حکمتيار: له الله وېرېدونكى قاضي د مدعي د وينا له مخي پرېكړه ونه كړي د بل دلائل هم واوري
الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ اللهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
يَا دَاوُدُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ 26 ص 26
صدق الله العظيم
الله تعالىٰ فرمايلي:
اې داؤده! يقيناً چي ته مو په زمكي كي خليفه گمارلى يې، نو د خلكو ترمنځ په حقه پرېكړه كوه، د هوىٰ او هوس متابعت مه كوه چي د الله له لاري به دي تېرباسي، يقيناً هغه چي د الله له لاري منحرف شي په دې سبب دوى ته سخت عذاب (ټاكل شوى) دئ چي د حساب ورځ ئې هېره كړې.
په دې مبارك آيت كي داؤد عليه السلام ته د الله تعالىٰ د لارښونو يوه مهمه او ځلانده لارښوونه د قرآن د هر مخاطب په وړاندي ايښودل شوي:
هغه ته ئې ويلي وو: اې داؤده! يقيناً چي ته مو په زمكي كي خليفه گمارلى يې، نو د خلكو تر منځ په حقه پرېكړه كوه، د هوىٰ او هوس متابعت مه كوه چي د الله له لاري به دي تېرباسي، يقيناً هغه چي د الله له لاري كاږه شي په دې سبب به ئې سخت عذاب په برخه شي چي د حساب ورځ ئې هېره كړې، يعنې د حساب ورځ ئې هېره كړې له همدې كبله له سمي لاري منحرف شوي او په الٰهي عذاب اخته شوي.
دا برخه په اصل كي له هغه وروسته راغلې چي قرآن ويلي: الله تعالىٰ هغه ته مضبوط حكومت، پوهه او حكمت وركړى وو؛ داسي چي د پېچلو شخړو او منازعاتو د عادلانه او حكيمانه حل و فصل استعداد ئې ورپه برخه كړى وو.
د دې عادلانه قضاوت يوه بېلگه ئې دا وه چي الله تعالىٰ دوه فرشتې د دوو مدعيانو په بڼه كي ورولېږلې، له دېواله هغه ځاى ته ورواوښتلې چي داؤد عليه السلام به په كي د زبور په تلاوت او عبادت مصروف وو؛ د دوى له ناڅاپي راتگ ووېرېدو؛ هغوى ورته وويل: مه وېرېږه؛ موږ د يوې شخړي د حل و فصل لپاره درته راغلي يو؛ يوه ئې وويل: دا نه نوي مېږي لري او زه يوه؛ په زور سره غواړي دا هم رانه واخلي؛ ته زموږ تر منځ عادلانه او سمه پرېكړه وكړه او سمه لار راوښيه؛ هغه له دې مخكي چي د دوهم كس دلائل واوري او بيا فيصله وكړي؛ د مدعي د دعوىٰ له مخي ئې پرېكړه وكړه او وئې ويل: ده درباندي تيرى كړى؛ خو د دغي خبري له كولو سره سم او متصل متوجه شو چي غلطي ئې وكړه؛ د عادلانه قضاوت تقاضىٰ دا وه چي د مدعى عليه دلائل مي هم اورېدلي وى او بيا مي قضاوت كړى وى؛ له الله تعالىٰ ئې بخښنه وغوښته او په سجده پرېوت!!
قرآن په دې لارښووني سره نه يوازي د داؤد عليه السلام ستر شخصيت موږ ته معرفي كوي بلكي موږ ته د دې لارښوونه هم كوي چي عادل او له الله تعالىٰ وېرېدونكى قاضي بايد هغه وخت هم يوازي د مدعي د وينا له مخي پرېكړه ونه كړي چي په سلو كي نه نوي ځان په حقه گڼي او بل ملامت او پړ ثابتوي، بايد په سړه سينه د بل دلائل هم واوري او په پاى كي قضاوت وكړي.
دې ته مو بايد پام وي چي د داؤد عليه السلام په اړه دا وينا په حقيقت كي د بايبل د هغي دروغجني ادعاء په رد كي راغلې چي هغه ئې په دې تورن كړى چي گواكي نه نوي مېرمني ئې درلودې او سلمه ئې هم وكړه؛ خو دا سلمه د يوه مخلص جنگيالي مېرمن وه؛ ده د خپل قصر له بامه هغه د خپل كور په تشناب كي بربنډه ليدلې وه او زړه ئې پرې بايللى وو؛ دا جنگيالى ئې د جنگ داسي كرښي ته ولېږو چي ووژل شي او مېرمن ئې ده ته په لاس ورشي!! ښه به وي چي دا دروغجنه قصه په بايبل د قرآن په رڼا كتاب كي وگورئ، بايبل تر دې عنوان (داؤد او بتشبع) لاندي د داؤد عليه السلام په اړه داسي څه ليكلي چي هغه د يوه دروند پيغمبر په توگه نه؛ بلكي (نعوذ بالله) د يوه عياش پاچا په څېر انځوروي.
بايبل د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام په اړه دې ته ورته تورونه لگولي؛ د پيغمبرانو عليهم السلام په اړه د بايبل له دې تورونو او د هر يوه په ضد د داسي كركجني ژبي له كارولو معلومېږي چي بايبل د روميانو له لوري او د داسي چا په لاس ليكل شوى چي هم د مسيحيت دښمن وو او هم د يهودانو.
