مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: امیرخان متقی سرپرست وزارت امور خارجه هنگام اراییه گزارش سالانه این وزارت گفت که پرواز طیاره های بی پیلوت امریکایی در فضای افغانستان عمل خلاف توافقنامه دوحه و قوانین بین المللی است.
متقی از امریکا خواست که حریم هوایی افغانستان را نقض نکند و به توافقنامه پابند بماند وی افزود که هم اکنون امنیت در افغانستان تامین گردیده و خاک افغانستان بر ضد هیچ کشوری استفاده نمی شود.
✒: د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ د افغانستان او پاکستان تر منځ د کریکټ نننۍ لوبې له پيل کېدو وړاندې له خلکو غوښتي، چې د خپلو اتلانو د بریا لپاره دعا وکړي او له پاکستان څخه د لوبې د ګټلو په صورت کې له هوايي ډزو ډډه وکړي.
نوموړي ویلي، که هر چا د بریا په صورت کې ډزې وکړې، له قانوني چلند سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان کریکټ ملي لوبډله نن ماښام د پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
✒: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د خپل وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې د روسیې د سفارت پېښه نه په سفارت کې د ننه او نه هم د سفارت په دروازه کې رامنځ ته شوې بلکې د ا برید د سفارت له ودانۍ د باندې شوی او د سفارت مامورین تصادفي هلته راوتلي وو.
متقي څرګنده کړه چې په تېر یوه کال کې د روسیې د سفارت له پېښې پرته بله ورته پېښه نه ده شوې او ډاد یې ورکړ چې بیا به داسې پېښې نه تکراریږي.
✒: د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې د ماهيپر برېښنا توليد فابريکې دویم توربين ترميم شوی دی او له دې سره د دې فابریکې د تولید ظرفیت ۶۶ میگاواټو ته رسیدلی دی.
✒: افغانستان کې لا هم د اساسي قانون مشکل شته او د هغې وثیقې تشه موجوده ده چې د یوه نظام تهداب جوړوي.
دا خبرې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون پخوانی رییس او حقوقپوه عبدالستار سعادت کابل پوهنتون کې «د هېواد اوسنی وضعیت، فرصتونه او ننګونې» تر عنوان لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس کې وکړې.
✒: د ترکيې د درملو او طبي محصولاتو د ادارې رييس له افغان لوري سره ژمنه کړې ده چې دوی به د درملو د کيفيت سنجونې په برخه کې د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره تخنيکي مرسته وکړي.
✒: د تخار د کانونو او پټروليم رياست وايي چې دغه ولايت کې يې د ډبرو سکر او ګچ دوه ستر کانونه موندلي دي. موندل شوي کانونه د تخار په فرخار او کلفګان ولسواليو کې موقعيت لري چې د کانونو او پټروليم وزارت د انجنيرانو له لوري کشف شوي دي.
✒: د افغان سرې میاشتې ټولنې له لوري له کابل ښار څخه د راټولو شویو سوالګرو له کورنیو سره د نغدي مرستو لړۍ پیل شوه. افغان سره میاشت وايي، له بېوزلو سره د دوی مرستې بسنه نه کوي او په دغه برخه کې د نړیوالو بنسټونو لاسنیوی مهم دی.
✒: سرپرست وزارت خارجه در نشستی گزارش سالانۀ این وزارت میگوید که در یک سال گذشته ،تمام بنادر کشور بروی تجارت باز شدند و برای تاجران تسهیلات فراهم شده است. به گفته او، هیات امارت اسلامی به کشورهای مختلف منطقه برای گسترش روابط، سفر کرده است.
امیر خان متقی همچنان گفت که شماری از سفارتخانه در کشورهای گونهگون فعالیتشانرا آغاز کرده است. او گفت که امارت اسلامی سیاست متوازن را به پیش گرفته است و با هیچ کشور طرف قرار نخواهد گرفت.
سرپرست وزارت خارجه با تاکید بر پالیسی اقتصاد محور، گفت که آنان در نظر دارند تا افغانستان به مرکز وصل اقتصاد میان آسیایی جنوبی و آسیایی مرکزی تبدیل شود.
✒: د پکتیا ولایت ځایي چارواکو پرته له کلیپ ورکولو کابل نیوز ته وویل چی تر شپږم ټولگی پورته د نجونو هغه ښوونځي چې خلکو پرانیستي وو لا هم پرانیستي دي او نجونې ورځي. دوي هغه آوازې رد کړې چې گواکي یاد ښوونځي بیرته تړل شوي دي.
✒: کمیسیون اتحادیه اروپا با انتشار بیانیهای اعلام کرد که پیشنهاد برای ارسال بخش دوم بسته وام کلان مالی 9 میلیارد یورویی به اوکراین که قبلاً اعلام شده بود را آماده کرده و در این راستا 5 میلیارد یورو از ایم مبلغ را به اوکراین پرداخت خواهد کرد.
در این بیانیه خاطرنشان شد که یک میلیارد یورو از این بسته در ابتدای ماه اوت پرداخت شده و به زودی 5 میلیارد یورو دیگر به اوکراین ارسال خواهد شد.
همچنین تاکید شد که 3 میلیارد یورو باقی مانده نیز در اسرع وقت در اختیار اوکراین قرار خواهد گرفت.
✒: اردوغان: انتظار داریم تعداد گردشگرانی که از صربستان به ترکیه سفر میکنند برای اولین بار از مرز 300 هزار نفر عبور و رکورد جدیدی ثبت شود.
اردوغان: میزان سرمایهگذاریهای ما در 10 سال گذشته در صربستان جهش یافته و از یک میلیون دلار به 400 میلیون دلار رسید. تعداد شرکتهای ترکیه در این کشو از مرز 1300 شرکت عبور کرد.
✒: هند ـ نوی ډیلی:
پولیسو دوه افغانان له ۳۱۲ کیلو مخدره موادو (هیروینو) سره نیولي.
✒: متحده عربي امارات، پانګوالو، نوي کاروبار پیلوونکو، ډاکټرانو، ساینسپوهانو، ممتاز محصلینو او خلاقو کسانو ته د ګولډن ویزې په نوم لس کلنه اقامه جاري کوي.
پخوا دې برخه کې سختي وه.
✒: ترکمنستان افغانستان ته د ریل پټلۍ برخه کې د تخصص او لوړو زده کړو ۲۸ بورسیې ورکوي.
✒: یونیسف: نهوو ولایتونو کې پنځه نیم لکه ماشومانو ته د شري واکسین کوو.
✒: امریکا کې د افغان جګړې کمیسیون ډېر ژر خپل فعالیت پیلوي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د افغان جګړې کمیسیون په راتلونکو څو اوونیو کې خپل فعالیت پيل کړي او دوی به په افغانستان کې د امریکا پر شل کلن حضور او جګړو بحثونه کوي.
✒: بايډن د لومړۍ وزيرې په توګه د ټاکل کېدو له کبله مېرمن ليز ټراس ته مبارکي ويلي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پراختيا د ټينګار تر څنګ یې د روسيې پر وړاندې د اوږه په اوږه دريدو غوښتنه ترې کړې ده.
✒: د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته د دوشنبې ورځې برید غندلی او په یوه علامیه کې یې پر ټولو خواو غږ کړی چې د ډیپلوماتیکو او کونسلي تاسیساتو او د هغو د کارکوونکو امنیت او خوندیتوب تضمین کړي.
✒: البانیا له ایران سره خپلې ټولې اړیکې پرې کړې او په دې هیواد کې ایراني دیپلوماتانو ته یې ۲۴ ساعته وخت ورکړی څو دغه هیواد خوشې کړي.
د البانیا صدراعظم وایي چې دغه اقدام یې د ایران لخوا پر دې هیواد تر سایبري برید وروسته نیولی دی.
