مهم ترین های امروز جمعه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: په تېري اونۍ كي د گڼ شمېر امنيتي پېښو شاهد وو؛ تر ټولو ستره ئې د هرات گازرگاه جومات مخي ته د انتحاري چاودني په ترڅ كي د شهيد مولوى مجيب الرحمن انصاري په شمول د اتلسو لمونځ كوونكو وژنه او د ډېرو نورو ژوبله وه؛ ټول اسلام ته ژمن افغانان په دې ستري دردناكي پېښي ځورېدلي، د مرحوم انصاري شهادت ئې ستره ضائعه گڼلې او له حكومت ئې غوښتي چي جنايتكاران ونيسي او داسي ئې مجازات كړي چي د نورو لپاره د پند او عبرت سبب شي. دښمنان هغه شخصيتونه په نښه كوي چي ولس پرې راغونډېږي؛ ملت ته سمه لار او دوست او دښمن ورښيي.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: دوهمه امنيتي پېښه په كابل كي د روسيې سفارت مخي ته او د وېزو لپاره راغونډ شوو افغانانو په منځ كي وحشيانه چاودنه وه؛ يقيناً چي دا د هغو كار دئ چي نه يوازي د پرديو د گټو او موخو لپاره په داسي جناياتو لاس پوري كوي چي مظلوم افغانان ئې قربانيان وي؛ بلكي غواړي د رقيبو هېوادونو جنگي رقابتونه افغانستان ته راانتقال كړي او يوه بله نيابتي جگړه پر افغانانو تحميل كړي.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: دا هېواد؛ افغانستان د نږدې څلوېښت مليون افغانانو گډ وطن دئ؛ د خپلو وينو په بيع ئې ساتلى، د هر يرغلگر په وړاندي ئې د دې هېواد له زمكي، پولو، ارزښتونو او خپلواكي دفاع كړې؛ دوى د دې هېواد اصلي مدافعين او د ټولو شتمنيو ئې اصلي خاوندان دي؛ د دې هېواد په اړه هر تصميم كي بايد دوى شريك وي؛ په يوه هېواد كي امن او عدل يوازي هغه مهال تأمينېدى شي چي: حكام ئې د اهليت له مخي او د ولس په خوښه غوره شوي وي.
د عدالت ضامن قانون ولري او ټول ولس؛ حاكم او محكوم؛ متبوع او تابع ورته منقاد وي.
د ټولو ملي مسائلو، شتمنيو او ارزښتونو په اړه هر تصميم بايد د ملت په مشوره وي؛ هيڅوك حق ونه لري په هغو مواردو كي چي په ټول ملت پوري مربوط وي؛ په يوازي سر او د ملت له مشورې او موافقې پرته تصميم ونيسي. د هېواد دوست او دښمن؛ كه دا كورنى وي او كه بهرنى؛ بايد د ملت په مشوره او موافقه وټاكل شي؛ نه د اشخاصو، ډلو او حكامو په خوښه او مرضي؛ كه داسي نه وي نو مخكنۍ تجربې به بيا بيا تكرارېږي چي يوې ډلي هېواد په شوروي اتحاد وپلورلو او بلي ئې په متحده ايالاتو.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: اوبه زموږ تر ټولو ستره ملي شتمني ده؛ په داخل كي ئې د وېښ او بهر ته ئې د تگ په اړه بايد هر تصميم د ملت په خوښه او مشوره او موافقه وي؛ په دې اړه هيڅوك؛ حق نه لري په يوازي سر پرېكړه وكړي.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: اسلام د ټولني زعيم او حاكم د خليفه په نامه ياد كړى؛ پوښتنه دا ده چي هغه د چا خليفه دئ؟ ځواب ئې دا دئ چي دى د هغه ولس خليفه دئ چي هغوى خپل وكيل او خليفه ټاكلى؛ او په خپله خوښه ئې له هغه سره مشروط بيعت كړى؛ مشروط په دې چي دى به د الله و د هغه د پيغمبر له لارښوونو سره سم عمل كوي. رسول الله صلى الله عليه و سلم د قوم رئيس د ولس خادم گڼلى؛ نه بادار او آقا؛ اسلام د ټولني رئيس او خليفه له يوې خوا د قانون په پلي كولو او د عدالت په تأمينولو مكلف كړى؛ له بلي خوا ئې له مسلمانانو سره په مشوره؛ او دا لارښوونه ئې كړې چي كه د امير او ولس تر منځ په كومي قضيې كي اختلاف رامنځته شو؛ نو پرېكړه به ئې د الله تعالىٰ كتاب او د پيغمبر سنت ته راجع كېږي. رئيس، وزير، والي او امير د پرېكړو وروستۍ مرجع نه ده؛ بلكي د هغو پرېكړو پلي كوونكى دئ چي شورىٰ ئې وروستۍ مرجع ده.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: د زعيم غوراوى، د عزل او نصب مرجع ئې، د زعامت موده ئې، د واكونو او صلاحيتونو حدود ئې، وظائف او مسئوليتونه ئې؛ دا ټول؛ الله تعالىٰ او د هغه دين؛ د مسلمانانو تشخيص او تصميم ته پرېښي؛ او د دوى مشوره او توافق ايجابوي؛ د عثمان رضي الله عنه انتخاب ئې څرگنده او ځلانده مثال دئ.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: همدا راز؛ معادن ملي شتمني ده، د ټول ملت گډ حق دئ؛ په دې كي هر تصرف بايد د ملت په مشوره وي؛ دا چي څنگه استفاده ترې وشي، په چا وپلورل شي او په كومه بيع او قيمت؛ د دې وړانديز بايد د اړوند وزارت له لوري شورىٰ ته وشي او پرېكړه د شورىٰ په معلن مجلس كي وشي او ټول ولس ترې خبر شي.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: د هېواد پولي او سرحدات او اړوند مسائل ئې په بشپړه توگه په ملت پوري مربوط دي؛ په اړه به ئې هره پرېكړه بايد د ملت له لوري وي او لږ تر لږه د ملت غوڅ اكثريت بايد ورسره موافقه وكړي؛ موږ له ټولو گاونډيو سره په دې ارتباط لانجمني منازعې لرو؛ دا ټول بايد په داسي شورىٰ كي وڅېړل شي چي د ټول ملت استازيتوب كوي.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: اردو او څرنگوالى ئې؛ د سر تېرو د جلب او جذب طريقه؛ دا چي د مكلفيت دورې په اساس به جوړېږي او كه د معاش په مقابل كي اردو؛ شمېر به ئې څومره وي؛ د روزني په اړه به ئې پر كوم هېواد اعتماد او باور كولى شو؛ دا ټول ملي اجماع ايجابوي او پرېكړه به ئې هغه شورىٰ كوي چي ملي اجماع تمثيلوي.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: زموږ خارجي سياست به څنگه وي؛ دوست او دښمن به د كومو معيارونو او اصولو له مخي ټاكو؛ د لويو رقيبو ځواكونو تر منځ به كوم لوري ته ودرېږو او كه به مستقل دريځ غوره كوو او په دې رقابتونو كي به له ښكېلېدو ډډه كوو؟ له چا سره به ډېر نږدې وو او له سره به له نږدې كېدو يا ډډه كوو او يا به محتاط وو؟ له هغه هېواد او حكومت سره به څه كوو چي له مسلمانانو سره په جنگ كي ښكېل دئ؛ يا ئې پر بل هېواد په ناحقه تېرى كړى؛ د تېري كوونكو په اړه به زموږ دريځ او تگلاره څه وي؛ دا مسائل هم ملي اجماع ايجابوي؛ نه ئې واك كوم شخص ته سپارل كېدى شي او نه كوم حكومت او ډلي ته. كه نه نو يو به د اسرائيل او فلسطين په اړه، د اوكراين او دې ته ورته قضاياوو په اړه يو موقف غوره كوي او بل خلاف د هغه بېل موقف.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: په ټولني كي به د قوانينو مرجع او مأخذ كوم وي؛ طبيعي ده چي دا مرجع به د ټولني د اكثريت په خوښه او موافقه او د دوى د باورونو او ارزښتونو مطابق ټاكل كېږي؛ د افغان ولس تر 99.5 سلنه زيات مسلمانان دي؛ نو قوانينو مأخذ به ئې قرآن او سنت وي؛ د دوى نږدې نوي سلنه احناف دي؛ نو په فقهي مسائلو كه به مأخذ حنفي فقه وي؛ اما د مذهبي اقليتونو په اړه تصميم بايد داسي وي چي په فقهي مسائلو كي به د دوى قضايا د دوى مذهب ته راجع كېږي. دا قضيه هم ملي اجماع ايجابوي او پرېكړه ئې بايد د ملي اجماع ممثلي شورىٰ كي وشي.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته راتلو سره سم دوه مهم كارونه وكړل: 1- د مهاجريو او انصارو تر منځ اخوت او ورورولي؛ داسي چي هر څه به ئې تر منځ د وروڼو په څېر وي؛ حتىّٰ ځينو وغوښتل چي يو بل په ميراث كي هم سره شريك كړي؛ 2- له يهودانو سره ئې داسي ميثاق او تړون لاسليك كړ چي كولى شو هغه ته د مدينې د لومړي اساسي قانون او ملي ميثاق نوم وركړو: څو اساسي بندونه ئې وو: د هر يرغلگر په وړاندي په گډه له مدينې دفاع، هر لورى به خپلمنځي شخړي د خپل مذهب مطابق حل و فصل كوي، كه كومه لانجه د يهودانو او مسلمانانو تر منځ راولاړه شوه او دواړو لوريو قضيه ېبغمبر عليه السلام ته راجع كړه؛ هغه به پرېكړه كوي؛ دې ته ورته نور بندونه.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: په اقتصادي مسائلو كي زكات، عشر، د مصرف موارد ئې؛ دا چي له چا به اخيستل كېږي او چېري به مصرف كېږي، تجارت، ماليه او گمركي محصول او نور اړوند قضايا؛ ملي توافق ته ضرورت لري؛ او پرېكړه ئې بايد شورىٰ ته محول شي؛ اړوند وزارتونه به خپله طرح او وړانديزونه شورىٰ ته راجع كوي.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: غرونه، ځنگلونه، څرځايونه، بېدياوي، د اوبو او برېشنا بندونه؛ او دې ته ورته نور؛ ملي شتمنۍ دي؛ په اړه ئې هره پرېكړه او هر تصرف بايد د قانون مطابق او د شورىٰ له لوري وي.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: د هېواد تعليمي نصاب؛ د مدرسې او ښوونځي لپاره؛ له لومړي ټولگي تر دكتورا پوري؛ داسي چي د دې نصاب په غېږ كي روزل شوى هر ډاكټر، انجنير، والي، وزير، معلم؛ د نورو علومو تر څنگ؛ په ټولو ضروري ديني علومو پوه او سمبال وي؛ او هر قاضي، څارنوال، خطيب او امام د دين تر څنگ په ټولو نورو ضروري علومو مجهز وي. دا نصاب بايد د ملت په خوښه او موفقې جوړ شي.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: ځيني نور مسائل هم داسي دي چي ملي اجماع ايجابوي؛ لكه د هېواد بيرغ، نشان، د نظام نوم، د زعماءو او مسئولينو لپاره القاب، سِكه او ارزښت ئې، د سرتېرو، امنيتي ځواكونو او مأمورينو يونيفورم او رسمي لباس او د مدرسو او ښوونځيو د نجونو او هلكانو لباس؛ او دې ته ورته مسائل؛ ټول بايد د شورىٰ په موافقه وي.
دغو حقائقو ته په پام سره؛ افغانان نن څو اساسي امورو ته ضرورت لري؛ د پرېكړو او تصاميمو داسي مقتدره او عالي مرجع رامنځته كول چي ملي اجماع تمثيل كړي او داسي اساسي قانون جوړول چي د افغان ولس د باورونو او ارزښتونو مطابق وي، د ملي ميثاق حيثيت ولري او زموږ د ټولني ټولو غوښتنو ته ځواب ووايي.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: رسول الله رسول الله صلى الله عليه و سلم موږ ته په دې اړه يوه ډېره ښكلې لارښوونه كړې چي له كوم حاكم سره به ملگرتيا كوو او له كوم به ځان لري ساتو:
له أبي سعيد الخدري روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم زموږ په منځ كي د خطبې لپاره پاڅېدو او دا ئې د خطبې يوه برخه وه چي وئې فرمايل: پام چي ښايي زه به د اجل لوري وبلل شم او لبيك به ورته ووايم؛ نو له ما وروسته به داسي حُكام او عمال ولرئ چي: هغه څه به وايي چي پرې پوهېږي؛ او هغه څه به كوي چي پرې علم او معرفت لري؛ نو د دوى اطاعت واقعي او سم اطاعت دئ؛ يوه موده به همداسي پاته شئ؛ بيا به له دوى وروسته داسي اشخاص ستاسو د چارو متولي او واكمن شي چي دوى به هغه څه وايي چي عمل نه پرې كوي او هغه څه به كوي چي په اړه ئې معرفت او پوهه نه لري؛ چا چي له دوى سره خواخوږي وكړه، مرسته ئې وكړه، او تقويه ئې كړل؛ نو دوى هم په خپله هلاك شول او هم ئې نور هلاك كړل؛ تاسو په ظاهر كي ورسره خلط اوسئ او په خپلو كړنو او عملونو كي ترې بېل اوسئ؛ د نيك په اړه ئې د دې شهادت وركړئ چي نېك دئ او د بد په اړه ئې دا شهادت چي بد دئ.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: د بريتانيا د پارلمان ځينو غړو؛ د احمد شاه مسعود؛ تلين لمانځني غونډه درلوده؛ موخه او هدف ئې څرگند دئ؛ د دوى عزائم له هيچا پټ نه دي؛ د كوم افغان د ستايلو او لمانځلو لپاره نه بلكي د شرارت په موخه داسي كارونه كوي؛ او داسي متنازع فيه قضاياوو ته لاس اچوي چي په افغانانو كي د اختلاف راولاړولو او تشديد باعث كېږي؛ افغانان به خپل اتلان په خپله ټاكي نه د پرديو په خوښه؛ اتلان ئې هغه دي چي د اشغالگرانو په خلاف جنگ كي؛ تر ټولو وړاندي او مخكښ وو؛ نه هغه چي د اشغالگرانو په خدمت كي وو.
✒: د ح.ا.ا د امیر عالیقدر انجینیر ګلبدین حکمتیار حفظه الله د نن جمعې ورځې د خطبې له متن څخه: د بريتانيا د مَلِكې مړينه هم يوه بله پېښه وه؛ دا په يوه حساس وخت كي او اويا كلونه د بريتانيا او د بريتانيا د مستعمراتو ملكه وه؛ په 96 كلنۍ ومړه؛ او په همدې عمر كي لا هم ملكه وه؛ غربيان موږ ته د ديموكراسي او جمهوريت شعارونه زمزمه كوي؛ خو ځيني په خپله داسي سلطنتي نظامونه لري چي ملكه ئې اويا كاله ملكه وي؛ د شاهي كورنۍ د هر كال لگښتونه؛ مليارډونو پونډو ته رسېږي، د شاهي كورنۍ په ودونو، جنازو، پر تخت د كښېنستلو مراسمو كي دومره لگښتونه كېږي چي د ځينو هېوادونو تر كلنۍ بودجې زيات وي؛ مخصوصاً تر هغو هېوادو چي د بريتانيا مستعمرې وې او هر څه ئې ترې لوټ كړي.
د ملكې په تاج كي د افغانستان دوه ستر غمي: د كوه نور الماس او د ياقوتو هغه غمى چي په نړۍ كي سيال نه لري؛ او دا دواړه د مستعمراتو د تالان او لوټ هغه نښي دي چي د ملكې په تاج كي؛ سل كاله وروسته هم د مظلومو افغانانو پر زړونو چونډۍ لگولې.
✒: په پاکستان کې د افغانستان سفارت وایي چې د پاکستان حکومت لخوا پر افغاني میوو د مالیې د لوړولو حکم بیرته اخیستل شوی دی.
دغه سفارت وایي چې د دوي د هڅو په پایله کې د افغانستان پر میوو د لوړې شوې مالیې حکم بیرته اخیستل شوی دی.
سفارت زیاتوي د مالیې لوړولو پریکړه یوه عمومي فیصله وه، چې له دې نه به افغانستان مستثنی وي.
✒: د امربالمعروف وزارت کارکوونکو نن په کابل ښار کې له دوکاندارانو غوښتي چې د جمعې د لمانځه د ادا کولو په خاطر دوکانونه وتړي.
رسنیو ته په رسېدلو تصویرونو کې ښکاري چې د کابل ښار په کارته سه او دارالامان سیمو کې د امربالمعروف وزارت کارکوونکي دوکانداران د جمعې ورځې لمانځه ته رابولي او ترې غواړي چې خپل دوکانونه وتړي.
دوی په ډټسن موټر کې په لګېدلي لوډسپیکر کې خلک د جمعې لمانځه ته دعوتوي.
✒: د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ بنسټ یا یونیسف پر لمریزې برېښنا د غزني د روغتیایي مرکزونو او روغتونونو سمبالول پيل کړي دي. ځايي مسوولین وايي د دغو سولرونو له لګولو سره به د غزني د ټولو کلینیکونو د اوبو او برېښنا ستونزه هواره شي.
✒: د پاکستان روغتیا وزارت:
کراچۍ کې د سیلابونو له امله بې ځایه شویو وګړو باندې مو وبا ګډه شوې.
وایي، لس لکه ۷۹ زره پاکستانیان بیلابیلو ناروغیو نیولي.
✒: د روسیې خارجه وزارت ویانده ماریا زخارووا:
سرګي لاروف کابل سره د روسانو لخوا ترهګرۍ ضد مبارزه کې د همکارۍ په تقویې خبرې کړې دي.
✒: بازار ته د ایفون ۱۴ له راوتلو وروسته د خلکو تاثر....
مګر ایفون وایي، نوښت په کې دا دی که د موبایل خاوند باندې څه چل وشي، اوتومات اضطراري شمېرو ته زنګ او خپلوانو ته یې مسج ځي.
کوم ځای چې انتن نه وي، له هغه ځایه د سټلایټ په مرسته زنګ هم وهلی شي.
✒: امریکا له اوکراین سره د ۲.۶ میلیارد ډالرو تازه مرسته تصویب کړه. له دغو مرستو سربېره اوکراین ته د روسیې پر وړاندې د جګړې لپاره ۶۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د وسلو ورکړې اعلان هم شوی دی.
✒: د سپتمبر نهمه له بریدونو څخه د پوهنې د ساتنې نړیواله ورځ ده. په همدې اړه د م.م سرمنشي انتونیو ګوتریش پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې په نړۍ کې تر نهه زره زیات زده کوونکي او ښوونکي وژل شوي، تښتول شوي، نیول شوي او یا ټپیان شوي چې دا د شرم وړ او د منلو وړ نه دی.
✒: رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله ویلي، چې کاناډا به شاوخوا ١٠٠٠ هغه افغانان ومني چې له يوه کال راهيسې د متحده عربي اماراتو د کډوالو په کمپ کې مېشت دي.
✒: دیدهبان حقوق بشر در نامهیی که به شورای حقوق بشر سازمان ملل متحد فرستاده، اوضاع حقوق بشری در افغانستان را نگران کننده خوانده و از شورای حقوق بشر سازمان ملل خواسته است تا از تمدید مأموریت ریچارد بنت پشتیبانی کند.
✒: محمد صادق خان نماینده خاص پاکستان برای افغانستان با ضمیر کابلوف نماینده خاص روسیه برای افغانستان دیدار کرده است .
در این دیدار در رابطه به وضعیت امنیتی ، بحران بشری ، بازسازی اقتصادی در افغانستان و ثبات گفتگو شده است.
✒: د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP وایي چې افغانستان کې اقتصادي بحران، کاري فرصتونه، دندې او معاشونه له منځه وړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ټويټر پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د بل هر وخت په پرتله اوس له افغانانو د نړیوالې ټولنې ملاتړ مهم او اړین دی.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستو همغږۍ کوونکې ادارې یا اوچا ویلي چې دمګړۍ ۲۵ مېلیونه افغانان له بې وزلۍ سره مخ دي.
اوچا ویلي چې ۵،۸ مېلیونه کسان له اوږدې مودې په کور دننه د بیځایه کېدو په حالت کې ژوند کوي او په زرګونو کورونه سېلابونو او زلزلو وران کړي دي.
✒: د ګالوپ نړیوال بنسټ په یوه تازه سروې کې افغانان د نړۍ تر ټولو غمجن خلک بللي دي.
د ګالوپ بنسټ سیاسي او اقتصادي بې ثباتي هغه عمده لاملونه بللي چې د خلکو رواني روغتیا یې اغېزمنه کړې ده.
سروې کې راغلي چې په سلو کې اتیا افغانان اندېښمن دي، ۷۴ سلنه تر فشارلاندې دي او ۶۱ سلنه نور یې غمجن دي.
د ګالوپ د سروې له مخې افغانستان د ۵۹ نمرو په لرلو د دغه درجه بندۍ په سر کې دی او ورپسي بیا لبنان دی چې ۵۸ نمرې یې وړي دي.
