No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د پوهنې وزارت سرپرست نن په ارزګان ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، چې اوسنیو شرایطو ته په پام خلک نه غواړي چې خپلې ۱۶کلنې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.

نورالله منیر ویلي، هڅه کوي ډېر ژر نجونو ته په خوندي چاپېریال کې د زده کړو شرایط برابر کړي.

‏منیر زیاته کړې، دوی به هېڅکله داسې کار ونه کړي چې د خلکو د کلتور مخالف وي.

: ‏د پروان، کاپیسا او د کابل په کوهدامن ولسوالیو کې د انګورو بڼوال د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، وروستیو اورښتونو د دوی د انګورو ۴۰ تر ۵۰ سلنه حاصلات له منځه وړي دي.

: ‏په بامیان، هلمند، میدان وردګو او جوزجان ولایتونو کې نن د حکومت او بېلابېلو خیریه بنسټونو له خوا له ۱۱ زره ۳۴۶ بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.

: ‏برخی مقام‌ها و تحلیلگران خواستار بازگشایی مکاتب به روی دختران بالاتر از صنوف ششم مکاتب اند و تأخیر در این زمینه را به «مصلحت» امارت اسلامی ندانسته می‌گویند که هرچه زودتر این مسأله حل شود.

: ‏د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره په تېرې یوې میاشتې کې په کابل ښار کې له ۱۷۷ درملتونونو د څارنې خبر ورکوي او وایي، د هغوی د څارنې په پایله کې ۷۲ درملتونونه د فارمیسست او فعالیت جواز نه لرلو له امله بند شوي دي.

: ‏مستوفی ننگرهار می‌گوید، در دوران حکومت گذشته ۵۶۰۳ شرکت در این ولایت فعالیت داشتند، اما اکنون تعداد آن به ١١٠١ شرکت کاهش یافته‌است.

: ‏کمیتۀ جمع‌آوری گداها، ۳۹۵۳ گدا را از شهر کابل جمع‌آوری کرده که از این میان ۳۱ کودک بی‌سرپرست، ۱۲۳۳ تن مستحق و ۲۶۸۹ تن د یگر شان، گداهای حرفه‌یی اند و با گدایان نیازمند، کمک‌های لازم صورت می‌گیرد.

: ‏دهلیز اقتصادی جدید میان افغانستان، ازبکستان ، چین و قرغزستان ایجاد شده است. مسوولین می گویند که از طریق دهلیز جدید اموال تجارتی از چین به قرغزستان ، از قزغزستان به ازبکستان و از ازبکستان از طریق راه آهن به افغانستان میرسد.

‏مسوولین می افزایند که محصولات افغانستان نیز از طریق این دهلیز اقتصادی در کمترین روزها به چین می رسد.

: ‏تېره شپه ناوخته په زابل کې یو ټانکر له سرکه وتلی چې له کبله یې د کابل-کندهار لویه لار تړل شوې.

په‌دې لویه لار کې بند پاتې موټرچلوونکي وايي، تر دې مهاله د دې لارې د پرانیستلو هڅې نه‌دي پیل شوي، خو د زابل د ټولګټو ریاست وايي، د لارې د پرانیستلو لپاره یې یوه کاري ډله سیمې ته استولې.

: ‏سیګار: پاکستان ته سږ کال د افغانستان ۱ ملیون او اته لکه ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي چې تېرو شلو کالو راهیسې دومره سکاره پاکستان ته نه وو تللي.

: ‏سیګار: د طالبانو او پاکستان تر منځ سوداګریز تړون کې دا اجازه نه شته چې هند دې د پاکستان له لارې افغانستان ته صادرات وکړي.

وایي، له دې امله افغانستان سره د هند سوداګري کمه شوې ده.

: ‏اوکراین کې د جګړې ۲۰۰ ورځې: د اوکراین حکومت دعوه کړې چې مهمه سیمه خارکییف مو له روسانو بیرته ونیوه.

روسانو ویلي، دا مو یو تاکتیکي شاتګ و.

: ‏دوبۍ کې یوه کاناډایي کمپنۍ ۷۳۵ فوټه دنګ د سپوږمۍ همشکل لګژري هوټل جوړوي.

د مون ورلډ ریزورټ هوټل به یو کال کې د لس میلیونه میلمنو کوربه توب ظرفیت ولري چې ۴۸ میاشتو کې به تکمیل شي.

: ‏امریکا هغه شتمن هېواد دی چې د بېوزلو لوټ ته یې ادامه ورکړې ده. چینايي‌ سي‌ جي تي ان رسنۍ په یوه تحلیل کې لیکلي‌ دي‌ چې امریکا له تېرو شلو کلونو راهیسې د ګڼو هېوادونو لوټ ته ادامه ورکړې ده او د دوی شتمني غلا کوي یې.

: ‏امریکايي رسنیو له امریکایي وګړو سره خبرې کړې دي او دوی ورته ویلي چې امریکایي چارواکي باید د ولس پوښتنو ته ځواب ورکړي چې دوی کلونه کلونه په افغانستان کې څه کول او لاس ته راوړنه یې څه ده.

: ‏تاجکستان په زوره د افغانانو د ایستلو لړۍ ته ادامه ورکړې ده. نړیوالې رسنۍ وایي چې د تاجکستان حکومت تازه اقدامات پيل کړي دي او هڅه کوي هغه افغانان په زور له خپلې خاورې وباسي چې په وروستیو کې دغه هېواد ته ورغلي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک