No-IMG

د تاريخ له عجايبو؛ د نړۍ لومړني اورجينل خلګ/او لومړنی ښاري دولت

له ننه شپږ نيم زره کاله وړاندي د اوسني عراق جنوب کي سومریانو يو ستر ښار ودان کړ چي د نړۍ لومړی متمدن ښار ګڼل کیږي[۶۵۰۰-۴۰۰۰ق-م].

سومریان د دوو رودونو (فرات او دجلې) تر منځ اوسېدونکی توکم وو. دوی د بابل په لرغوني ښار کي اوسېدل چي یو غني کلتور بنسټگر بلل کېدل. د سومري واکمنۍ له ړنگېدا وروسته ددې واکمنۍ سیمي د آشوري او بابلي واکمنیو برخه وگرځېده.

سومري توکم داسي قوم و چي د نننۍ نړۍ له هيڅ قوم سره ئې ورته والی نه درلود. د هغوي ژبه هم ځانته ژبه وه.

سومر د يو پخواني او لرغوني تمدن نوم دی. دوې همدغه تمدن خلکو ځان ته ونسانگيگا ويل چې مطلب يې [تور سرکي خلک] و.

دوی د نړۍ يو له لومړيو مدنيتونو څخه دي، چي وروسته لرغوني مصر، ايلام، د کارل سوپ مدنيت، د سند درې مدنيت، د مينون مدنیت او لرغوني چين مدنيتونه دي.

 سومريان کروندګر خلګ وه چي د دجلې او فرات سيندونو په څنډو کي يې ژوند کاوه، په زياته اندازه غلې دانې او نور فصلونه ئې کرل چي د همدې په زياتو ګټو سره دوی وکولای سول، ډېر ښاري مېشت ځايونه جوړ کړي.

د دوی د ليکنو تاريخ له ۳۰۰۰ق ميلاد څخه مخکي مودې ته رسېږي. تر ټولو لرغوني متنونه يې د «اروک[اوسنی عراق چي عربانو ونيو او نوم ئې عراق سو]» او «جمدة نصر» څخه په لاس راغلي چي تاريخ يې د ۳۵۰۰ او ۳۰۰۰ ق م  کلونو ترمنځ مودې ته رسېږي.

روايت دئ چي دوی واړه واړه واکمنان لرله چي د هر دولت مرکز په يو عبادتځای راګرځېد چي دا عبادتځای د ښار د يو ځانګړي ډول خدای يا ښځينه ربې لپاره ځانګړی سوی و او د يو پادري ډوله والي (ensi) يا د يو پاچا (lugal) له خوا به اداره کېده، څوک به چي سره د ښار د مذهبي چارو سره په کلکه اړيکه کي و.

ډيری تاريخپوهان په دې اند دي چي دا ژبه يوه جلا غېر سامي او غیر اندو-اروپايي ټولنيزه ژبه وه. د خپلو سامي ګاونډيانو په خلاف دا يوه بدله سوې ژبه نه وه.

دغه تمدن لومړی يوه سيلاب او وروسته سيمي ته د اوسني عربو راتلو يو مخ له منځه يوړړ.

پنځه لومړي ښارونه چي ويل کېږي له سيلاب او عربي يرغلونو څخه مخکي پاچهي کړي:

اريدو (تل ابو شاهرين).

باد تبيرا (کېدای سي تل الامداين وي).

لارکا

سيپار (تل ابو حبة).

شروپاک (تل فارا).

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک