No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: دفاع وزارت: ‏نن له ماسپښين وروسته يوه امريکايي "Black Hawk" ډوله چورلکه چې پيلوټانو د ښوونې لپاره الوتنه ور کړې وه، د تخنيکي ستونزې له امله د ملي دفاع پوهنتون په انګړ کې لوېدلې ده، ‏له بده مرغه په دغه پېښه کې دوه پيلوټان او يو خدمه شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت رهبري د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او  شهيدانو ته د خدای «ج» له درباره د فردوس جنت هيله او ټپیانو ته د بيړنۍ روغتیا دعا کوي.

: ‏د کابل ښار لویدیځ برچي سیمه کې نن ماښام درې پرلپسې چاودنې شوې دي. ویل کیږي چې یوه چاودنه په « پل خشک» او دوې نورې په « سر آب » سیمه کې شوې دي. تر اوسه ددې چاودنو له کبله د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نشته.

: ‏د کورنیو چارو وزارت امنیتي منسوبینو دوه تنه پاکستاني وګړي چې یوه یې ښځه ده، د ۲۲ زره ټابلېټ کا او نشه یي ګولیو د د پلور او قاچاق په تور د کابل ښار ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیولي دي.

: ‏په دوحه کې د اسلامي امارات سفارت وايي، چې ددې سفارت سرپرست ډاکتر محمد نعیم  د ( ښکار او باز ) په نوم د ۲۰۲۲ کال په نړیوال نندارتون کې ګډون کړی دی.

: ‏د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان تجارت وزارت هغه حکم بېرته واخیست چې له مخې یې له افغانستان څخه پاکستان ته په صادرېدونکو مېوو مالیه لوړه شوې وه.

پاکستان تېره اونۍ د انارو او مڼو په ګډون د افغانستان د ۵ ډوله مېوو پر هر ټن مالیه له ۱۱ زرو څخه ۸۰ زره روپیو ته لوړه کړې وه.

: ‏ا.ا په پکتيا کې د قومي مشرانو او ولسونو په خوښه پرانيستل شوي ښوونځي بېرته تړلي او نجونو يې په غبرګون کې نن په ګردېز لاريون کړی دی.

 د نجونو د ښوونځيو زده کوونکو د لاريون پر مهال د ښوونځيو د بيا تړلو پرېکړه وغندله او ټينګار يې وکړ چې پر زده کړو لګول شوي محدوديتونه  بايد لیرې شي.

: ‏د کندز د عامې روغتیا ریاست چارواکي د دې ولایت په لرو پرتو سیمو کې د معیاري روغتیایي خدمتونو د نشتوالي خبره کوي خو وایي له یوه کال را پدیخوا د دې ولایت حوزوي روغتون په منظمو طبي تجهیزاتو سمبال شوی دی.

: ‏بانکي بحران افغانان له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. د څارونکو څېړنیز مرکز په نامه یوه نړیواله بنسټ په یوه مقاله کې ویلي چې افغانستان په دې حساسو شرایطو کې اقتصادي ودې ته اړتیا لري خو په خبره یې بانکي بحران دغه هېواد له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

: ‏د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې پاکستان هر کال د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو پر وړاندې خنډونه جوړوي. په ورته مهال يو شمېر سوداګر وايي چې له پاکستان سره دې د تجارتي ستونزو د هواري په موخه جدي او بنسټيزې خبرې وشي.

: ‏سالنګ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نن سهار د کابل ـ مزار شریف پر لویې لارې د سالنګ په مربوطاتو کې د یو مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې درې تنه مړه شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي. د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.

: ‏د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ټولو افغان حاجیانو ته ۵۱۵ ډالر بېرته ورکوي. د دغه وزارت چارواکو ویلي، سږ کال چې کومو حاجیانو د حج فریضي ادا کولو کې ګډون کړی و، له لګښتونو یې پیسې اضافه شوې دي. د دوی په خبره، هر حاجي ته به ۵۱۵ ډالر بېرته ورکړل شي.

: ‏د تصفیې کمیسیون مشر لطیف حکیمي:

ځانونه اصلاح کړئ، که نظام مو د پخوا په څېر بیا چپه شو، بیرته ترلاسه کول به یې راته ډېر ګران کار وي.

: ‏به دنبال ترک قنسلگری افغانستان از سوی ذبیح الله حسین خیل سفارت افغانستان هیأتی را به هدف بررسی موضوعات مالی این قنسلگری تعیین کرده است.

ذبیح الله حسین خیل داماد امرالله صالح که به حیث جنرال قنسل در استانبول کار می کرد، وظیفه اش را ترک کرده به آسترالیا رفته است.

‏هشت صبح گزارش داده بود که جنرال قنسل افغانستان در استانبول با مقدار زیاد پول فرار کرده است.

اما ذبیح حسین خیل در صفحه فیس بوک اش نگاشته است که ترک وظیفه کرده است.

: ‏د بشري حقونو څار سازمان، د بخښنې سازمان او د کډوالو نړیوالې شورا په شمول پنځوس سازمانونو په اروپایي ټولنې غږ کړی چې د افغانانو د پناه غوښتنې درخواستونه بابیزه مه ګڼئ او رسیدګي ورته وکړئ.

: ‏افغانو ښځو لپاره د امریکا استازې رینا امیري: اندونیزیا ته په سفر وتلې یم او افغانو نجونو محصـلینو ته به هلته د زده کړو فرصتونه او اسانتیاوې حکومت نه واخلم.

: ‏یونیسف:

افغانستان کې دا مهال ۳ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې دي.

وایي، نوي واکمن دې په خپلو پریکړو بیا غور وکړي.

: ‏د پاکستان د سنا مجلس داخلي کمېټې د افغان کډوالو لخوا د پاکستان بیرغ ته د سپکاوي ادعا او په دې اړه یې ناسته کړې ده.

وایي، میچ نه وروسته افغانانو د پاکستاني بیرغ توهین کړی.

دوی پولیسو نه غوښتي چې د پاکستان ملي پریس کلب له مخې نه تازه راغلي افغانان پورته کړئ او کمپونو ته یې واچوئ.

: ‏این بي سي نیوز:

امریکا ته تخلیه کې ۱۵۰۰ داسې ماشومان هم راغلي وو چې مور و پلار یې وطن کې پاتې وو.

وایي، ځېنو پسې کورنۍ راغلې خو اوس هم ۲۳۱ ماشومان شته چې مور و پلار یې افغانستان کې پاتې دي.

: ‏هند ـ مدهیه پردېش:

چندن نګر کې غلو یو ځایي مشهور ملا محمد صدیق تښتولی او په کاغذونو ګوتې ترې اخیستې چې ټول جایداد او مال به دې زموږ شي، خو پولیسو څلور واړه غله نیولي.

: ‏دامریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له زلینسکي سره له کتنې وروسته ویلي چې د اوکراین د لومړۍ کرښې غیر معمولي مدافعین د خپل هیواد د ازادۍ لپاره په زړورتیا سره مبارزې ته دوام ورکوي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د ولسمشر جو بایډن حکومت په را روان ۲۰۲۳ کال کې د ۱۲۵ زرو پنا غوښتونکو د راتګ وړاندیز کړی.

: ‏د شمالي کوریا دولتي رسنیو اعلان کړی چې د دې هیواد ولسمشر کیم جونګ اون ټینګار کړی چې هیواد به یې هیڅکله له امریکا سره د مقابلې پرمهال اټومي وسلې له پامه ونه غورځوي.

: ‏د امریکا این بي سي خبري شبکې راپور ورکړی چې له ۲۳۰ زیات افغان ماشومان له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو له وتلو سره د کډوالو په ډله کې امریکا ته لېږدول شوي دي.

: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې يا اوچا ويلي چې په افغانستان کې د نږدې ۹۰۰ ميليونو ډالرو په ارزښت پنځه لويې بېړنۍ پروژې پيلوي. اوچا نن د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې دا پروژې د خوړو د خونديتوب، روغتيا، ښوونې او غير دولتي ادارو د ظرفيت لوړونې په برخو کې پلې کيږي. اوچا ټينګار کړی چې په ټوله کې پروژې داسې ډيزاين شوې دي چې ښځو او نجونو ته يې ګټه ورسيږي. پر دې پروژو ټولټال ۸۹۳ ميليونه ډالره لګښت راځي چې د نړيوال بانک او د افغانستان د بيارغونې له صندوقه ورکول کيږي. د اوچا د معلوماتو پر بنسټ، د ۸۹۳ ميليونو ډالرو له ډلې ۱۹۵ ميليونه ډالره د خوړو خونديتوب، ۲۶۵ ميليونه ډالره ټولنيز پرمختګ، ۳۳۳ ميليونه ډالره روغتيا، ۱۰۰ ميليونه ډالره ښوونې او روزنې او پاتې ۲۰ ميليونه ډالره نور بيا د افغانستان د غير دولتي ادارو ظرفيت لوړولو ته په پام کې نيول شوې دي. ملګرو ملتونو ويلي چې ط البان به د يادو پروژو مالي سرچينو ته لاسرسی ونه لري.

: ‏ایرو ایشیا  یوه مقاله کې د افغانستان وضعیت او د ګاونډیو هېوادونو مسوولیتونو ته کتنه کړې ده. سرچینه وایي د سیمې د هېوادونو دنده ده چې په افغانستان کې د دایمی ثبات د راتګ په برخه کې مرسته وکړي او که داسې نه کوي نو ددغه هېواد ډېره لږ بې ثباتي هم د ډېری اسیايي هېوادونو په زیان ده.

: ‏د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د روڼتيا راپور خپور کړی او افغانستان يې د هغو ۶۹ هېوادونو په کتار کې راوستی چې د مالي روڼتيا لپاره يې لږ تر لږه شرایط هم نه دي پوره کړي.

: ‏ډېری امریکایي استازي د جو بایدن د استیضاح غوښتنه کوي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې امریکايي استازي غواړي چې بایډن په امریکا کې د وروستیو تحولاتو په تړاو استیضاح کړي.

: ‏رضا بهرامی سفیر سابق ایران در افغانستان میگوید حکومت جدید پاکستان در این اواخر یعنی بعد از کشته شدن رهبر القاعده در کابل با اتفاقات مثبتی مواجه است.

‏نامبرده بعنوان مثال از تصویب جدید کمک ۴۵۰ میلیون دالری مربوط جت های F16 از جانب امریکا به پاکستان و این کشور را شریک مهم مبارزه با تروریزم خواندن، یاد میکند.

: ‏د امریکا پخواني ولسمشر ډونلد ټرمپ ویلي چې ده غوښتل په افغانستان کې بگرام اډه وساتي.

ډونلد ټرمپ له هندي رسنۍ  NDTV سره په تازه مرکه کې ویلي چې بگرام د چین د اتومي بمونو د جوړولو له فابریکې څخه یو ساعت فاصله لري او په وینا یې د دې اډې ساتل امریکا ته اړین وو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک