسامه بن لادن پیدا او له منځه یووړ او په وینا یې د سږکال په اوړي کې یې د الظواهري د وژلو امر ورکړ.

: ‏د ترکیې (TRT) اژانس راپور ورکړی، چې متحدایالتونه غواړي د افغانستان د کنګل کړې شتمنۍ یوه برخه (۳.۵ میلیارده ډالر) یو سوېسي بانک (BIS) ته انتقال کړي.

راپور کې راغلي چې د دغو پیسو له لګولو به بېطرفه نړیواله څارنه کیږي.

ویل شوي چې ښایي راتلونکې اونۍ امریکا په دې اړه رسمي اعلان وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک