حکمتيار: ځينې کړۍ غواړي د رقيبو هېوادونو جنگي رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړي
وروڼو خوېندو!
په تېري اونۍ كي د گڼ شمېر امنيتي پېښو شاهد وو؛ تر ټولو ستره ئې د هرات گازرگاه جومات مخي ته د انتحاري چاودني په ترڅ كي د شهيد مولوى مجيب الرحمن انصاري په شمول د اتلسو لمونځ كوونكو وژنه او د ډېرو نورو ژوبله وه؛ ټول اسلام ته ژمن افغانان په دې ستري دردناكي پېښي ځورېدلي، د مرحوم انصاري شهادت ئې ستره ضائعه گڼلې او له حكومت ئې غوښتي چي جنايتكاران ونيسي او داسي ئې مجازات كړي چي د نورو لپاره د پند او عبرت سبب شي. دښمنان هغه شخصيتونه په نښه كوي چي ولس پرې راغونډېږي؛ ملت ته سمه لار او دوست او دښمن ورښيي.
د پرديپالو مفسدينو او بغاوتگرانو ځينو پرېوتو څېرو او وياندويانو د هرات په خونړۍ پېښي او د مرحوم مولوي انصاري شمول د گڼ شمېر افغانانو په ترور او وژل كېدو؛ دومره سپك موقف او پرېوتې لهجه كارولې او پر حادثې ئې خوشحالي څرگنده كړې چي ښيي دوى د دنائت د ژوري كندي په تل كي پراته دي؛ حتىّٰ يوه بل ته ئې مباركې ويلې!!
دوهمه امنيتي پېښه په كابل كي د روسيې سفارت مخي ته او د وېزو لپاره راغونډ شوو افغانانو په منځ كي وحشيانه چاودنه وه؛ يقيناً چي دا د هغو كار دئ چي نه يوازي د پرديو د گټو او موخو لپاره په داسي جناياتو لاس پوري كوي چي مظلوم افغانان ئې قربانيان وي؛ بلكي غواړي د رقيبو هېوادونو جنگي رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړي او يوه بله نيابتي جگړه پر افغانانو تحميل كړي.
